اختر راورسېد

په داسې حال کې چې يو شمېر خلک د اختر د رارسېدو له امله د بيو له لوړېدو اندېښنه لري، خو له هغې سره بيا هم نه شي کولای له نرخه ووځي.

اختر راورسېد

په داسې حال کې چې يو شمېر خلک د اختر د رارسېدو له امله د بيو له لوړېدو اندېښنه لري، خو له هغې سره بيا هم نه شي کولای له نرخه ووځي.

له لوی اختر څخه دمخه د يکشنبې په ورځ د کابل د خيرخانې مېنې د مريم د ليسې په بازار کې د پښې ايښودو ځای نه و. خلکو د اختر لپاره کلچې، خوږه، ميوه او جامې اخيستې. د هټيو مخې ته ځای نه و، کراچيو او لاسې ګاډو د خلکو تګ راتګ مخه ډب کړې وه. د مريم د ليسې د بازار د يو هټيوال، ميرويس فيضاني په وينا بېړوبار خوشې په خوشې جوړ شوی و. د خلکو د بېوزلتوب او د پيسو د نشتولي له امله د تېرو کلونو په پرتله پېرو وپلور ډېر سوړ دی.


اته ويشت کلنه کريمه، چې له خپل زوی سره په بورقه کې د اختر په ورځو کې د خپلو اولادونو لپاره د نويو جامو د پېرودلو لپاره هلته راغلې وه، وايي: ((اختر راروان دی، که د خپلو اولادنو لپاره جامې وانخلم، نو خپه کيږي.)) کريمه درزي ده، په کور کې د خلکو جامې ګنډي او ميړه يي دولتي دنده لري، وايي چې سږکال د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دی.


اته کلن ميرويس له هټۍ بهر له خپلې مور سره ولاړ دی. هغه د اختر ورځو ته ډېر هوسيږي. هغه وايي: ((زه به د اختر په ورځو کې نوې جامې واغوندم او د خپل نيکه کره به ولاړ شم، چې د اختر پيسې راکړي.)) د اختر په ورځ د دود له مخې لويان، په تېره بيا نزدې خپلوان، کوچنيانو ته داختر پيسې ورکوي.


له اختر څخه يوه اوونۍ دمخه، د اختر لپاره د جامو او مېوو پېرودلو برسېره، خلک خپل کورونه رنګوي، ښځې کورونه پاکوي او د اختر د ورځو د خوښيو لپاره يې چمتو کوي. کوچنيان، په تېره بيا ښځې، په لاسونو نکريزې ږدي.


لوی اختر دهغو دوو اخترو په ډلې کې دی، چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې په خوښيو لمانځل کيږي. کوچنی اختر يا عيدالفطر د روژې مبارکې مياشتې په پای ته رسېدو لمانځل کيږي.


سږکال لوی اختر د سلواغې د مياشتې په 30 راغی. دغه نېټه د مسلمانانو په قبله کې د حاجيانو په مذهبي مراسمو پيل کيږي او د حضرت ابراهيم خليل الله هغه شېبه يادوي، چې خپل زوی، حضرت اسمعيل يي د خدای په امر قرباني کولو، خو لوی خدای په خپل کرامت د اسمعيل پر ځای يو پسه د هغه په پښو کې واچاو ا و هغه يې حلال کړ.


افغانان له خپلې وسې سره سم، په دې موقع د خپل مذهبي مکلفيت د سرته رسولو په خاطر، يو څاروی قرباني کوي او غوښه يي په خپلوانو، ګاونډيانواو بېوزلو باندې ويشي.


د کابل ښار د ابن مسعود د جومات امام، مولوي ذبيح الله وويل، هر شتمن مسلمان بايد، پسه، وزې، غوا، غوايي، مېښه يا اوښ قرباني کړي. نوموړي وويل، پسه يا وزه د يو نفر له خوا قرباني کيږي او په غوا، غوايي، اوښ او مېښه کې له يو څخه تر اوو تنو پورې برخه اخيستلای شي.


اته ايتا کلنه نازي، چې په خپل کور کې په بستر کې پرته ده، وايي، د هغې له وړکوالې راهيسې په اخترونو کې زيات توپير راغلی دی. د څاروي قرباني لا د پخوا په څېر روانه ده، لمونځ هم همداسې درواخله، خو پخوا به خلکو کيک، کلچې او خواږه نه اخيستل. ښځو به په کورونوکې ډوډۍ او ښورا پخوله. ښورا او ډوډۍ به يې جوماتونو ته وړله، لوی دسترخوان به يې هوارولو او له لمانځه څخه وروسته به په ګډه خلکو خوړل. په هغو ورځو کې به خلکو په کورونو کې خمتا اوبدله او له هغې به يې جامې جوړولې، له بازار څخه به يې ګران بيه ټوټې نه اخيستې. ځوانانو او پېغلو به ځانونه سينګارول، رانجه به يې پورې کول او په يو لوي ميدان کې به يې لوبې کولې او هګۍ به يې جنګولې.


کوژده شويو ځوانانو ته اختر ډېر ګران پرېوزې. هغوی بايد د خپلو کوژدو لپاره سوغاتونه او جوړې واخلي، خسرګنۍ او خپل ځان لپاره نوې جامې جوړې کړي.


پنځه ويشت کلن محمد رفيق، چې له تېرو دو کلونو را په دې خوا يې کوژده کړې، وايي، سږکال د تېر کال په څېر دې ته اړ دی، چې خپلې کوژدې او خسرګنۍ ته د ګاڼې او د اختر د ميوې په ګډون جوړې او سوغاتونه واخلي. رفيق دا ټول يو ((اضافي لګښت)) بولي. هغه اندېښنه لري، چې ښايي اوس ونه توانيږي، واده وکړي او اړ دی، چې د جوړې او سوغاتونه لپاره له چا څخه پور واخلي. هغه وايي تر اوسه د هغه او د هغه د کوژدې د کورنيو تر منځ د اختر د جوړې او دود او دستور په اړوند څو ځله لفظي تاوتريخوالی راغلی دی. نوموړې وويل: ((سږکال دومره پيسې نه لرم، چې په اختر کې يي ولګوم. حيران يم څه وکړم. که اختری (جامې جوړې) يونه سم، نو خلک به راپورې وخاندي.))


اتلس کلنه بېنظير له يوکال راهيسې کوژده شوې ده. د هغه نامزد دولتي مامور دی. هغه پوره پيسې نه لري، خو د هغې کورنۍ له هغه څخه د ډېرو جوړو جامو هيله لري. بينظير د خپلې کورنۍ له غوښتنې سره موافقه نه ده، وايي، هغوی يوازې له خلکو سره سيالي کوي.


داخترونو يوازې ايکي يو دود شته، چې پيېسې پرې نه لګيږي. هغه عفوه او بښل دي. اخترونه داسې يوه شېبه ده، چې خلک بايد خپل خپګان او اختلافونه يوې خواته پرېږدي، د يو او بل کورنو ته ورشي او يوبل ته تر غاړې وځي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists