له افغانستان څخه د کډوالو د وتلو نوې څپې

د بېروزگارۍ او امنيتي اندېښنو له امله په لسگونه زره افغان ځوانان له هېواد څخه وتلو ته اړ شوي دي.

له افغانستان څخه د کډوالو د وتلو نوې څپې

د بېروزگارۍ او امنيتي اندېښنو له امله په لسگونه زره افغان ځوانان له هېواد څخه وتلو ته اړ شوي دي.

دوې مياشتې دمخه عبدالخليل جاوېد انساني قاچاق وړونکو ته ٤٠۰ زره افغانۍ (٦٠۰٠ امريکايي ډالره) ورکړل چې زوی يې اروپا ته ورسوي.

د افغانستان په شمال کې د سمنگانو ولايت اوسيدونکي، جاوېد وويل: «هغه مهال چې مې واورېدل طالبانو د کندز ولايت نيولی او هره ورځ داعش او طالبان، ځوانان وژني، نو ومې پتېله چې خپل زوی رشېد، د يوې ښې راتلونکې په خاطر بهر ته د تحصيل لپاره واستوم.»

قاچاق وړونکو وويل، د دوو مياشتو په اوږدو کې به رشيد ناروي [هېواد] ته ورسيږي او هلته به نوي ژوند پيل کړي. خو جاوېد نه پوهيږي پر زوی يې څه وشول. په خپلې پرېکړې ډېر پښېمان دی.

لسگونه زره افغان ځوانان له هېواد څخه ځکه وځي، چې امنيتي حالات ورځ تر بلې ترینګلي کېږي او د بېروزگارۍ کچه لوړېږي. د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې (UNHCR) د وينا له مخې د ٢٠١٥ په لومړيو شپږو مياشتو کې شاوخوا ٨٠ زره افغانانو په اروپا کې د استوگنې غوښتنليکونه وړاندې کړي، چې د تېرو کلونو په پرتله پکې ډېر زياتوالی راغلی دی.  

په روانې مياشتې کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو گډون کوونکو گوت څنډنه وکړه چې افغان حکومت دی د دې ډله ييز مهاجرت د مخنيوي لپاره کوټلي گامونه واخلي.  

په تېرکال کې له افغانستانه د نړيوالو پوځونو له وتلو وروسته بېروزگاري ډېره شوې. د غور، پروان او سمنگانو ولايتونو د مناظرو ويناوالو وويل، حکومت د نویو دندو په رامنځته کولو کې پاتې راغلی دی.

د مناظرو ډېرو گډون کوونکو وویل چې امنيتي ستونزو، په تېره بيا د هېواد په ختيځو سيمو کې له داعش  سره د تړلو ډلو رامنځته کېدو له هېواد څخه د وتلو هڅې گړندۍ کړې دي.

ډله ييز مهاجرتونه په افغانستان کې د اقتصاد او ټيکاو لپاره اوږد مهاله خطر رامنځته کوي. 

د مرکزي ولايت، غور د ولايتي شورا غړي، عبدالحميد ناطقي وويل: «که دا موضوع همداسې پسې روانه وي، نو هېواد ته به مو ډېرې بدې پايلې ولري. يوه بده پايله به يې دا وي چې د نړۍ او سيمې په کچه به د افغانستان حيثيت راټيټ شي. بله بده پايله به يې په هېواد کې د پاتې شویو خلکو اندېښنه وي، چې په پایله کې به پر حکومت د خلکو باور له منځه لاړ شي.»

د غور د مدني ټولنې مشر، خدايار واقف وويل، فساد او خراب مشرتابه وضع نوره هم ناوړه کړې.

هغه وويل: «هر هغه هېواد چې سياسي ټيکاو ونه لري او خلک په خپل راتلونکي بې باوره شي، نو د کډوالۍ ستونزې پکې رامنځته کيږي.»

افغان ځوانان نه يوازې په اروپا کې د ښه ژوند په لټه کې دي، په لسگونه زره د سيمې نورو هېوادونو ته د کار په لټه په ناقانونه ډول سفر کوي او په دې بهير کې له ناوړو پايلو سره مخ کيږي.

علي داد رضايي په دې وروستيو کې انساني قاچاق وړونکو ته پيسې ورکړې وې چې له پولې ها خوا ايران ته يې واړوي. هغه وويل، قاچاق وړونکو له هغه سره ناوړه چلند کړی او ويې ليدل، چې يو شمېر مهاجرين د ايران د امنيتي کارکوونکو له خوا وژل شوي دي. 

هغه وويل: «څلور مياشتې دمخه زه په ناقانونه توگه ايران ته يوړل شوم. قاچاق وړونکو موږ دولس تنه په يوه موټر کې واچولو. که کوم يو به مو څه وويل، نو وهلو به يې. څو شپې يې راته اوبه او خواړه را نه کړل. پخپلو سترگو مې دا هم وليدل چې ايراني پوليسو د سپرليو په موټر څنگه ډزې وکړې، څو تنه [کډوال]  يې ووژل او ټپيان يې کړل.»

د افغانستان په شمال کې د سمنگانو د ولايت د کډوالو اوبیا راستنيدونکو د چارو رئيس، عبدالغفار شينچ وويل، تېرکال له دې ولايت څخه شاوخوا ٥٠٠ تنه ځوانان په ناقانونه ډول اروپا ته تللي دي.

نوموړي وويل: «انساني قاچاق يو جرم دی، خو زموږ رياست د هغې د مخنيوي په وړاندې کوم گام نشي پورته کولای، ځکه موږ پالسي جوړوونکې اداره يو.»

په سمنگانو کې د عبدالجليل مؤنس په نامه يوه فعال وويل، د مدني ټولنې سيمه ييزې ډلې زيار کاږي په ناقانونه ډول بهر ته د سفر کولو په اړه ځوانانو ته معلومات ورکړي.

هغه وويل: «د عامه پوهاوي  په دې کمپاين کې خلکو ته ويل کيږي، د انساني قاچاق وړونکو لاس ته ځانونه سپارل د زياتو ستونزو د گاللو، په تېره بيا د شوکې او آن د مرگ د منلو معنا لري.»

د پروان ولايت د جبل السراج د ولسوالۍ سکرتر، غلام محمد وويل، ځينې هېوادونه افغاني کډوال استثماروي. 

هغه وويل: «بهرني هېوادونه د خپل هېواد د اقتصاد د غوړولو لپاره ځوانان جلبوي، ځکه له هغوی څخه د لږو پيسو په وړاندې ډېر کار اخلي.»

د جبل السراج د نجونو د ښوونځي سرښوونکې، ليدا احمدي وويل، په ډله ييز مهاجرت کې ډېر عوامل له يو بل سره ملگري کيږي.

هغې وويل: «د سياسي بېثباتۍ، بېروزگارۍ او تتې راتلونکې له امله ځوانان خپل هغه مورنی هېواد پريږدي، چې دوی يې رالوی کړي دي.»

احمدي له خپل همکار ويناوال، د [جبل السرج له] ولسوال، سمندر سکندري څخه وپوښتل، حکومت د هغو ځوانانو په اړه کوم گام پورته کړی چې له هېواد څخه د سيلاب په څېر وځي.

سکندري وويل، ډېرې دندې د رامنځته کېدو په حال کې دي.

هغه وويل: «کورنۍ هم د وضعې او انگېرنو د اړولو مسؤوليت پر غاړه لري. ميندې او پلرونه بايد خپلو زامنو ته ووايي چې له هېواده وتل يو بد انتخاب دی. موږ ټول بايد د خپلې خاورې دفاع وکړو.»

د پروان ولايت د کډوالو او راستنيدونکو د چارو رئيس، آغا شيرين خليل وويل، د ٢٠١٥ کال په اوږدو کې ١٥٠٠٠٠ تنو افغانانو د نړۍ په ٤٤ هېوادونو کې د پنا اخستلو غوښتنليکونه وړاندې کړي دي. 

هغه وپوښتل: «که په دې اړه سوچ وکړئ، د اشمېره زياتره کاري ځواک دی چې د دې هېواد بنسټ جوړوي. که چېرته ځوانان وځي، نو هېواد به څنگه پرمختگ وکړي او څوک به يې پر مخ يوسي؟»

 

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists