ګډې هڅې

افغاني او نړيوال متخصصين په ګډه هڅه کوي چې د افغانستان لرغونى تاريخ ورغوي.

ګډې هڅې

افغاني او نړيوال متخصصين په ګډه هڅه کوي چې د افغانستان لرغونى تاريخ ورغوي.

Tuesday, 2 September, 2003

د هغو لرغونو مجسمو بيا رغونه چې د طالبانو له خوا نړول شوي ول د يوې معماد يوځاى کولو په ډول چې ډيرې ټوټې يې نوي، بريښي.


د کابل د موزيم د د بيا رغونې د څانګې مشر شيرازالدين په آند دا پروسه ډيره په کرارې روانه ده خو بيا هم دى ورته خوشاله ده. شيرازالدين هغه کس دى چې يو ځل د طالبان په وخت کې د موزيم د آثار د ماتولو په وړاندې هيڅ و نه شوى کړى اوهک دک پاتې وه.


هغه لرغون پيژندونکي چې په دې مرکز کې يې له ٢٥ کلو نه ډير کار کړى وويل (( زه نن ډير خوشاله يم چې زموږ موزيم بيا زموږ د هيواد يوه څانګه ده.))


شيرازالدين او د ده ملګري دير خوشاله دي چې هوس يې يو چانس پيدا کړى چې د موزيم په خزانو باندې کار وکړي چيرته چې دو د نجيب الله د حکومت د راپرزيدو نه راپه دې خوا يې څو ځلې ساتلى.


وروسته له هغه چې د هغه تخنيکونه يې په جاپان کې په يوه سفر کې زده کړل، اوس ډير په خوشالى سره د بودا د مجسمې د سر په جوړلو کار پيل کړى په داسې حال کې چې د ده يو ملګرى د بودا په پښو باندې کار کوي. په ګډه دوى هڅه کوي چې هغه وړې ټوټې سره ونښلوي او په خپل ځاى کشې يې کيږدي.


له هغه کتاب چې په کې د بودا عکس دى دا په ډاګه ښکاري چې څومره خرابي شوى ده.


کله چې د کابل د موزيم ريس عمراخان مسعودي د کابل د موزيم په هکله چې په کال ١٩١٩ کې د نړى تر ١٠٠٠٠٠ ډير مهم شيان درلودل، غږيږي نو مخ يې سور کيږي.


دى واي: (( تاسو کولى شوى چې د ماقبل تاريخ نه تر شلمې پيړى پورې د ٦٠٠٠٠ کلو تمدن ووينى. په دې دوره کې ډولاډول کلتورنه لکه هيلينستيک، بودائيزم او راه ابريشم تير شوي..))


له هغه نه راپه دې خوا چې د موزيم دروازې د ٢٠٠١ کال د نومبر په مياشت کې رسماً پرانيستل شوې، د نمايشګاوو د بيا پرانيستلو کار په کرارې روان دى. مسعودي هيله من دى چې دوه کوچنى نمايشګاوې به چې په کې ساتل شوي لرغوني آثار وښودل شي، ډير ژر پرانيستل شي.


که څه هم دا حالت له هيلو ډک بريښي خو مسعودي وايي چې د خپلو منځيو جګړو په وخت له ٩٢ نه ٩٦ کاله پورې له ٧٠٠٠٠ نه ډير لرغوني آثار غلا شوي او ډيرى يې د ګاوڼديو هيوادونو په بازارونو او يا د نړى په نورو هيوادونو کې پلورل شوي. په همدې دورې که د توغنديو د لګيدو له کبله د موزيم د تعمير دوهمه پوړه ورانه او د قالينو کليکسون په ورکې وسوځيده.


دا د غلا او ورانکارى دوره په کابل کې ځکه ډير ناوړه عواقب يې درلودل، چې کمونستې رژيم په ١٩٨٢ کې داسې امر کړى وه چې ټول لرغوني آثار دې له ولاياتونه کابل ته راوليږدول شي تر څو د جګرو نه په امان کې پاتې شي.


د طالبانو دبنياد ګرا رژيم راتګ په ټولو هغو شيانو چې په هغه کې د انسان څيره ښکاريده او يا د کوم بل دين نښه وه، بنديز ولګاو چير د موزيم له پاره يې لا نورې ستونزې پيدا کړې. د غه پاتې شوې مجسمې له دې کبله لوټ نه شوې چې ډيرې لويې وې او په يو ډول سره له منځه لاړې.


شيرازالدين چې سر بيره پر دې چې بل کار يې هم درلود له موزيم نه به يې هره ورځ ليدنه کوله، وايي چې کله چې د خپل کار کاوه نو طالبانو به د دوى چکشونه په لاس کې اخيستل او په دوى به يې خندل. ده او د ده ملګرو په خپل يې کوټې ځانونه غلي نيولي ول او څه به يې نه شوى ويلى.


د مسعودي له پاره ډيره دردونګې خرابي د کوشانيانو د باچا کنشکا يوه مجمسه وه چې له دومې پيړى نه پاتې وه


مسعودي د دې سره ډيره مخالف دى چې طالبانو يوه ډيره تنګ نظره پاليسي درلوده دى وايي: (( افغانستان يو اسلامي هيواد دى خو نور اديان زموږ د کلتور برخه دي او موږيې د ساتنې مسووليت لرو. که څه هم هيڅ څوک د دغو مجسمو عبادت نه کوي خو دوى تر اوسه هم زموږ د تاريخ يوه مهمه برخه جوړوي.))


د لومړي پوړ د رغونې پيسې د يونان د حکومت له خوا ورکول شوي دي او د دوهم پوړ د جوړولو بودجه، چې يوازې يو څو پايې يې ولاړې پاتي دي د امريکا هيواد له خوا ورکول کيږي.


د ايټالوي او فرانسوي متخصصينو کار په ساحې کې او بريتانيا د موزيم د چاروکو راتګ ټول د يوه ريښتينې نړيوالې هڅې ښکارندوى ده.


په داسې حال کې چې په موزيم کې اوس يوازې درې افغانې کارکونکې کار کوي، مسعودي په دې ټينګار وکړ چې د دې له پاره چې موزيم بيرته هماغه پخوانى رنګ لاس ته راوړي، د ډيرې مرستې اړتيا ليدل کيږي.


د وويل : (( د فند پيدا کول ډير ستونزمن کار دى خو که چيرې موږ ته پيسې په لاس راشي نو ټولې ستونزې به حل شي.))


د زياته کړه: (( زه اوس ډير خوشاله يم چې د بيا رغونې کار پيل شوى. زه هيله من يم چې دا کاراونه به لا نور هم ښه شي او هغو خلکو چې دا شيان يې غلا کړي بيرته دې راوړي.))


په کابل کې آزاده خبرياله هما صافى


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists