کرزي په هلمند کې سختې اوتوندې خبرې وکړي

ولسشمر په ناکراره ولايت کې په تونده ژبه يوه وينا واوروله او له خلکو يي وغوښتل چې خپل امينت په خپله وساتي.

کرزي په هلمند کې سختې اوتوندې خبرې وکړي

ولسشمر په ناکراره ولايت کې په تونده ژبه يوه وينا واوروله او له خلکو يي وغوښتل چې خپل امينت په خپله وساتي.

Wednesday, 11 April, 2007
29 د هلمند اوسيدونکو ته په ډېره سخته او تونده ژبه خبرې وکړي او هغوی يي په خپل ولايت کې د تاوتريخوالي او بغاوت په رامنځته کولو تورن کړل.



هغه څه نا څه 2000 استازو ته د لښکرګاه په مرکزي جومات کې په خورا تونده ژبه وويل: "زه په پاکستان او نورو هېوادونو پړه نه اچوم. زه په تاسو پړه اچوم، په ځايي خلکو. تاسو ستونزې راولاړوئ. تاسو په خپل ولايت کې امنيت نه غواړئ."



دا له هلمند څخه د کرزي لومړنۍ ليدنه وه، چې د افغانستان له 34 ولايتونو څخه تر ټولو ستونزمن ولايت ګڼل کيږي. د تېر کال په بهيرکې بمي چاودنې، برمته کول او وژنې له هغه مهاله دوه هومره شوي، چې طالبانو له ګاونډي ولايت کندهار څخه هغه ولايت ته مخه کړې.



هلمند همدا راز د کوکنارو د کر کيلې مرکز هم دی. د افغانستان د اپيمو د ټول حاصل په سلو کې څلوېښت يي دلته توليديږي. يوازې دا توليد هلمند د نړۍ د اپينو تر ټولو ستر توليدوونکی جوړوي. اپين د هيروينو د جوړولو خام توکي دی.



د فبرورۍ په مياشت کې طالبانو د موسې کلا ولسوالي ونيوله. دا هغه ولسوالي وه، چې د طالبانو، د کلو د مشرانو او برتانوي پوځ تر منځ د تېر کال د اکتوبر په مياشت کې پرې په يو نانديز اوربند سلا شوې وه. برتانويانو له هغه ولسوالۍ څخه په شاتګ باندې موافقه وکړه او په بدل کې ځايي مشرانو موافقه وکړه، چې دغه ولسوالي به له بغاوت او شخړو څخه ليرې ساتي.



خو په موسی کلا باندې د ناتو تر بريدوروسته چې د هغه ځای يووتلی قوماندان په کې ووژل شو، طالبانو د کلي مشران د ولسوالۍ له مرکز څخه وشړل او خپل بيرغ يي په کې وځړاو.اوسيدونکي له اوونيو اوونيو را په دې خوا لاس تر زنې ناست او د حکومت غبرګون ته سترګې په لارې دي.



د مارچ په 29 کرزي وويل: "زه نه غواړم چې موسی کلا د زورله لارې ونيسم. زه غواړم ستونزې له ټولو اړخونو سره د خبرو اتروله لارې حل کړم. زه طالبانو ته وايم، چې بريدونه ودروي. زه هغوی ته وايم، تاسو ولې خپل خلک وژنئ؟"



په لښکرګاه کې امينت ټينګ نيول شوی و، چې تر مخه يي کومه خبرتيا ورکړ شوې نه وه. ټول سړکونه د ترافيکو پرمخ تړلي و. هټۍ او دفترونه بنو و. جيټونو او څرخي الوتکو کرۍ ورځ د ښار دپاسه غړومبار جوړ کړی و.



ولسشمر خپل ساتونکي له ځان سره راوړي و. هغو یپه ډېر ځير خلک په جومات کې څارل. په بلل شوو خلکو کې ملايانو، مشرانو او سپين ګيرو، زده کوونکو او همدا راز ځايي رسنيو ګډون کړی و.



خبريالان هم تالاشي کېدل. د هغوی وسايل د چاودېدونکو توکو لپاره د روزل شوو سپو له خوا بوی کېدل. راغونډو شوو خلکو ته ترمخه نه ويل شوی، چې څوک خبرې کوي.



امنيت د هلمند ستره ستونزه ده او ټول خلک په همدې هکله سوچ کوي. کرزي هيڅ نه غوښتل په هغوی لاس راکاږي. هغه وويل: "کله چې لښکرګاه ته راننوتم. ما له ډېرو پوليسو اوسرتېرو څخه د هغوی د ځای او کور پوښتنه وکړه. ما يوازې يو تن وموند، چې د هلمند و. هغه نور ټول د نورو ولايتونو و."



هغه ځايي اوسيدونکو ته وويل: "خپل ځوانان ايران او پاکستان ته مه لېږئ. هغوی د پوليس او اردو ليکو ته واستوئ. زه وعده درکوم، چې هغوی ته به ښې تنخواوې ورکړ شي. هغوی به دلته په هلمند کې کار وکړي."



د هغه پيغام د يو شمېر خلکو له غبرګون سره مخامخ شو. د موسی کلا يو استوګن وويل: "ښاغلی کرزيه، ته زموږ په هکله سوچ نه کوي. ته له خلکو سره د امنيتي ديوالونو په منځ کې ګوري. ته بايد ولسوالۍ ته راشي او وګوري، چې هلته څه تيرېږي."



ولسمشر نيوکو ته چمتو نه و. هغه وويل: "هرڅوک له ما غواړي، چې امنيت ورته راوړم. که تاسو راسره مرسته ونه کړئ، زه به څنګه دا کار وکړم؟ ما له زده کوونکو سره په ښوونځي کې وليدل. هغوی له ما څخه امنيت وغوښت نه نوی ښوونځي."



د تېرو دوو کلونو راهيسې په دې ولايت کې دامينت د ناوړه کېدو له امله څه ناڅه نيمايي ښوونځي تړل شوي دي. ښوونکي ګواښول شوي، آن وژل شوي او په لسګونو ښوونځيو ته اور اچول شوی دی.



د امنيت د نشتوالي له امله د بيارغاونې کارونه په ټپه ولاړ دي. د ولايت شمال ته د کجکي د برښنا بند شاوخواته، چې د برښنا ستر توليدوونکی بند دی، سخته جګړه روانه ده. د برښنا کچه په لښکرګاه او آن په ګاونډي کندهار ولايت کې ډېره تيټه شوې ده. د جنورۍ په مياشت کې برښنا د يوې مياشتې په اوږدو کې نه وه. خلکو ګران بيه جنراتورونو ته مخه کړه



کرزي خلکو ته وويل: "موږ د کجکي د برښنا بند ته 180 مليونه ډالره بېل کړي دي. موږ په بند باندې کار پيلوو او 2500 نفرو ته به په کې کار او دوو مليونو وګړو ته به برښنا چمتو شي."



دا بند به د هلمند ولايت ځمکو اوبه هم چمتو کړي. د کوکنارو پر ځاې به په کې د غنمو او پنبې په څېر مبتادل کښتونه وکرل شي.



کرزي د ولسمشرۍ د دندې د نيولو پر مهال په خپلې لوړې کې د (نيشه يي توکو په وړاندې جهاد) اعلان کړی و. خو د 2004 کال له دسمبر څخه را په دې خوا حالت نور پسې هم ناوړه شو. د تېر کال حاصل تو ټولو لوړ و او ښايي د 2007 کال حاصل ريکارډ مات کړي.



کرزي وويل: "تاسو به د خپلو ځمکو لپاره اوبه ولرئ. تاسو به نور دا سره ګلان نه کرئ. کله چې هلمند ته راغلم، نو هر ځای مې دا سره ګلان ليدل. تاسو بيوزلي نه ياستئ. تاسو له دې ګلانو څخه ډېرې پيسې لاس ته راوړئ. "



د ولسمشر د خبرو زياترو برخو ته خلکو په خندا او لاسونو پړکولو مثبت غبرګون ښود. خو د لارو او کوڅو پر غاړو د خلکو غبرګونه بېلابېل و. د لښکرګاه يو اوسيدونکي 40 کلن عبدالمالک وويل: "زه د ولسمشر په راتګ خوشحال يم. هغه بايد په خپلو سترګو روانه وضعه وګوري. په ښار کې لا وضعه تر دې هم ناوړه ده. موږ د امنيت احساس نه کوو. هيله ده کرزي بدلونونه راوړي."



شل کلن عطا محمد هغومره خوښ نه و. هغه وويل: "يوازې ليدنه مرسته نه شي کولای. دا ښه ده، چې هغه نن دلته راغلی دی. زه غواړم هغه هلمند ته ثبات راولي."



يو ډوډۍ پخوونکی، 20 کلن احمدشاه د کرزي د ليدنې له امله ناخوښ و، ځکه څوک نه و، چې ډوډۍ ترې واخلي. هغه وويل: "ما ونه کړای شو نن د ډوډۍ پخولو هټۍ پرانيزم. د کرزي د راتګ له امله ټولې لارې بندې وې. موږ د هغه راتګ ته اړتيا نه لرو. ځکه کوم بدلون به را نه ولي. موږ غواړو (لوی) څارنوال دلته راشي. هغه بايد دلته راشي او ټول مفسد مامورين له کاره وشړي. ما نن هيڅ ډوډۍ ونه پلورله."
Frontline Updates
Support local journalists