خبريالان د مړينى له ګواښ سره مخامخ دي

پر پوځ، پوليس او د استخباراتو پر ځواکونو تور لګول شوى چى هڅه کوي خبريالان خاموشه کړي.

خبريالان د مړينى له ګواښ سره مخامخ دي

پر پوځ، پوليس او د استخباراتو پر ځواکونو تور لګول شوى چى هڅه کوي خبريالان خاموشه کړي.

هغه افغان ژورنالستان چى پر حکومت نيوکى کوي او حساسى سياسي مسئلى سمبالوي ، په دى وروستيو اوونيو کى پرى يو لړ بريدونه شوي دي.


په داسى حال کى چى د هيواد په لر او بر کى ورځ پاڼى د وزيرانو او نور واک لرونکو يا په بله وينا د واک لوبغاړو په اړه له نيوکو ډک مضامين خپروي، ژورنالستان نيول شوي، په چاړه وهل شوي او ورته د مړينى يا وژلو ګواښونه شوي دي.


په متحدو ايالاتو کى ميشت ، د مطبوعاتو د څار اداره، يعنى د ژورنالستانو د ساتنى کميټى د يوه راپور په ترڅ کى چى د مطبوعاتو د خپلواکۍ د نړيوالى ورځى د نمانځنى له امله تيره اوونۍ خپور کړى، افغانستان يي د خبريالانو له پاره د نړۍ څلورم ډير خطرناک هيواد نومولى.


د بشري حقونو د څار ډلى پر ولس مشر حامد کرزي غږ کړى چى د مطبوعاتو په پلوۍ او ملاتړ وغږيږي، او د ځواکمن دفاع، کورنيو چار وزارت او د استخباراتو پر ادارى خپله واکمني څرګنده کړي چى دوى يي د ځورونى پړه پرى غورځوي.


د بشري حقونو د څار د ډلى د آسيا د برخى تحقيق کوونکي جان سفټن وويل: پوځ، پوليس او استخباراتي ځواکونه د وژنى ګواښونه کوي ، افغاني ژورنالستان نيسي او په موثره توګه يي خاموشه کوي، او هغه دغه راز له جلال آباد، هرات او کابل څخه يي مثالونه هم ورکړل.


په جلال آباد او ګرديز کى قومندانانو د هغو ژورنالستانو پر ضد د وژل کيدو تهديدونه هم صادر کړي چى د امنيتي ستونځو په اړه ليکي. او د هرات په ولايت کى ، والي اسماعيل خان د آزادۍ راډيو يو خبريال نيولى و.


په کابل کى د آفتاب د اوونيزى مسول مدير، سيد مير حسين محدوي ته د مارچ او اپريل په مياشتو کى د دريو ستونو د خپرولو وروسته د وژنى تهديد شوى. محدوي چى له سياسي پلوه خپلواک دى، خپله اوونيزه پخپله تمويل کوي.


د مارچ په مياشت کى ، د هيواد په رسمي عنوان يعنى د افغانستان اسلامي انتقالي حکومت، کى د اسلامي کلمى پر کارولو يي نيوکه وکړه، او هغه يي غير ضروري ياد کړ، ځکه چى د هيواد قانوني اساس مذهب نه دى. هغه ليکلي و چى د اسلامي ټکى بل هيڅ مفهوم نه لري، پرته له دى چى حکومت او واکمن د خلکو له نيوکو او اعتراضونو څخه خلاص کړي.


په همدغه ستون کى هغه ويلي، که څه هم د رباني حکومت ( ١٩٩٣-١٩٩٦) اسلامي حکومت و، خو ډير بى ګناه خلک هغه مهال ووژل شول او د هيواد مادي او معنوي شتمني له منځه يوړل شوه.


د اپريل د مياشتى په لومړيو کى، محدوي يو بل ستون خپور کړ چى پکښى يي د سکيولرزم ننګه او ملاتړ کړى و او ويلي يي و چى دا له مذهب سره جنګيدل او يا له مذهب څخه تيښته نه ده. دا د مذاهبو تر منځ توازن رامنځ ته کوي. دا چى زموږ خوښيږي او که نه، سکيولرزم زموږ د ټولنى د ژغورنى يواځينۍ لار ده.


دريم ستون چى د اپريل په اواسطو کى خپور شو پکښى ويل شوي و چى حکومت د پنجشيريانو په لاس کى دى چى کابل په شمال ختيځه دره کى ميشت يو تاجک توکمه قام او د شمالي اتحاد د وژل شوي قومندان احمدشاه مسعود قوي مرکز دى. هغه ليکلي و حکومت بايد د هيواد نورو برخو ته وغزيږي او د هر چا ګډون ته بايد پکښى حق ورکړل شي ، تر څو هغه ته افغاني او ملي حکومت وويل شي.


محدوي وويل: د مړينى ګواښونه د تليفون له لارى ، د جمعيت اسلامي د پلويانو له خوا شوي و، او دا هغه اسلامي ګوند دى چى ترى شمالي اتحاد را منځ ته شو.


د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته، د شمالي ټلوالى قومندانانو چى د جګړى په برياليتوب کى مرسته وکړه، د استخباراتو، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو کنترول تر لاسه کړ.


ځينيو تيليفون کوونکو ورته لدى امله ګواښونه کړي چى د رباني پر ادارى يي پړه غورځولى او نور بد حکومتونه يي نه دي پړه کړي، او هغه يي له ليکوال سلمان رشدي څخه هم لوى کافر بللى.


د وژنى په تهديدونو کى ، يوه کس ويلي چى د پوهنتون ٣٠٠ محصلينو پريکړه کړى وه چى د هغه دفتر وسوځوي، خو مشرانو ورته د دغه کار اجازه نه ده ورکړى. که څه هم د ادعا په ترڅ کى دغه کس چى تليفون کړى و ويلي يوه ورځ به موږ تا ته سزا درکړو.


دغه کس دا خبره نه ده کړى چى کوم مشر ته اشاره کوي، خو محدوي په دى باور دى چى دا د جمعيت اسلامي مشران دي، ځکه پر دغه گوند د ده د اوونيزى په ستون کى نيوکى شوي او د کابل د پوهنتون په محوطه کى همدا تر ټولو فعال ګوند دى.


تيليفون کوونکو دغه راز محدوي چى پخپله هزاره دى په دى تورن کړى چى د ستونځو په برخه کى يي د خپلى ټولنى د ونډى له امله يي پړه پر هغوى نه ده اچولى. محدوي دا خبره ردوي او وايي: هغه په مکرر ډول پر هزاره مشرانو نيوکى کړي، چى پکښى د پلان وزير او د هزاره ګانو د حرکت انقلاب اسلامي ( اسلامي انقلابي ګوند) مشر حاجي محمد محقق هم راځي.


محدوي وايي: هغه د اطلاعاتو او کلتور له وزارت ، د بشري حقونو له کميسون، د استخباراتو له ادارى او د کورنيو چارو له وزارت څخه د مرستى غوښتنه وکړه خو ګټه يي و نه کړه.


هغه وايي: وروسته له هغى چى ده د استخباراتو ادارى اجنټانو ته خپل د کور پته ورکړه، هره ورځ دوه کسان راڅرګنديږي او کورنۍ يي ډاروي. يوه پلا چى د هغه مور وويل چى دى په کور کى نه شته، دوى له ادعاو سره سم وويل: هغه به له موږ څخه څومره پټ شي؟ آخر به يي موږ پيدا کړو.


د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين وويل: هغه د کورنيو چارو له وزارت او د ملګرو ملتونو له سياسي څانګى يا يوناما څخه غوښـتنه کړى چى ورسره مرسته وکړي. هغه وويل: موږ د مطبوعاتو د آزادۍ مبتکرين يو، او تر مړينى به يي دفاع کو.


خو د بشري حقونو د څار ډلى د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت نيوکى وکړى، او ويلي يي دي چى دوى د مکررو ګواښونو ځواب نه دى ويلى، او دغه راز ويلي يي دي، چى متحده ايالات بايد د قومندانانو له پلوۍ لاس واخلي جى په بريدونو کى لاس لري.


د خبريالانو د ويرونى او ځورونى ګڼ شمير نورى زغرده قضيي هم شته. په کابل کى خپلواک ليکوال او ژورنالست داکتر سميع حامد، چى د جنګسالارانو او سيمه اييزه قومندانانو پر ضد يي په ډاګه ليکلي، د اپريل د مياشتى په وروستيو کى هغه مهال د دوو ورځو لپاره په روغتون کى بستر شو چى د دوو کسانو له خوا چى چاړه يي په لاس وه پرى بريدونه وشول.


حامد وويل: ما تل ويلي تر هغى چى جنګسالاران او قومندانان واکمن وي، سوله نه شي راتلى. په لويه جرګه کى، دوى په زور او فشار سره د حکومت کنترول تر لاسه کړ، او حکومت ته يي اسلامي بڼه ورکړه.


د ارادى په نامه د ورځ پاڼى مسول مدير ظهور افغان وويل: د ښوونى او روزنى د وزير مرستيال ذبيح اله عصمتي هغه خپل دفتر ته وروسته له دى احضار کړى و چى د ده په ورځپاڼه کى د هغه تر عنوان لاندى يو طنزيه مضمون خپور کړى و


هغه وويل عصمتي ورته سپکى سپورى وويل ، او وروسته امنيتي افسرانو دى د وزارت په يوه خونه کى د يوى ورځى لپاره بند کړ او زياته يي کړه چى لوى څارنوال يي د ورځپاڼى پلټنه کوي.


عصمتي وويل: چى دا ژورنالست پخپله د هغه دفتر ته ورغلى چى په قهر و او موږ ته فاسد وويل، نو ځکه موږ اړ شو چى لوى څارنوال ته يي يوسو.


ډيرى ورځى وروسته، څلور تنه وسله وال پوليسان د شپى ناوخته د ارادى دفتر ته ورغلل او د داخليدو هڅه يي وکړه، خو ظهور افغان هغوى ويستل ځکه چى کوم سند يي نه درلود.


هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: چى د دغى ځورونى په اړه د آزادۍ له راډيو سره له مرکى وروسته له لسو څخه هم زياتو کسانو ما ته خبردارى راکړ چى که چيرى بله مرکه وکړم ، نو زما مړينه ډير ساده کار دى، او د چوغکى په شان به مى سر له تنى ليرى کړي.


ظهور افغان وايي: په پوهنتون کى د ارادى ويش منع شوى. سيمه اييز حکومتي چارواکو په عين حال کى، نورى خپلواکى خپرونى هم منع کړى ، چى د پکتيا په ولايت کى د وړانګى په نامه اوونيزه او د بغلان په ولايت کى د طلايي ورځپاڼى د ناندره اييزه موادو له چاپولو څخه منع کړي


رحيم اله سمندر په کابل کى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى مسول مدير او خبريال دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists