خبريالان د افغانستان په شمال کې تر بريد لاندې دی

د دسمبر 11،

خبريالان د افغانستان په شمال کې تر بريد لاندې دی

د دسمبر 11،

.



د افغانستان په شمال کې يو وتلی خپلواک خبريال په دې وروستيو وختونو کې د ملي امنيت له خوا تر زيات فشار لاندې راغلی او کور او دفتر يي ورته لټولی دی. د هغه د کمپيوتر فايلونه يي بېرته کړي او هغه يي دې ته اړايستلی، چې د خپلو ليکنو د سرچينو په اړوند ورته معلومات ورکړي.



يعقوب په شمال کې سياسي او ملېشه وزمو ډلو له خوا له بشري حقونو څخه د ادعا شوو سرغړونو په هکله، آی ډبليو پي آر ته د يو څو ليکنو په ګډون، سخت رپوټونه ليکلي. هغه وايي، هغه ددې لپاره تر فشار لاندې نيول شوی، ترڅو ددې ډول رپوټونو له ليکلو څخه لاس واخلي.



يعقوب وويل: "ما ته له آی ډبليو پي آر سره د کار په هکله په پرله پسې توګه ګواښونه شوي او په دې وروستيو وختونو کې دا فشار زيات شوی دی."



د اکتوبر په 27 د ابراهيمي ورور، سيد پروېز کامبخش د ادعا له مخې د "غيراسلامي" توکو په خپرولو تورن شوی دی.



د بلخ پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي د محصل او د جهان نو د ورځپاڼې خبريال، پروېز په وړاندې دا تورونه د اکتوبر په نيمايي کې له انټرنيټ څخه د يوې مقالې د نقلولو او د پوهنتون د محصلينو تر منځ د هغې د وېشلو له امله لګېدلي دي.



پروېز له چارواکو سره دمخه کومه دوسيه نه لري. هغه له متن سره له هر راز تړاو څخه غاړه غړوي او وايي، دهغه نوم هغه مهال ورزيات شوی، چې له انټرنيټ څخه راواخيستل شو او بيا چاپ شو. هغه بندي دی او له سختې سزا سره مخامخ دی.



په کابل کې د ژورنالستانو د دفاع د کمېټې مشر، ضيا بوميا په دې اند دی، د يو شمېر هغو افرادو او ډلګيو ګټې چې د يعقوب د کار له امله له ګواښ سره مخامخ شوي دي، د هغه د ورور، پروېز په وړاندې يي توطيه جوړه کړي. هغه يو يي ورته په بند کې اچولای تر څو په هاغه بل باندې فشار زيات کړي."



د پروېز په دوسيې باندې په محکمه کې د قاضي له خوا غور نه دی شوی او پر ځای يي د ديني عالمانو شورا ته استولې دی. د ديني عالمانو شورا هغه ته د ارتداد او له اسلام څخه د اوښتو په تور د ځوړندېدو (اعدام) د سزا سپارښتنه کړې ده.



د ژورنالستانو د دفاع د کمېټې مشر، بوميا وايي د پروېز قضيه بايد د رسنيو کميسون ته وړاندې شي او له هغې وروسته که لازمه وه عدلي چارواکو ته واستول شي.



هغه وويل: "تر هغه چې په افغانستان کې اساسي قانون موجود وي د عالمانو شورا ددې واک نه لري، چې چاته د مرګ سزا واوروي."



د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر د پروګرام مشرې، جين ميکنزۍ وويل: "ددې ډارونې او ترهې دوام به په افغانستان کې د وينا او رسنيو په ازادۍ باندې د بريد يوه نوې ډاروونکي څپه په ګوتو کړي."

Frontline Updates
Support local journalists