کابليان خپل خپګان څرګندوي

د حکومت د تنخواه ګانو د نه ورکولو او کار موندنى د ريکاډ پر ضد له احتجاجونو څخه دغه راز د امريکا ضد احساسات اوريدل کيږي.

کابليان خپل خپګان څرګندوي

د حکومت د تنخواه ګانو د نه ورکولو او کار موندنى د ريکاډ پر ضد له احتجاجونو څخه دغه راز د امريکا ضد احساسات اوريدل کيږي.

د مۍ د مياشتى په شپږمه نيټه په سل ګونو خلکو د کابل په مرکز کى مظاهرى وکړى، او غوښتنه يي کوله چى حکومت دى د خلکو تنخواه ګانى ورکړي او د تقرر لپاره دى عادلانه کړنلارى رامنځ ته کړي.


ځنيو خلکو همدارنګه په افغانستان کى د امريکا د متحدو ايالاتو د حکومت د لاس وهنى پر ضد احتجاج وکړ.


ليدل شوي و چى احتجاج کوونکو له ځانه سره سپين او تور بيرغونه وړل، او په انګريزي ژبه او دري يي شعارونه ورکول، لکه مړه دى وي غير مسول واکمن، مړه دى وي امريکا او ژوندى دى وي صدام حسين.


دا مظاهرى چى د سپين زر هوټل مخ ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څنګ د کابل په مرکز کى پيل شوى، د محمد صديق افغان له خوا تنظيم شوى وى، چى په کابل کى فلسفي رياضياتو د نړيوال مرکز مشر دى.


پوليسو ته دمخه د مظاهرو په اړه خبر ورکړ شوى و، او چارواکو ويلي و چى په سوله اييزه توګه تر سره شوى.


د کابل ولايت د امنيتي چارو د قومندان مرستيال محمد خليل امين زاده، وايي، د واکمنو له خوا د دى اجازى ورکول چى غونډه دى تر سره شي دا وښودله چى دوى د بيان د آزادۍ او دموکراسي ملاتړي دي.


هغه زياته کړه چى امنيت شديد و تر څو دا خبره يقيني شي چى فرصت طلبان يا اپرچونستان چى غواړي د خلکو تر منځ ګډوډي رامنځ ته کړي ، له دغه امکان څخه کار وا نه خلي.


پوليس تخمين کوي چى مظاهره د نژدى ٢٠٠ تنو په تعداد پيل شوه خو په صحنه کى د خبريالانو په وينا وروسته په سل ګونو نور له دغه احتجاج سره د ورځى په اوږدو کى يوځاى شول.


د مظاهره کوونکو د ډيري لوى شکايت دا و چى حکومتي کارکوونکو ته له مياشتو مياشتو تنخواه نه ده ورکړ شوى، او چارواکي په غيرعادلانه ډول خپل دوستان او خپلوان مقرروي.


سربيره پر دى دوى خپله غصه هم څرګنده کړه چى د هيواد د بيا وداونى لپاره ډير لږ پرمختګ شوى. ځنيو احتجاج کوونکو همدارنګه د هغو افغان جلاوطنو پر ضد وينا کوله چى په حکومت کى ورته دندى ورکړ شوي، او ويل يي چى دوى يوازى د پيسو لپاره دلته راغلي او د اصلي کار په تر سره کولو کى دلچسپي نه لري.


يوه تن احتجاج کوونکي ګل باچاه چى حکومتي کارکوونکى دى او نهه تنه يي د کورنۍ غړي دي وويل: ماته بايد د تيرو دريو مياشتو تنخواه راکړل شي.


په نورو وزارتونو او ملکي خدمتونو لکه د ښوونى او روزنى په وزارت کى کارکوونکي وايي له تيرو ٦ څخه نيولى تر ٩ مياشتو راهيسته تنخواه نه ده تر لاسه کړى.


ډيرى خلک د پخوانيو بيروکراتانو په ګډون، د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته شکايت کړى چى دوى نه شي کولى، د نيپوتيزم او فساد له امله دولتي دندى تر لاسه کړي.


ځنيو احتجاج کوونکو يي پړه پر امريکا وغورځوله چى له افغانستان سره يي خپلى ژمنى نه دي تر سره کړي، او پر ځواکونو يي غږ وکړ چى و دى وځي.


صديق افغان چى ويل يي چى له هيڅ يوه ځانګړي سازمان پورى تړلى نه دى او يو له هغو کسانو دى چى پر پخوانيو حکومتونو يي په ډاګه نيوکى کړي. هغه وويل: زموږ موخه داده چى تنخواه ګانى بايد ورکړل شي، امريکايان دى افغانستان پريږدي او دندى بايد سمو يا مناسبو کسانو ته ورکړ شي. موږ له امريکايانو څخه نه ډاريږو. دا عراق نه دى، دا د انګريزانو، روسانو او ټولو مجرمينو قبر دى.


خو نورو مظاهره کوونکو ويل چى دوى په هيواد کى د متحدو ايالاتو د دخيلتيا ملاتړ کوي. د يوى ليسى ښوونکي اميرمحمد د هغوى د نظر په منعکسولو سره وويل: دا خبره نه منم چى افغانستان اشغال شوى و. دا د خلکو غوښتنه وه، ځکه افغانان له جګړى ستومانه شوي.


يو ځل ، احتجاج کوونکي د ولس مشر د ماڼۍ څخه بهر د پښتونستان په څلور لاري کى سره راټول شول، او نارى سورى يي وهلى تر څو چى شمير يي زيات شو. په زياد تعداد پوليسانو دوى پداسى حال کى ايثار کړل چى دوى د ننوتو هڅه کوله.


وروسته که څه هم د خلکو ګڼه ګوڼه پرته له کومى پيښى تيت او پرک شوه. دغى مظاهرى له هغه تشدد څخه ډير توپير درلود چى په پاى کى يي لږ تر لږه پنځه تنه محصلين د تيرکال په نوامبر کى د مظاهرو په ترڅ کى ووژل شول.


محصلينو ځکه مظاهرى کولى ځکه د دوى په کانتين کى په مکرر ډول خواړه نه و او په ليليو کى يي د شپى له خوا بريښنا نه وه. پوليسو دوه پلا د احتجاج کوونکو پر ګڼه ګوڼى ډزى وکړى، او چارواکو وروسته وويل چى د پوليسو غبرګون ناسم و.


چى د دى اوونۍ د امريکا ضد احتجاج په هکله پوښتنه شوه، د امريکا د متحدو ايالاتو د سفارت وياند البيرتو فيرناندز د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: امريکا خپلى ټولى ژمنى تر سره کړي دي، او له افغانستان سره يي د يوه مليارد ډالرود خوړو، او د افغانستان د امنيت او له تراهګرو څخه د خلاصون په برخه کى مرسته کړى.


امنيتي وضع ښه کيدى شي خو د طالبانو له رژيم څخه اوس حالت ښه دى او که چيرى احتجاج کوونکي د امريکا ضد شعارونه ورکوي، دا په دموکراسي کى د هغوى حق دى.


Frontline Updates
Support local journalists