کليوال له ډاره تښتي

په شمال کې يو شمېر استوګن ادعا کوي، چې ځايي قوماندان له هغوی څخه حامد کرزي ته د رايې دورکولو کسات اخلي.

کليوال له ډاره تښتي

په شمال کې يو شمېر استوګن ادعا کوي، چې ځايي قوماندان له هغوی څخه حامد کرزي ته د رايې دورکولو کسات اخلي.

د فارياب دولايت د لېرې پرتو کليو څه ناڅه دوه سوه کورنۍ له خپلو سيمو تښتېدلي او مزارشريف ته يې پنا راوړې ده. هغوی وايي، چی يو ځايي قوماندان ځورول.


د کلي اوسيدونکي وايي، له هغه وروسته چې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې يې حامد کرزي ته رايې ورکړې، نو يو ځايي قوماندان نجيب يې کورونه لوټ کړل او له شتو يې بې برخې کړل.


نجيب د مات شوي کانديد، جنرال عبدالرشيد دوستم پلوی دی، چې د افغانستان په شمال کې د هغه په ټينګه ملاتړ کيږي.


په هغې برسېره، هغوی وايي، چی نجيب په غير قانوني توګه د هغوی شل تنه کوچنيان بنديان کړي دي.


سره له دې چې زيات شمېر ښځې او ماشومان د ګرزيوان په ولسوالۍ کې خپلو کليو ته بېرته ستانه شوي دي، خو لږ تر لږه 60 تنه په مزارشريف کې پاتې شوي دي. هغوی وايي، که بېرته ستانه شي، نو ښايي ژوند ته يې خطر پېښ شي.


نجيب له دې ټولو تورنو ځان سپين کړی دی. هغه وايي: ((زه وسله وال سړي نه لرم، زه قوماندان نه يم. نه مې څو ک بندي کړی دی او نه مې چاته حامد کرزي ته د رايې ورکولو په هکله څه ويلي دي. دا ټول درواغ دي.))


خو له سيمې يو تښتېدلي سړي، محمد نظربای، بيا بل راز کيسه کوله. هغه وايي: ((د نجيب له خوا فشار له ټولټاکنو وروسته پيل شو، ځمکه موږ دوستم ته رايې نه وې ورکړې. موږ د هغه مخالفين وبلل شو. هغوی به هره ورځ راتلل او له موږ څخه به ي پيسې غوښتې. يوه ورځ د نجيب وسله وال سړي زما کور ته راغلل، هر څه يې لوټ کړل او ما ته يې د مرګ ګواښ وکړ. يو يې ماته وويل، بله ورځ بايد ورته يو کلاشينکوف واخلم.)) نوموړی وايي: ((هغوی هر څه له ځان سره يوړل، په څه شي به ورته ټوپک واخلم؟ بله لاره مې نه لرله او په شپه شپه وتښتېدم.))


نظربای دا هم وويل، هغه خبر شو، چې د هغه 12 کلن او 14 کلن، دوه زامن په خپل کلي کې نيول شوي او نجيب په خپلې شخصي بنديخانه کې اچولي دي. هغه وايي: ((زه غواړم، چې زامن مې روغ رمټ راخوشې شي.))


يو بل تن، 65 کلن حاجي نبي وايي، هغه کرزي ته له رايې ورکولو وروسته نجيب تر فشار لاندې نيولی و. هغه وايي: ((نجيب زموږ مال او شته اخيستي دي او د کلي هر اوسېدونکي ته يې امر کړې، چې ورته يو کلاشينکوف واخلي.))


حاجې نبي د حج فورمې ته ګوته ونيوه او ويې ويل، چې: ((ما فورمه اخيستې او يوه اندازه پيسې مې د حج لپاره ټولې کړې وې، هغوی هغه پيسې رانه پټې کړې او ويې ګواښولم. زما يو زلمی زوی يې د مرګ تر پولې ووهلو. وروسته هغه (نجيب) په خپلې شخصي جېل کې بندي کړ. زه نه پوهېږم، چې په هغه څه وشول. ))


يو بل سړي محمد جمعه وويل: ((زما ټول شته تالا شول. هغه آن زما کور ونيو او هغه يې د ملېشو مرکز کړ. او س د هغه ټول وسله وال سړي هلته اوسيږي.))


د بشري حقونو او چاپېريال د يوې افغاني موسسې، کارکوونکي، عزيزالرحمن راسخ وويل: ((د کوچنيانو تښتول او بنديانول له حقونو څخه څرګنده سرغړونه ده.)) هغه وويل، يو شمېر بندي شوي کوچنيان اوس خوشې شوي دي.


هغه زياته کړه: ((د کورنيو چارو وزارت د فارياب ولايت ته لارښوونه کړې، چې خاوندانو ته يې بېرته شته او مالونه وروسپاري. يو شمېر کليوالو پتېلې ده، چې بېرته کورونو ته ستانه شي او خپله شخړه هملته هواره کړي.))


د فارياب ولايت مرستيال سيد احمد سيد، وويل، هغه د خلکو له تېښتې خبر شوی دی: ((له دې امله چې هغوی ماته رانغلل، نو زه په لامل پوه نه شوم.)) هغه وايي: ((زه نه پوهېږم، چې نجيب په دې پېښه کې ښکېل دی او که نه، خو موږ هڅه کوو د پېښې اصلي اړخ ځانته معلوم کړو، بيا وروسته کولای شو، پرېکړه وکړو.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists