کوچيان له ژوند سره لاس او ګرېوان دي

کوچۍ مېرمنې غواړي چې کورنۍ يې تر سختو شرايطو لاندې سره يوځای وساتي.

کوچيان له ژوند سره لاس او ګرېوان دي

کوچۍ مېرمنې غواړي چې کورنۍ يې تر سختو شرايطو لاندې سره يوځای وساتي.

د کابل ښارپه لويديځې برخې کې د خوشحال خان مېنې د اغزو او دوړو په دې ناحيې کې ثريا تر يوې شليدلې اوټوټې ټوټې خيمې لاندې استوګنه کوي. د خيمې دننه څه شی نه شته او يوازې يوه پلاستيکي غالۍ په کې غوړېدلې ده.


هغه په داسې حال کې چې مېړه يې تر څنګ پروت دی، وايي: ((زموږ د اوسېدو خيمه ډېره زړه ده. کله چې باد لګيږي، زياتې دوړې اوخاورې دلته راوړي. زما ماشومان تل د سترګو له خارښت شکايت کوي. زه يې هېڅ په چاره نه پوهيږم.))


دا د 25 کلنې ثريا د ډاډ او خوښۍ لپاره څه نه شي کولای. د هغې مېړه او شپږ اولادونه د نورو بې شمېره کوچيانو په لړ کې دي. پښتانه کوچيان چې يوه پلا يې د خپلو څارويو له لارې ښه ژوند درلود، اوس په خوشحال مېنه کې اوسيږي.


کوچۍ ښځې غښتلې او سختې وي. دنورو افغاني ښځو برعکس دازاد خوی خاوندانی دي. هغوی د آی ډبليو پي آر ددې متن د ليکونکي خواوشاته راټولې شوي او په شورماشور هر يوه خپله خپله کيسه بيانوي او غواړي چې شکايتونو ته يې بايد غوږ ونيول شي.


يوې کوچۍ د يوې بلې ښځې کيسه وکړه، چې نه يې غوښتل ونومول شي: ((زموږ په ځای کې يوه ښځه وه. په امينداورۍ کې خرابه شوې وه. د هغې مېړه بېکار و. هغه پيسې نه درلودې، چې روغتون ته يې يوسي. هغه په پای کې مړه شوه.))


وارثه د 20 کلونوپه منګ ده. هغه لا اوس د درې ماشومانو مور ده. هغه وايي: ((موږ دومره ډېرې ستنوزې لرو، چې نه پوهيږم له کوم ځای څخه يې پيل کړم. موږ اوبه نه لرو، درمل نه رارسيږي، کار نه لرو، زما زوی ښوونځي ته د تګ پر ځای تر سوځېدونکي لمر لاندې لوبې کوي.)) هغه وايي: ((حکومت په موږ پام نه کوي؟ هغوی ولې موږ له دې ناوړه ژوند څخه نه خلاصوي؟))


مسلمه دوه ويشت کلنه ده، تورې او ګلابي جامې اغوندي. لوی حجاب يې په خپل مخ او ځان غوړولی وي. شپږ مياشتې کيږي، چې واده شوې ده.


هغه د خپلې خيمې په يو کونج کې ناسته ده، خپه او مايوسه ښکاري، هغه وايي: ((زما مېړه وزګار دی. زه له ډېرې مودې راهيسي ناروغه يم. خو د درملنې پيسې نه لرو. زه نه پوهيږم څه وکړم. زموږ ولسمشر، چې ماته يې نوم هم نه راځي، زموږ سره د مرستې لپاره هيڅ کار نه دی کړی. ايا موږ افغانان نه يو؟ حکومت يوازې له هغو خلکو سره مرسته کوي، چې په ښارونو کې اوسيږي او کورنه لري. ))


د افغانستان کوچيان د وروستيو کلونو ناتار او کړاو ډېر سخت ځپلي دي. هغوی د جګړې له امله بېځايه شو. د هغوی څړځايونه له ماينونو ډک شول. او کرکيله يې د تېرو اوو کلونو وچکالۍ خپل کومي ته واچوله.


د ورستنيو رسمي شمېرنو له مخې، چې د اويايمو کلونو په وروستيو کې ترسره شوې وې، هغه خلک چې د کوچيانو په نوم ونومول شول، چې له نورو توکمونو څخه جلا دي او شمېر يې تر 7 .3 ميليونه پورې رسېد. خو په سمه توګه نه شي ويلای، چې د هغوی څومره نفوس به اوس په افغانستان کې اوسيږي. ځکه زيات شمېر په پاکستان کې د کډوالو په کمپونو کې ژوند ته اړايستل شوي او يا له ښاري ژوند سره يې ځانونه سم کړي دي، ځکه د هغوی بدوي لاره ورو ورو بدله شوه.


يوه لومړنۍ شمېره وايي، چې د هغوی شمېره اوس له 5 .1 مليونو څخه زياته نه ده او رښتينې شمېره يې ښايي ترشپږ مليونوپورې راټيټه شي.


په نوي پارلمان کې کوچيانو ته د ښځو د دريو څوکيو په ګډون، لس څوکۍ بيلې شوې دي، چې د وږي د مياشتې په پای کې به رامنځته شي. هغوی وايې، دا څوکۍ بس نه دی او وايې چې په 249 کسيز پارلمان کې به لږ ځواک ولرو. د زياتو ځبېښل شويو کوچيانو لپاره دا خبره د مرکزي حکومت له خوا د بې پروايۍ يا يوې خواته د پرښودلو مانا لري.


کوچيانو ته د کلينيکونو، ښوونځيو اونورو اسانتياوو د برابرولو خبره تری تم شوه. هغوی وايي، هغوی بېوزلي، ناروغ او ناپوهه پاتې شوي دي.


کوچۍ مېرمنې د بار خوږ په خپلو اوږو وړي. د طبي څارنې د کموالي له امله په هغوی کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ډېره لوړه ده او په زوکړې (توالد) پورې اړوندې ناروغۍ اندازه کې پورته ده.


پنځه ويشت کلنې ذاخېلۍ، د خپل ناروغه مېړه څنګ ته ناسته، چې په لغړه ځمکه پروت او چرګان يې په سر ټونګې وهي، وويل: ((نه راسره حکومت مرسته کړې او نه د ښځو د چارو وزارت. موږ کلينيک نه لرو، نه داسې څوک شته چې کور ته يې راوغواړو، نه د څښلو اوبه لرو. هېڅوک د کوچي ښځو د ژوند په اړوند پوښتنه نه کوي.))


د ښځو د چارو د وزارت وزيرې، مسعودې جلال د کوچي ښځو له ډاروونکې ژوند خبره ده. هغې په ټينګار وويل، چې د هغې وزارت له خپل توان سره سم له کوچيانو سره مرسته کوي. هغې وويل، د هغې وزارت يوه سروې سرته رسولې، د ستونزو په هکله يې معلومات راټول کړي او پايلې يې حکومت ته وړاندې کړي دي.


هغې وويل: ((موږ رپوټونه د و زيرانو شورا ته وړاندې کړي. د رپوټونو له منلو وروسته شورا د ستونزو د حلولو لپاره اړوندو وزارتونو ته دنده وسپارله.))


د قومونو او سرحدونو چارو دوزارت معيين، محمد عمر ببرکزی دا مني، چې کوچيان د ټولنې د تر ټولو بېوزلی پوړکی دی.


هغه وويل، دوه کاله وړاندې د اتو وزارتونو د استازو په ګډون يو پلاوی رامنځته شوی تر څو د کوچيانو د ماشومانو لپاره د ليک لوست غم وخوري هغه پلاوي وپتېله چې په ټولو مرکزي ولايتونو کې د کوچيانو لپاره لومړني ښوونځي جوړکړي، خو په دې لاره کې لږ پرمختګ شوی دی.


هغه وايي: ((موږ تېره مياشت اجازه تر لاسه کړه، چې په مرکزي ولايتونو کې لومړني ښوونځي پرانيزو. اوس موږ د ماليې له وزارت سره په تماس کې يو، چې د نوموړو ښوونځيو د جوړولو لپاره راته بودجه چمتو کړي.))


د ببرکزي کميسيون د روغتيايي ستونزو په هکله هم خپلې هلې ځلې کوي.


هغه وايي: ((موږ د روغتيا له وزارت سره په تماس کې يو، ترڅو د کوچيانو د تګ راتګ په ځايونو کې ګرځنده کلينيکونه جوړ کړي. ))


د ببرکزي د وينا له مخې غير حکومتي موسسې هم د مرستې لپاره هلې ځلې کوي. خو کوچۍ ښځې وايي، چې غيرحکومتي موسسو د هغوی لپاره هيڅ هم نه دي کړي.


ثريا وايي: ((دا بهرنيان ولې زموږ هېواد ته راغلي دي، چې زموږ سره مرستې نه کوي. موږ ډېر خوشحال و، چې په هېواد کې مو امنيت ټينګ شو. خو اوس ګورو چې هېڅوک هم زموږلپاره کار نه کوي.))


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو دپراختيا د برخې مسووله، هما سلطاني د کوچيانو د کړاوونو په هکله د څرګندولو په اړه زړه نازړه وه.


هغې وويل: ((موږ يوازې د يو مليت يا قوم ملاتړ نه کوو. موږ د ټولو افغانانو ملاتړ کوو.)) سلطاني وويل، چې د کوچيانو کومه مېرمن تر اوسه پورې زموږ ادارې ته د شکايت لپاره نه ده راغلې.


((که هغوی راشي، نو موږ به وکړای شو، له هغوی سره مرسته وکړو. ټول افغانان د اساسي قانون له مخې يوشان حقونه لري.))


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists