خان له مطبوعاتو څخه ساه اخيستى ده

د هرات اوسيدونکي د ورځنيو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو د تر لاسه کولو له پاره دومره تږي دي چى له کابل څخه تر لاسه شوي ورځ پاڼى لولي، تر څو وپوهيږي چى څه روان دي.

خان له مطبوعاتو څخه ساه اخيستى ده

د هرات اوسيدونکي د ورځنيو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو د تر لاسه کولو له پاره دومره تږي دي چى له کابل څخه تر لاسه شوي ورځ پاڼى لولي، تر څو وپوهيږي چى څه روان دي.

Thursday, 3 March, 2005

د خپلى اوږدى سپينى پګړۍ او همدا شان سپينى ږيرى سره اسماعيل خان يوه مهربانه او مقتدره بڼه څرګندوي چى پوسترى او تصويرونه يي هر چيرى د افغانستان په کلتوري پلازمينه هرات کى لګول شوي دي.


د دغه شتمن والي اغيز د لويديځ او جنوب پر سيمو پخپله د هغه په ډول چى د دغو سيمو امير دى ډير زيات دى او دومره چى يي واک پر دغو سيمو چليږي پر بل هيڅ ځاى نه چليږي.


د ښار لويه ورځ پاڼه د اسماعيل خان ده او پخپله هغه يي مالي لګښت ورکوي. سيمه ايز ژورنالستان شکايت کوي چى دوى ځورول کيږي او چارواکي وايي چى دوى د مطبوعاتو په اړه له نوي قانون څخه چى په دى وروستيو کى د انتقالي ادارى له خوا په کابل کى د بيان د آزادۍ د زياتوالي له پاره تصويب شوى اصلا خبر نه دي.


د ښار يوه ژورنالست حسن زاده وويل: د طالبانو تر ماتى وروسته د هرات آزادخيالو د نويو خپلواکو خپرونو د زياتيدو طمع درلوده چى د خلکو د نظر او ستونځو څرګندونه وکړي او دا کار لا تر اوسه پورى نه دى شوى.


د هرات ولايت چى نژدى درى لکه اوسيدونکي لري له ډير پخوا څخه د افغانستان کلتوري پلازمينه بلل کيږي او د دى له پاره ښه دليل هم لري چى کلتوري پلازمينه وبلل شي. له ١٥ پيړۍ څخه چى تيموري سلطنت دا ښار خپل مرکز وټاکه، او د مغولو د دوو پيړيو د حکمرانۍ په موده کى دا هرات د خپلو ادبياتو، فلسفى او هنر له امله مشهور وو. دا ميراث تر ننه پورى د يوه با اعتباره پوهنتون او د ښى روزل شوى ښاري ټولنى په بڼه دوام لري.


عبدالظاهر ميهن يار د اطلاعاتو او کلتور د وزير مرستيال IWPR ته وويل : د ښار د لويي ورځ پاڼى اتفاق اسلام د ښه والي له پاره هڅى دوام لري چى په دى وروستيو کى له اونيزى څخه په ورځ پاڼى بدله شوى ده. که څه هم د ورځ پاڼى لګښت د اسماعيل خان له خوا ورکول کيږي، هره ګڼه يي په ډيرى وفادارۍ سره د هغه رسمي کړنلاره منعکسوي.


هغه مهال چى د کابل حکومت چارواکي هرات ته واستول چى خپلى دندى اشغال کړي او خان يي له منلو انکار وکړ، اتفاق اسلام په دى اړه راپور ور نه کړ. همدا شان دغى ورځ پاڼى د دى پوښتنى ځواب هو نه دى ورکړى چى د هغى ماليي له پيسو څخه يي څومره کابل ته ليږلي چى د ايران سره پر پوله يي له ګمرکي ماليي څخه تر لاسه کړي.


اتفاق اسلام په رښتيا سره هم اتفاق نامه – د اسماعيل خان ورځ پاڼه ده. د پوهنتون يوه زده کوونکي حسيب اله شکايت وکړ چى په دى کى پرته له حکومتي خبرونو بل هيڅ هم نه شته.


د خان ورځ پاڼه په هرات يوازينۍ ورځ پاڼه نه ده. هلته درى نورى خپرونى هم دي- اورنګ هشتم او کودک چى د هرات د ليکوالو د ټولنى له خوا او تخصص چى د خپلواکى مسلکي اتحاديي له خوا خپريږي. که څه هم دا ورځ پاڼى روانى چارى او يا هم غير جانبداره يا آزاده سياسي مسايل نه خپروي . اورنګ هشتم د ښوونى او روزنى موضوعات لري، کودک د ماشومانو له پاره او تخصص د داخلي سازمانونو مسايل خپروي.


عبدالهادي فايق چى د اطلاعاتو او کلتور په ولايتي دفتر کى کار کوي وايي: ژورنالستان د ده دفتر ته راغلي وو چى د نورو خپرونو د خپرولو اجازه واخلي. که څه هم دوى ته اجازه نه ده ورکړ شوى ځکه چى دوى د مطبوعاتو له نوي قانون څخه خبر نه وو. د دغه قانون په چوکاټ کى ورځ پاڼى په آزاده توګه پرته له کومى اجازى يا کنترول خپريدى شي. د مطبوعاتو دغه قانون د سږکال په لومړيو کى په کابل کى تصويب شوى.


په مرکو کى اسماعيل خان په تکرار سره ويلي چى هر څوک په آزاد ډول هر څه يي چى خوښه وي ليکلى شي، خو په عمل کى چى ليکوالان او ژورنالستان غواړي څه وليکي د هغه پر خبرو باور نه لري.


يوه نړيوال څارونکي وويل: له هغه مهال چى طالبان نسکور شوي اسماعيل خان نور هم ځواکمن شوى . شپږ مياشتى وړاندى داسى احساس کيده چى د هغه چلند بايد له احتياط څخه ډک وي خو اوس هغه له نړيوالو سازمانونو سره کلک چلند کوي. په عمومي ډول داسى نظر دى چى هغه احساس نه کوي چى نور دى نو له احتياط څخه کار واخلي.


له دوو لسيزو څخه زياته موده کيږي چى خان په هرات يو واکمن او مقتدر شخصيت دى. هغه په ١٩٧٩ کى هغه مهال د پوځ د تورن په توګه مخور کس شو چى د هغه پاڅون مشري يي وکړه چى په پاى کى يي له ٢٠٠ څخه زيات کمونستان او روسي مشاورين يا سلاکاران چى په دغه ښار کى يي مرکز جوړ کړى وو ووژل شول. خان چى اوس ٥٧ کلن دى د خپل شخصي پوځ د عسکرو شمير يي ٣٠٠٠٠ ته رسيږي او د پولى د ماليي عوايد يي ٤٠ مليونو ډالرو څخه زيات دي چى په کابل کى د انتقالي ادارى د بوديجى د نيمايي په برابر دي.


د هغه تصويرونه په ټولو حکومتي دفترونو، کوڅو، دوکانونو او هوټلونو کى ليدل کيږي. د هغه عکسونه له ولس مشر حامد کرزي او د جمعيت اسلامي د وژل شوي قومندان احمدشاه مسعود او يا پخپله ځان ته د هغه تصويرونه لګول شوي دي.


د سيمى تلويزيوني او راديويي پروګرامونه تر ورته کنترول لاندى دي. دا خپرونى چى هره شپه د پنځو ګړيو له پاره دي، غونډى او په غونډو کى د چارواکو تصويرونه ښيي. بيروکراتان ادعا کوي چى هره ورځ دوى ته د ليدونکو له خوا په سل ګونو مثبت ليکونه راځي او وايي چى يوازينى مشکل يي تخنيکي مشکل دى چى د زړو روسي سامان آلاتو له امله رامنځ ته کيږي.


په داسى حال کى چى اوضاع په دغه ډول ده ډير هراتيان په نورو ځايو کى د معلوماتو د تر لاسه کولو هڅه کوي. د ښوونځي ښوونکي سيداکبر IWPR ته وويل هغه په بى صبرۍ سره له کابل څخه د ورځپاڼو د رارسيدو انتظار باسي چى ١٠٠٠ کيلومتره د سړک لار ده. هغه وايي کله کله د کابل اوونيزه تر لاسه کوم او ټوله لولم. هغه وويل په هرات کى د لوستو وړ څه نه شته.


لږ تر لږه له هغه راهيسته چى طالبان نسکور شوي دي، د ښار استوګن د تفريح له پاره نور متبادل امکانات لري. کورنۍ کولى شي د سپوږمکۍ له لارى بهرني چينلونه ننداره کړي. د هوټلونو او چاى خانو مالکان خپلو مراجعينو ته له ايران څخه پر رانيول شويو DVDs هندي فلمونه ور وښيي.


Frontline Updates
Support local journalists