کونډې په دودونو کې ښکېل دي

کونډې ښځې نه شي کولای د شتو ټولنيزو دودونو له مخې د خپپل مېړه له مړينې وروسته په خپله خوښه واده وکړي.

کونډې په دودونو کې ښکېل دي

کونډې ښځې نه شي کولای د شتو ټولنيزو دودونو له مخې د خپپل مېړه له مړينې وروسته په خپله خوښه واده وکړي.

Friday, 18 November, 2005
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

دوه ويشت کلنه ساره د وردګو له ولايت څخه د مرستې لپاره د ښځو چارو وزارت ته راغلې ده. کله چې هغې خپله بورقه له سر پورته کړه، نو د مخ رنګ يې تک ژيړ او الوتی او سترګې په کولکو کې ننوتې وې. هغې وويل: ((که له ماسره مرسته ونه شي، نو ځان به ووژنم.))


ساره يوه کونډه مېرمن ده. هغه غواړي بيا واده وکړي. خو لېور يې ورته اجازه نه ورکوي. هغه وايي: ((که له بل چا سره واده وکړم، نو هغه به مې ووژني.))


افغانستان له ځوانو کونډو مېرمنو ډک دی. د پنځه ويشت کلنو جګړو او تاوتريخوالي له امله په هېواد کې د نارينه وو شمېره راټيټه شوې ده. د ښځو د چارو وزارت د حقوقو د څانګې د مشرې، فوزيې اميني يه وينا: ((زيات شمېر ښځې له هغه مهاله کونډې شوې، چې په 1979 کې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان يرغل وکړ او وروسته له هغې د افغانانو خپلمنځي جګړو دوام وموند.))


دا کونډې د افغاني کلتور او اسلامي شريعت تر منځ بندې پاتې دي. د افغاني کلتور له مخې هغوی يوازی د خپل مړه شوي مېړه له نژدې خپلوانو سره واده کولای شي. خو شپږ کاله دمخه د طالبانو د سخت دريځه رژيم پر مهال، دهغوی مشر، ملا محمد عمر يو فرمان خپور کړ او (کونډو) ښځو ته يې په خپله خوښه دواده کولو اجازه ورکړه.


څه کم درې کاله وړاندې، د طالبانو د واکمنۍ په ړنګېدو، د هغوی د خپلې خوښې لنډمهاله دوره پای ته ورسېده او کونډو مېرمنو ته د خپلې راتلونکې په هکله لږه خپلواکي پاتې شوه. که چېرته هغوی ته د بيا واده کولو اجازه ورکول کيږي، نو هغه به د هغوې له لېورنو او يا د مېړه له نورو نژدې خپلوانو سره وي.


ثريا له تېرو درېو کلونو څخه را په دې خوا کونډه شوې ده. هغې ای ډبليو پي ار ته وويل: ((زما خسر غواړي ما خپل 13 کلن زوی ته، چې هغه هم معيوب دی، واده کړي. خو زه نه غواړم له هغه سره واده وکړم.)) ثريا وايي د هغې پلار د هغې له خسر سره شخړه کړې او ډاريږي، چې هغه د تاوتريخوالي تر پولې ونه رسيږي.


ښايي ثريا بله چاره ونه لري. کله چې تر افغاني دود لاندې يوه ښځه واده شوه، نو هغه د خپل مېړه د کورنۍ غړې کيږي او له دې امله د خپل خسر د ارداې تابع ده.


شپېته کلن حاجي رضا خان، چې زوی يې مړ شوی او کونډه ترې پاتې ده، داخبره داسې کوي. ((که يوه کونډه د خپل خسر له کور څخه لاړه شي، نو هغه د يوې تښتېدلې ښځې په توګه انګېرل کيږي.)) هغه زياته کړه، کونډه بايد خپل لېور وکړي، که نه نو بايد د خپل خسر په کور کې پاتې شي.


حکومت د مرستې لارې چارې لټوي. فوزيې اميني ای ډبليو پي ار ته وويل: ((کونډه ښځه له لېور يا د مېړه له بل نژدې خپلوان سره واده کولو ته اړايستل يو ناوړه دود دی. موږ هڅه کوو په خلکو باندې ددې دود د اغېز مخه ونيسو.))


نوموړې وويل، زموږ وزارت له ملايانو او مذهبي مشرانو سره په ګډه کار کوي، ترڅو کونډو ښځو ته د زياتې خپلواکۍ لارې چارې رامنځته کړو.


اسلام کونډې ښځې د خپلو مېړونو له خپلوانو سره واده ته نه اړباسي. په کابل کې يو مذهبي مشر، شيخ زاده وايي، هغه خلک ناپوه دي، چې د کونډو ښځو د اختيار ازادي نه مني. هغوی د خپل دين لارښوونې نه پېژني. هغه ای ډبليو پي ار ته وويل: ((اسلام کونډو ته اجازه ورکوي، چې له خپلوانو يا پردو سره واده وکړي، په دې شرط چې تر پام لاندې شخص يې مسلمان وي.)) له نوموړي څخه پوښتنه وشوه، چې په دې هکله له طالبانو سره موافق دی او که نه، وايي: ((دا د خدای (ج) او د هغه د پيغمبر (ص) اراده (لارښوونه) ده، نه د ملا عمر.))


خو په افغانستان کې دود او دستور ژر له منځه نه ځي.


اووه ويشت کلنه حنيفه په ليک او لوست نه پوهيږي. هغه له تېرو دولس کلونو راهيسې کونډه شوې ده. هغې ای ډبليو پي ار ته وويل: ((هغه مهال چې ملا عمر خپل فرمان خپور کړ،ما له يو چا سره واده وکړ، چې د مېړه خپلوان مې نه و. درې کاله دمخه، کله چې طالبانو ماتې وخوړه، نو زما لېور له ما څخه زما څلور اولادونه يوړل.))


اوس حنيفه له خپل نوي مېړه څخه دوه اولادونه لري، خو هغه وايي: ((زما پخواني لېور ماته يو ليک رااستولی او ليکلي يي دي، چې اوس طالبان نه شته، زه به تا ژوندۍ پرې نه ږدم.)) هغه هم د ښځو چارو وزارت ته د مرستې په موخه راغلې وه.


خو د ښځو د چارو وزارت په دې هکله ډېر څه نه شي کولای او کتونکي له هغې سره موافق دي، چې د دودنو له منځه وړل ډېر سخت دي.


د بشري حقونو د خپلواک کميسون د يوې څانګې مشر، احمد شاه ميرداد وايي: ((دا خواشينوونکي پديده په افغانستان کې د پوهې د کچې د ټيټوالي له امله ده. تر څو چې د خلکو پوهه لوړه نه شي، دا دودونه به تر هغې له منځه ولاړ نه شي.))


Frontline Updates
Support local journalists