کانديدان د راديو د ځواک په کارونې کې پاتې راغلي دي

د هېواد په کچه د يو څو شېبو خپرونه ښايي رايو ورکوونکو ته د رسېدا په منظور کانديدانوته يوازينی چانس وي، خو ټول د هغې په درک او پېژندلو کولو کې پاتې راغلي دي.

کانديدان د راديو د ځواک په کارونې کې پاتې راغلي دي

د هېواد په کچه د يو څو شېبو خپرونه ښايي رايو ورکوونکو ته د رسېدا په منظور کانديدانوته يوازينی چانس وي، خو ټول د هغې په درک او پېژندلو کولو کې پاتې راغلي دي.

په پام کې وه، چې پخواني جنګ سالار او د ولسمشرۍ د ټولو تاکنو لپاره اوسني کانديد، جنرال عبدالرشيد دوستم د سپتمبر په 28 يو مطبوعاتي کنفرانس ته حاضر شي. دا د هغه لپاره يو په زړه پورې فرصت و، تر څو خپل پيغام رايه ورکوونکو ته واوروي.


مطبوعاتي کنفرانس دوه ورځې دمخه اعلان شوي و او ويل شوي و، چې په هماغه ماښام به د افغانستان د راديو او تلويزون له لارې خپور شي. دا فرصت د ټولو هغو لپاره چمتو شوی و، چې د اکتوبر د نهمې په ټولټاکنو کې سيالۍ ته ودريږيږي.


په مطبوعاتي کنفرانس کې د برخوالو شمېر هغومره زيات نه و. يوازې پنځلس تنه خبريالان او په ملکي جامو کې د استخباراتو درې تنه کارکوونکي راغلي و. خو د ټولټاکنو لپاره له دې امله دا يو بېساری فرصت و، ترڅو د تلويزيون، په تېره بيا د راديو له لارې، چې د يوازينۍ خبرې وسيلې په توګه په هېواد کې ورته خلک غوږ ږدي، رايه ورکوونکو ته خپل پيغانونه واستوي. په هيڅ بيې بايد دا فرصت له لاسه نه وای ورکړ شوای، په ځانګړې ډول د داسې يو کانديد لپاره، چې د هېواد په شمال کې، يوازې په خپلي ازبيک توکمې ساحې کې را ايسار دی.


له څه ناڅه نيم ساعت وروسته بيا هم د جنرال پته ونه لګېده. په دې مراسمو کې د هغه مرستياله، شفيقه حبيبي راورسېده او د ناوخته راتګ له امله يې بښنه وغوښته. دهغې مطبوعاتي کنفرانس په هماغه شپه په بشپړ ډول خپور شو.


دوستم د ناڅرګندو دليلونو له مخې اشتباه وکړه او له هغه وړيا فرصت څخه يې ګټه وانه اخيسته، چې د هغو نورو ډېرو سيالانو ترې ګټه پورته کړې وه.


د مطبوعاتو د ډګر کارکوونکي چې له کانديدانو سره له مطبوعاتو څخه د ګټې اخيستې په منظور کارکوي، آی ډبليو پي آر ته وويل، چې زيات شمېر کانديدان نه شي کولای د راديو د ځواکنې تبليغاتي وسيلې څخه کارواخلي، ځکه له رايه ورکوونکو څخه د سيده غوښتنې مفهوم نوی دی.


د پلازمينې کابل کې د (سلام وطندار) د راديو چلوونکي، ميرويس سوشيال وويل. ((دا د تعجب خبره ده، هغوي په دې نه پوهيږي، راديو د کانديدانو لپاه څومره ارزښت لري، چې د ټول هېواد په کچه خپرونې لري.))


سلام وطندار په پلازمينې کابل کې د امريکا په متحده ايالتونو کې د ميشت مطبوعاتو د ملاتړ د موسسې، انتر نيوز، له خوا رامنځته شوې او ټولو کانديدانو ته د وړيا خپرونو فرصت ورکوي. دا راديوي ستيشن د دوو ستيشنونو له ډلې څخه يو دی، چې زياتره افغانان يې اوري.


د پوهې او معلوماتو کچه په څرګند ډول ګډه وډه ده. سوشيال وايي: ((يو شمېر خو لايي د راديو ستډيو ته د راتګ په هکله زموږ د بلنې د منلو لپاره تياری نه لري. خوهغه شمېر يې چې د راديو په ارزښت خبر دي په خپله راديو ته راځي او له موږ غوښتنه کوي، چې د پيسو په بدل کې د هغوی پيغامونه خپاره کړو.))


د ټاکنو لپاره د يو ساعت اوږد پروګرام، چې هر ماښام د سلام وطندار د راديو له لارې خپريږي، له هر کانديد سره د هغو ټولنيزو ستونزو په هکله مرکې کوي، چې د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند د وروستۍ خپرونې له خوا راپورته شوي دي او سمدلاسه خپريږي. په هغې برسېره، دا ستيشن هرکانديد ته د دوو دقيقو لپاره خپرنيز کمپاين ثبتوي او د هغو له ډلې څخه درې هغه يې د سلام وطندار او د ايف ايم په څپوکې د نورو شلو ستيشنونو له لارې په ټول افغانستان کې د انټر نيوز په مرسته خپريږي.


له دې هڅې سره د هرکانديد د هوايي خپرونو هغه مهال بشپړيږي، چې د افغانستان د راديو تلويزيون له خوا خپريږي. دا راديو دارزښت له مخې د انټرنيوز د خپرونو د شبکې دويمه هغه ده او د افغانستان له 34 ولايتونو څخه په شلوهغو کې خپرونې کوي. د افغانستان راديو هره ورځ د يو او يا زياتو کانديدانو مطبوعاتي کنفرانسونه خپروي او په هماغه شپه د رايدو او تلوزيون دواړو له لارې د شلو دقيقو لپاره خپريږي.


تلويزيون لږ اوريدونکي لري او يوازې لږ شمېر افغانان دتلويزيون سيټونه لري.


راديو ډېرو ليريو پرتو افغانانو او رايه ورکوونکو ته د رسېدا ډېره ښه وسيله ده. اوس په افغانستان کې د راديو 40 ستيشنونه شته، چې اتلس هغه يې د دولت له خوا خپرونې کوي، شل يې د انټر نيوز د شبکې له لارې او دوه نور يې د راديو ارمان او راديو کليد شخصي راديوګانې دي.


سوشيال وايي: ((راديو د خپرونو يوازينۍ وسيله ده، د کوچيانو په ګډون به داسې يو کور نه وي، چې راديو ونه لري.))


انټرنيوز د اورېدونکو په هکله يوه سروې پلې کړې او دا پايله يې ترلاسه کړې، چې زياتره خلک سيمه ييز ايف ايم ستيشنونه خوښوي، ځکه د منځنيو او لنډو څپو په پرتله ښه اورېدل کيږي، سيمه ييز او ځايي خبرونه او زياته موسيقي خپروي. په افغانستان کې د انټر نيوږ د مشر، جان ويسټ د وينا له مخې: ((د ايف ايم راديو په سلکو کې اويا خپرونې موسيقي غږوي ... دا زموږ دنده ده هغه پروګرام توليد کړو، چې خلک يي خوښوي او په داسې يوه لاره خبرونه ورزيات ، چې د خلکو د ناراحتۍ سبب نه شي.))


سوشيال په دې اند دی، چې راديو په روانو ټاکنوکې د پيغامونو د خپرولو يوازينی رښتينې لاره ده. هغه فکر کوي، دا وسيله ددې وړتيا لري، چې د (خلکو) په فکر کې بدلون راولي، خو خلکو ته د کانديدانو د پېژندلو لپاره ډېر لږ وخت ورکړ شوی دی. هغه وايي: ((خلکوته دا مهمه ده، تر څو وپوهيږي چاته رايه ورکړي، کوم عکس په نښه کړي. زه بشپړ ډاډ لرم، هغوې به د هغو کانديدانو په هکله سم فکر وکړي، چې لادمخه يې پېژني.))


د سياسي پيغامونو د ليږدونې د يوې وسېلې په توګه د راديو ګانو د نوی رول له پامه غورځول له دې امله دي، چې مطبوعات لا تراوسه کمزوري دي او ډارول کيږي.


ويسټ وايي، زيات شمېر راديو ستيشنونه ((په ډېرو لارو خپلواک نه دي)) د هغوی دخپلواکۍ څرنګوالی تر پوښتنې لاندې سيمې کې له عمومي خپلواکۍ سره تړاو لري. د کابل، کندهار، مزارشريف، هرات او جلال اباد په څېر لويو ښارونو کې راديوې ستيشنونه ((تر ډېرې اندازې خپلواک)) دي خو په ځينو نورو ولايتونو کې ((يو څه خنډونه شته.))


د مطبوعاتو او ټولټاکنو په اړوند د انټر نيوز له خوا په پوې پلې شوې سروې کې وموندل شوه، چې په ځينو ولايتونو کې، په کانديدانو پورې تړلو سياسي تنظيمونو له خوا خبريالان ډارول شوي دي. سروې وايي: ((کانديدان په مستقيمه توګه خبريالان نه ډاروي، خو هغه خلک چې د هغوی د استازيتوب ادعا کوي، خبريالان تر فشار لاندې راولي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists