کډوال له بيرته ستنيدوكومه ويره نه لرى

کډوال پوهيږى هغه ستونځى چى دوى به وروسته له تگ څخه په افغانستان كى ور سره مخامخ شي د هغو ستونځو په پرتله چى په جلا وطنى كى يي زغملي ډيرې به ګرانې وي.

کډوال له بيرته ستنيدوكومه ويره نه لرى

کډوال پوهيږى هغه ستونځى چى دوى به وروسته له تگ څخه په افغانستان كى ور سره مخامخ شي د هغو ستونځو په پرتله چى په جلا وطنى كى يي زغملي ډيرې به ګرانې وي.

Monday, 21 February, 2005

په تيرو شلو كلونو كى له هغه راهيسته چى افغان کډوالو پاكستان ته راتگ پيل كړې، د مظفر كوټ د كمپ ځمكه له يوى شاړى او وچى دښتى څخه چى د غرونو په منځ كى پرته ده په يوى غښتلې ټولنى بدله شوې.


خو دغه كمپ به ډير ژر په يوى بيديا بيا بدل شي. د اپريل په 18 نيټه چې دافغانستان پخوانې باچا ظاهر شاه وروسته له 29 كلونو جلا وطنى بيرته هيواد ته را ستون شو نو د كمپ اوسيدونكو دده راتگ د يوى داسې نښى په توگه ونمانځه چى دوى به له دغه كمپ څخه چى پکښې د دوو لسيزو لپاره اوسيدلى بيرته وطن ته ځي.


يوه سپين ږيري سړي په بازار كى په پوره ډاډ غږ وكړ "مبارك موشه، تاسى پوهيږۍ چى ظاهر شاه بيرته افغانستان ته راغلى او اوس به په افغانستان كى جگړې پاى ته ورسيږي او مونږ به ټول پرته له كومى ويرى وطن ته ځو".


په افغانستان كى په پرله پسې توګه بې ثباتۍ، نږدى هره ورځ وژنو او د حامد كرزي په مشرۍ د لنډ مهالې ادارې پر ضد د طوطعو راپورونه وركول كيږي خو په پاكستان كى ميشت درى ميلونه افغان کډوال د دې ليواله دي چى بيرته خپلو كورونو ته ستانه شي.


د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارى UNHCR داسى پتيلى وه چى سږكال به 400000 افغان کډوال بيرته خپلو كورونو ته ستنيږي خو لادمخه له هغه راهيسته چى دملگرو ملتونو دکډوالو د بيرته ستنيدو لړۍ په رسمى توگه د مارچ په لمړۍ نيټه پيل شوى تر اوسه 300000 افغان کډوال خپلو كورونو ته ستانه شوي دي.


تر اوسه 15 كورنيو د مظفر كوټ د کډوالو له كمپ څخه چى نژدې 250 كيلومتره د پيښور له ښار څخه ليرى د افغانستان پولى سره نژدې پروت دى د ملگرو ملتونو د کډوالو له ادارى څخه په رسمى توگه د بيرته ستنيدو لپاره د مرستى غوښتنى كړي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره هغو كورنيو ته چى بيرته وطن ته ستنيږي سل امريكايى ډالر د لارې خرڅ او په افغانستان كى د لومړيو اوونيو د لګښت لپاره راشن کارتونه وركوي.


په داسى حال كى چى ځينى كورنۍ تللي، په كمپ كى هرڅوك د بيرته تلو خبرى كوي او ځانونه روحآ دى ته چمتو كوي چى د هغو خامو او غرنيو لارو څخه چى د افغانستان له پولې شپږ كيلومتره واټن لري بيرته وطن ته ستانه شى.


دا روښانه خبره ده چى دوى به په افغانستان كى له ډيرو ستونځو سره مخامخ شي ځكه د دوى كورونه وران ويجاړ دي، ځمكى يى شاړې شوي او په ډيرو ځايونو كى ښوونځي نشته. د اوبو كموالې هم ليدل كيږي او روغتيايي خدمتونه له نش سره برابر دي.


د كمپ يوه اوسيدونكي نړيوالې ټولنې ته گوته نيوله چى نه غواړي له كابل څخه بهر د هيواد نورو برخو ته خپل پوځ وليږي. هغه وويل "مونږ به افغانستان ته له تلو وروسته له ډيرو ستونځو سره مخامخ شو چى يوه لويه ستونځه هلته د وسله والو ډلو شته والې دې" ده زياته کړه " كه سوله ساتي ځواكونه ټول هيواد ته وليږل شي مونږ به ډير ژر وطن ته ولاړ شو"


كه بهرنۍ مرسته وي او که نه وي د ټولو افغان کډوالو تر منځ خوش بيني شته چې حالات په افغانستان کې مخ په ښه كيدو دي او دوى به په پاې کې دا امکان تر لاسه کړي چې هيواد ته ستانه شي. دا د دوې د دغه ښارګوټي پاې دې چې دوې اټکل هم نه کوه دومره کلونه به دلته پاتې شي.


كمپ په 1980 كلونو كى هغه مهال جوړ شو چى افغان کډوال په 1979 كال كى د شوروى اتحاد د تيرى له امله د پاكستان پولو ته راوا وښتل. اوس په دغه كمپ كى نږدې 10000 كورنى چى 60000 كسان کيږي ژوند كوى چې په دوديز ډول هره کورنۍ ٦ کسه شميرل شوې.


د اوسيدونكو ډيره برخه د افغانستان د پكتياولايت د ځاځيو، منگل، صابر، بابكر خيل، خوستى او متن قومونه دي او په دغه ځاى كى په سوله او آّرامۍ كى ژوند كوي. د كمپ لپاره راشن پاسونه نژدې لس كاله وړاندې بند شوى او کډوال پخپله خپلى ستونځى حلوي.


د افغانستان د غوښتنو سره، اوس پاكستان هم پر کډوالو فشار راوړې چى بيرته خپلو پخوانيو كورونو ته ولاړ شي. کډوال شكايت لرى چى پاكستاني مامورين د دوې له شته والي سر ټکوي او د دوې د اوږدې اوسيدنې مخالفت کوي خو د بډو ورکولو پرته يي کډوالو ته اجازه نه ده ورکړې چې خپل خټين کورونه جوړ کړي.


دوى وايى چى تعليمى معيار په كمپ كى ښكته شوې او يواځى يو در ملتون دې چى هغه هم ډيره لمړنۍ بڼه او يو ډاكتر لري. كه كومه سخته ناروغي پيدا شى بايد شپږ ساعته انتظار ويستل شي ترڅو ايالتى ښار پيښور ته ناروغ ورسول شي.


ډاكتر عبدالرحيم غروال چى د تيرو اوو كلونو راهيسته په دغه كمپ كى اوسيږي او يو وخت يى په كمپ كى در ملتون در لود په دى اړه وايى "دپاكستان حكومت زمونږ در ملتونو نه ددى لپاره وتړل چى نه يي غوښتل يواځى افغانى ډاكتران دې د ناروغانو درملنه وكړي"


په تيرو كلونو كى خلكو پر ځان ډيرې ناخوالې تيرې كړې او په دى كى هيڅ شك نشته چى كله دوى بيرته وطن ته ولاړ شي له دى څخه به هم د لويو ستونځو سره مخامخ شي. خو په كمپ كى ولسي احساس دا دى چى ښه به دا وي چى د پردي هيواد پر ځاې سړې په خپل هيواد كى هڅه او هاند وکړي.


گلبهار غروال افغان ژور نالست په پيښور كى.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists