خصوصي پوهنتونونه د افغاني محصلانو د لارې خنډ شوي دي

د پوهنتون محصلان وايي، د زده کړې د ډېری موسسو موخه یوازې پیسې پیدا کول دي.

خصوصي پوهنتونونه د افغاني محصلانو د لارې خنډ شوي دي

د پوهنتون محصلان وايي، د زده کړې د ډېری موسسو موخه یوازې پیسې پیدا کول دي.

Young women study at an Afghan university. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)
Young women study at an Afghan university. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)
Thursday, 25 January, 2018

خاطره سادات د بغلان د یوه خصوصي پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې د خپلو زده کړو د پیلولو خوشحالي یادوي.

خو اوس ډېره پښېمانه ده چې پېسې او وخت يې هسې وړیا له لاسه ووت او هیڅ گټه لاسته نشي راوړی.

سادات وویل: «ما د اقتصاد په پوهنځي کې په ډېره مینه په زده کړه لاس پورې کړ، چې له فراغت وروسته به یوه ورځ په کوم بانک کې کار وکړای شم.» هغې د اړوند پوهنتون نوم وانخیست، ځکه لا تر اوسه هلته زده کړه کوي.

«اوس ډېره اندېښمنه یم، ځکه د خصوصي پوهنتون او دولتي پوهنتون ډېرو ملگرو راته ویلي چې د خصوصي پوهنتونونو دپلوم ته ارزښت او اعتبار نه ورکول کیږي.»

د هغې په څېر د بغلان ولایت نورې زده کوونکې ورته ډار لري او وايي چې د زده کړې معیار ډېر ټیټ او خپلولي او واسطه پکې ډېر رول لري.

د یوه بل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي یو محصل، احمد جاوېد، چې ويې نه غوښتل د پوهنتون نوم يې  واخیستل شی، وویل: «کورنۍ مې بېوزلې ده. زما د [پوهنتون] د حق الزحمې د پیدا کولو لپاره شپه او ورځ سخت کار کوي، تر څو د عالي زده کړو د یوه فارغ په توگه ښه دنده تر لاسه کړم. خو له بده مرغه د پوهنتون د تدریس کچه ډېره ټیټه ده او وبه نشم کړای د هغوی هیلې پوره کړم.»  

هغه په دوام وویل، استادان په خپل مضمون کې لازمه پوهه نه لري او د محصلانو بریالیتوب له استادانو سره د هغوی له شخصی اړیکو سره تړاو لری.

هغه وویل: «یو محصل چې په خصوصي پوهنتونونو کې زده کړه کوي او د پوهنتون مقررات په پام کې نیسي، په ازموینو کې له دې امله چې زورواکي ملگري نه لري، ټیټې نومرې اخلي. برعکس هغه محصلان چې پیسې او گټور ملگري لري، لوړې نومرې تر لاسه کوي.»

د یوه بل خصوصي پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د درېم کال محصلې، نیلاب احمد زاده چې په ورته ډول يې د پوهنتون نوم وانخیست، وویل، لا دمخه يې د ښځو په وړاندې د محافظه کارانه چلن په اړه مبارزه کړې، خو اندېښنه لري چې کېدای شي هڅه يې نتیجه ورنه کړي.

هغې وویل: «ما دا منلې چې ښايي په کورنۍ او ټولنه کې له زرگونو ستونزو سره مخ شم، ځکه غوښتل مې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، خو د خپلو زده کړو له کیفیت څخه هیڅ خوشحاله نه یم. ډېری استادان د پوهنتون له خوا د شخصي اړیکو له مخې گومارل شوي، نه د پوهنتون د اصولو او مقرراتو له مخې. د خپل مضمون په اړه سمه پوهه نه لري. آن داسې [استادان] موجود دي چې زموږ له پوهنتون څخه نوي فارغ شوي او عمده مضامین تدریسوي.»

احمدزاده وویل، استادان د زړه په خوښه کار کوي او زیاتره نژادي اړیکې پالي.

هغې وویل: «دا د زده کړې او روزنې مرکز دی، باید نژادپالنې او پلویتوب ته هیڅ ځای نه وي، خو له بده مرغه د پوهنتون استادان خپلولي پالي او دا د محصلانو په وړاندې لویه ننگونه ده.»

د افغانستان د اساسي قانون د ۴۶ مادې د حکم او د لوړو زده کړو د مقررې د ۳۳ مادې له مخې د لوړو زده کړو نژدې ۱۳۰ موسسې په افغانستان کې تاسیس شوې دي

د بغلان په ولایت کې دغه راز شپږ موسسې جوړې شوي دي. اکاډیمیک چارواکي وايي، د هغو محصلانو لپاره، چې د دولتی پوهنتونونو په کانکور ازموینه کې د بریالیتوب نومرې تر لاسه نه کړي، په زړه پورې زده کړې چمتو کوي.

د حکیم سنايي خصوصي پوهنتون رئیس، خیرالدین فیاض وویل: «کېدای شي د خصوصي پوهنتونونو په محصلانو کې یو څه نارضایتی موجوده وي، خو موږ هڅه کوو چې د هغوی ستونزې هوارې کړو.»

«موږ هڅه کوو د لیسانس او ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو تجربه لرونکي استادان وگومارو. محصلانو ته مو د زده کړې اسانتیاوې، لکه سمبال کتابتون، کمپیوټرونه او داسې نور په پوهنتون کې چمتو کړي دي.»

د حکیم سنايي د پوهنتون استاد، سید علي فضل د تدریس د کچې د ټیټوالي خبره ونه منله، ويې ویل، د پوره دقت له مخې د لوړو زده کړو لرونکي استادان استخداميږي.

هغه وویل: «په دې پوهنتون کې ټول تدریسي مضامین د لوړو زده کړو وزارت له خوا تصویب شوي دي.»

د رویان د لوړو زده کړو د موسسې رئیس، سنجر غفاریان اعتراف وکړ چې د لوړو زده کړو د یو شمېر خصوصي موسسو د تدریس معیار ټيټ دی.

هغه وویل: «په هر پوهنتون کې د زده کړې کیفیت له تر پوښتنې لاندې موسسې او ادارې سره تړاو لري. له دې څخه سترگې نشي پټیدای چې یو شمېر خصوصي پوهنتونونه یوازې محصلانو ته د ښې زده کړې پر ځای بریلیک ورکوي.»

هغه وویل، د رویان انستیتوت چې د لوړو زده کړو له وزارت سره له سلا مشورو وروسته د تدریس چارې پر مخ وړي، له دې امله يې د تدریس کیقیت لوړ دی.  

سیمه ییز چارواکي موافق دي چې په دغه ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو په اړوند ځینې ستونزې شته، خو وايي لگیا دي له استاذانو سره د ستونزو په هوارولو کې کار کوي.

د بغلان د والي ویاند، محمود اکمل وویل: «له دې څخه سترگې نشي پټیدای چې په خصوصی پوهنتونونو کې یو څه ستونزې شته، خو د بغلان ولایتی اداره هلې ځلې کوي چې د خصوصی پوهنتونو له ادارې او استاذانو سره د دغو ستونزو د هوارولو لپاره خبرې اترې وکړي.»

د بغلان د دولتي پوهنتون مرستیال رئیس، مولوي لیاقت وویل، په دغه ولایت کې یو شمېر ښه خصوصي پوهنتونونه پر فعالیت بوخت دي.

هغه وویل: «زما په اند خصوصي پوهنتونونه په خپلو کې توپیر لري، یعنې څنگه کولای شي د خپلو فعالیتونو او همدارنگه د تدریس د کیفیت مدیریت وکړي. داسې یو شمېر پوهنتونونه په بغلان ولایت کې شته چې چې ښه تدریسي معیار او زموږ په څېر پوهنیزې اسانتیاوې، لکه: کتابتون، لابراتوار او د لوړو زده کړو لرونکي استادان لري.»

نوموړي په دوام وویل: «د بغلان یو شمېر خصوصي بوهنتونونه د دې لپاره تاسیس شوي چې له خلکو څخه پیسې ترلاسه کړي او په دې توگه محصلانو ته دپلومونه ورکوي چې هیڅ پوهه نه لري.»

د لوړو زده کړو ویاندې، عارفې پیمان آی ډبلیو پي آر ته وویل، یوې کاري کمیټې په دې وروستیو کې پر ښوونیز نصاب له سره کتنه پیل کړې چې په ټول هېواد کې یو خېل معیار پلی کړي.

خو یو شمېر زده کوونکو ته دا یوه ناوخته خبره ده.

فرحناز بهرامي یو کال دمخه د حکیم سنايي په پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو په څانگه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

بهرامي وویل: «تر اوسه نه یم توانېدلې چې په خصوصي ادارو یا دولتي سکتور کې کومه دنده ومومم. کله چې د دندې لپاره غوښتنلیک وړاندې کوم، نو له پامه غورځول کیږم. کله چې د نه منل کېدو د دلیل پوښتنه وکړم، راته وايي، د خصوصي پوهنتونونو دپلوم د اعتبار وړ نه دی.»

Frontline Updates
Support local journalists