خوابدي او نهيلي قرغيزيان په بوتل کې تسل لټوي

د نهيلۍ او خوابدۍ د احساس له امله ښاري زيات شمېر مېرمنې (د الکولو) څښاک ته مخه اړوي.

خوابدي او نهيلي قرغيزيان په بوتل کې تسل لټوي

د نهيلۍ او خوابدۍ د احساس له امله ښاري زيات شمېر مېرمنې (د الکولو) څښاک ته مخه اړوي.

Thursday, 22 September, 2005

هغه مهال چې شايربو حکمتوا هر سهار له خوبه پاڅيږي، سر يې له زغم وتلی خوږ کوي، چې يوازې يو شی يې ښه کولای شي او هغه د ځايي هټۍ 100 ګرامه ودکا ده.


حکمتوا د قرغيزستان د نارين د غرنۍ سيمې د يو کلي اوسيدونکې ده. هغه خپله پاتې ورځ بېخوده تېروي. هغه د مخ په زياتېدونکو قرغيزي مېرمنو په ډلې کې ده، چې د ورځني ژوند له تريخ واقعيت څخه يې شرابو څښلو ته پناه وړې ده.


حکمتوا وايي: ((زه نه پوهيږم، چې د هټۍ د خاوند به څومره پوروړې يم. هغه ماته هره ورځ قسم خوري. تېر ځل مې ورته په پور کې يو ه چرګه ورکړه. اوس نه پوهيږم، چې څه شی به ورکوم.))


هغې وويل، د هغې ستونزه د نوي يمو کلونو په منځ کې هغه مهال پيل شوه، چې هغه له خپل مېړه سره د کار لپاره روسيې ته لاړه. هلته ژوند ډېر ګران و او دواړو په شراب څښلو پيل وکړ.


هغه وايي: "هره ورځ مې اعصاب پسې خرابېدل. ما هېڅ پيسې نه شوې ګټلاى. په ماښام کې له کاره وروسته به دې څه کول؟ د ستونزمن ژوند د هېرولو لپاره ښځو او نارينه وو به ودکا څکله. ما هم په الکولو څکلو پيل وکړ."


قرغيزستان ته د هغوى په راستنېدو کارونه سم شوې نه و. د هغې مېړه د شرابو د څکلو له امله مړ شو او حکمتوا په پورونو کې ډوبه شوه. هغې خپل کوچنيان د خپلوانو کره کلي ته ولېږل او په خپله هم ډېر ژر له خپلو پوروړو څخه وتښتېده.


حکمتوا وويل: "زما اولادونه زما درناوى نه کوي. څوک به د هغه مور درناوى وکړي، چې هره ورځ چېرته نيشه پرته وي؟ زه غواړم، چې نور (شراب څکل) بس کړم. خو نه پوهيږم، چې څنګه؟ څوک به له ما سره د شرابو په بندولو کې مرسته وکړي؟ "


سره له دې چې هغه په الکولو باندې له روږدې کېدو څخه منکره ده. دا داسې يو خوى دی، چې د قرغيزو په ټولو کليو کې يوه عادي خبره ده او د ښکاره بېلګو سره سره زړه نازړه دي، چې په خپلو ستونزو باندې خوله وخوځوي. آن هغه ښځې چې د شرابو له څکلو څخه د ځيګر د راولاړې شوې ناروغۍ له امله مري، په رسمي توګه د يو بل شي له امله د مړينې په لست کې نيول شوي دي.


د قرغيزستان په سهيل کې د يو بل غرني کلي سربولاک اوسيدونکي حکمت کالبايوف وويل: "زموږ ښځې کله ناکله شراب څښي.خو دې کار ته الکوليزم نه شي ويلاى. ته زياتى کوي."


د سرپولاک د کلي اوسيدونکې، ګلناره مرتووا اووه اته کاله دمخه د نهيلۍ او د هغې د مېړه د شرابو د څکلو له امله د شرابو په څکلو پيل وکړ. د هغوى دواړو تر منځ غالمغال او ناندرى ټول کلي اوري.


ګلناره وايي: "زما ميړه شراب څکي او ما ډبوي. موز پيسې نه لرو. کوچنيان په بېوزلتوب کې رالوى شول. کله ناکله مې زړه کيږي له دې ټولو څخه وتښتم." هغه زياتوي، زيات شمېر خلک چې په غره کې ژوند کوې، په دې اند دي، چې ودکا د هغوى د روغتيا لپاره ښه ده او کېداى شي د درملو په ځاى وکاريږي.


سياسي څيړونکي، نو رعمروف وايي، د شوروي اتحاد د رانکسورېدو راهيسې او د هغه سخت او وچ ټولنيز جوړښت سره چې د کمونيزم له رژيم سره راغى، د ښځو شرابو په څکلو کې زياتوالى راغلى دى. دا لامل له دې حقيقت سره غاړه شو، چې له ښځو څخه د پخوا په پرتله د ډېرزيات کا رغوښتنه کيږي.


عمروف وايي: "زه په رښتيا سره له خپلو ښځو سره خواخوږي لرم. ځکه په دې وروستيو کلونو کې بې شمېره ستونزې د هغوى په اوږو ورولوېدې. زموږ ښځې په حقيقت کې سړي شول. هغوى مجبورې دي، خپلو کوچنيانو ته خواړه چمتو کړي او پيسې وګټي."


"له هغې سره سم، د نارينه وو د ټولو مهارتونو سره هغوې د نارينه وو د دندو په لاس ته راوړلو پيل کړى دى. "


"ښځې په ټولنې کې د موجودو نابرابريو له امله الکوليزم ته راکښل شوي دي. يو سړى کولاى شي خپل کار وکړي او دمه وکړي. خوښځې د کوچنيانو، کور او ميړونو ساتنه او په هغوى باندې پام کوي. دا د ښځو لپاره ډېره ګران کار دى."


تورسونبيګ اکون، د جمهوري رياست د بشري حقونو د کميسيون مشر ، په دې اند دى، چې زياته بې روزګاري او په کليو کې د ژوند بې خوندي، چې د وخت د تېرولو لپاره څه شى نه شته، د الکولويزم له زياتوب سره مرسته کړې ده.


هغه وايي: "په کليو کې نه تياتر شته او نه کلوپونه، چې سړى په کې وزګار وخت تېر کړي. خلک د وخت د تېرولو لپاره له شرابو پرته بل شى نه لري."


د ښځو د ناتار د سيزم د مرکز مشره وايي، موجود ناوړه حالت د اعلانونو له امله نور هم پسې ناوړه کيږي.


بوبو سراريسوولوا وايي، "په بل داسې کوم هېواد کې، لکه دلته الکوليزم دومره پياوړي تبليغات نه کيږي. هغه کمپنۍ چې الکول پلوري، زموږ خلک د شرابو په څکلو راولي. "


آى ډبليو پي آر په بشکيک کې د نارکولوژيک په ملي مرکز کې له انارا سوراناوه سره وليدل، چې د درملنې لپاره له يو کلي څخه راغلې وه.


سره له دې چې په نيشه يي توکو باندې د روږدو کسانو مرکز کې هره اوونۍ د ٦٠ تنو د راتګ له امله خورا زيات بېړوبار و، سوراناوا وايي، دا د قرغيز مېرمنو لپاره يوه نادره خبره ده، په تېره بيا چې په کليو کې مرسته وغواړي.


هغې وويل: "له ښار څخه زيات شمېرخلک دلته راغلي دي. ښځې د هغوى د خپلوانو او کوچنيانو له خوا دلته په زور راوستل شوي دي. سوچ وکړه ، چې څومره پټ شرابيان به په کورونو کې وي او په يوازې ځان به له ستونزو سره خپلې پښې راکاږي."


د مرکز ډاکټره نورګل داني ياروا له هغې سره يوه خوله ده، چې ښځې ډېرې کمې په خپله خوښه راځي.


هغه وايي: "يوازې پرون يوه ښځه له کوچکور (د نارين يوکلى) څخه د الکوليک سايکوسيس حالت کې موږ ته راغله. هغې خبرې نه شواى کولاى او نه تشناب ته پخپله تلاى شوه."


موز ډاډه نه يو چې هغه به بېرته عادي ژوند ته راوګرځولاى شو. خو د هغې خپلوانو موږ ته زارۍ کولې چې هغه واخلو. هغوى به هم پوهېدلي وي. له الکوليک سره ګوزاره ډېره ډاروونکي ده. "


حکومت لږ تر لږه د ستونزې له موجوديت څخه هم خبرې نه کوي.


د ټولنيزو چارو لپاره د صدراعظم مرستياله، ايشينګل بولجوروا وايي، ٤٢ مليونه ليتره ودکا او ٣٩ مليونه لېټره بير پروسږکال د قرغزستان په پنځو مليونو نفوسو پلورل شوي دي، چې د اکار د يو ګام د اخيستلو غوښتنه کوي.


هغه د يو څو اړخيز پروګرام وينا کوې، چې موخه به يې په لومړي ګام کې د نيشه يي توکو او الکوليزم مخنيوى وي او ورپسې د بيارغاونې مرکزونو جوړېدل دي، چې له روږدو کسانو سره مرسته وکړي.


هغه وايي: "الکوليزم په دې هېواد کې مخ په زياتېدو دي. دا کار د بېلا بېلو ناروغيو د جرمونو او جنياتونو د پرمختګ، د اخلاقي او دوديزو ارزښتونو له لاسه ورکولو او د کورنيو د ړنګېدو لامل کيږي."


په نارين کې شايربو حکمتووا وايي د کلي ژوند د پېژندلو نه دى. د هغې ګاونډيان ميړه او مېرمن دواړه په الکوليزم کې ډوب شوي دي.


هغه وايي: "ټول نارينه شراب څکي. آن د يوازيني ښوونځي سرښوونکى کار ته نيشه راځي. .. (او) ښوونکي يو له بل څخه شاته پاتې نه دي. خلک په ودونو کې شراب څکي او په جنازو کې خو لا تر ټولو زيات شراب څکي. نارينه چې نيشه شي، (په خپلو منځونو کې) جنګونه کوي. ښځې په لاره بې موازنې ځي او د کلي په عمومي واټونو سندرې وايي. هيچا ته دا کار نور ناسم نه بريښي."


Frontline Updates
Support local journalists