کابل ترافيک شنه چراغ ته سترګې په لار دي

که له اوږدې مودې راهيسې ژمنه شوي ترافيکي څراغونه ځای په ځای شوی هم وای، نو د برښنا د نه شتون له امله به روښانه شوی نه وای.

کابل ترافيک شنه چراغ ته سترګې په لار دي

که له اوږدې مودې راهيسې ژمنه شوي ترافيکي څراغونه ځای په ځای شوی هم وای، نو د برښنا د نه شتون له امله به روښانه شوی نه وای.

Tuesday, 12 September, 2006
.



آن په هر څلور لارې کې څلور پنځه تنه ترافکي پوليس د موټرو او بايسکلونو د لارښوونې لپاره ولاړ دي، خو موټرې دومره يو په بل پسې ډب کيږي، چې سړی د ښار له يوې څنډې څخه بلې ته په ساعتونو ساعتونو نه شي رسېدای. د کابل ښار په سړکونو باندې د تلونکو راتلونکو موټرو شمېره اوسمهال 400 زره اټکل شوې، چې د پروسږکال په پرتله سل زره زياته ده. هغه مهال ترافيکو ويلي و، چې د ښار سړکونه د اتيا زرو په شاوخوا کې موټرو ظرفيت لري.



اوس هماغسې شوه، چې اټکل يي کېده. د 2005 کال د فبرورۍ په مياشت کې د ترافيکو د هغه مهال لوی رئيس، جنرال عبدالشکور خيرخواه، آی ډبليو پي آر ته ويلي و، چې د سلو په شواخوا کې څلورو لارو کې د ترافيکي څراغونو د نصبولو کار روان دی او د راروانې مياشتې تر پايه به پای ته ورسيږي.



اوس د 2006 کال د اګست مياشت ده، خو ترافيکو څراغونه يوازې په 14 څلورو لارو کې تر سترګو کيږي. دا څراغونه تر هغه دمخه هم موجود، چې خيرخواه يي په هکله خبرې کولې.



د ترافيکو چارواکي وايي، که ترافيکي څراغونه ولګول شي او کار ورنه کړي، نو ارزښت به يي څه وي.



د کابل د ترافيکو مدير عبدالسميع نظر آی ډبليو پي آر ته وويل، د څراغونو د نصبولو کار روان و، خو د برښنا د ځايي چارواکو له خوا د برښنا د نه ورکولو له امله ودرول شو.



د کابل د برښنا رياست په دې هکله وايي، چې له کلونو کلونو راهيسې د ترافيکو رياست د خپلې برښنا د لګښت پيسې نه دې تحويل کړي.



نظر وويل: ((موږ د ترافيکي څراغونو د روښانولو لپاره برښنا ته اړتيا لرو، خو د برښنا وزارت را څخه تر هر څه دمخه د پخواني لګښت پيسې غواړي. موږ له هغوی سره په تماس کې يو. څومره ژر چې برښنا چمتو شي، هماغومره ژر به (ترافيکي) څراغونه روښانه کړو.))



نظر وويل، د ترافيکي څراغونو د نه روښانه کولو د ځنډ بل لامل د برښنايي سمو مزو نه پيدا کيدل دي.



د کابل د برښنا د رياست مرستيال، محمد سرور صديقي د وينا له مخې: ((د افغانستان د ترافيکو رياست د برښنا له وزارت څخه د تېر وکلونو د لګښت له امله دوه ميليونه افغانۍ پوروړی دی. هغوی بايد لومړی دا پيسې تحويل کړي، له هغې وروسته به د څلورو لارو د څراغونو د روښانه کولو لپاره برښنا ورکړو او نوره اړتيا به يې هم لېرې کړو. موږ نه شو کولای دا پيسې وبښو.))



صديقي وويل، په 14 څلورو لارو کې لګول شوي ترافيکي څراغونه کار نه کوي، ځکه پوليس هغوی ته د مزو په کش کولو کې پاتې راغلي دي.



په هر ډول د پړې د اچولو خبره ښايي هم سمه وي، ځکه صديقي وايي، که ټول په پام کې نيول شوي څراغونه نصب شوی هم وای، خو دا ناشوني ده، چې په پرله پسې ډول برښنا ورکړ شي.



هغه وويل: ((موږ نه شو کولای د ښار ټولو څلورلارو ته برښنا ورکړو. اوسمهال، موږ يوازې هغو څلور لارو ته برښنا ورکولای شو، چې زموږ د برښنا برجونو ته څېرمه پرتې دي.)) هغه سپارښتنه وکړه، چې د ترافيک پوليس بايد لکه د لمر د انرژۍ په څېر د انرژۍ د متبادلې سرچينې په اړه سوچ وکړي.



د ترافيکو مدير، نظر ټينګار کوي، که په پای کې ترافيکي څراغونه روښانه هم شي، خو په سړکونو باندې د موټرو د زيات بيروبار له امله به د ترافيکو شتون ته اړتيا موجوده وي، ترڅو د ګډوډۍ مخه ونيول شي.



هغه وويل: ((موږ بايد د ترافيکو پوليس هم ولرو، ځکه يوازې څراغونه نه شي کولای موټرې تنظيم کړي.))



خلکو د کابل په لارو کوڅو کې آی ډبليو پي آر ته وويل، روښانه شوي سور څراغ ته به زياتره هغه شمېر موټر چلوونکي پام ونه کړي، چې د هيڅ قانون پروا نه ساتي. هيڅکله يي ازموينه نه وي تېره کړې، يايي د موټر چلولو اجازه ليک په بډو تر لاسه کړی او يا يي هيڅ نه لري.



يو ترافيک پوليس، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: ((زياتره دا رازموټر چلوونکي د ترافيکو په قانون نه پوهيږي. ترافيکي څراغونه زما کار نه شي اسانولای. هغوی زموږ په لارښوونو غوږ نه ګروي، نو څنګه به د ترافيکي څراغونو درناوی وکړي.))
Frontline Updates
Support local journalists