کابل په کراره د پاکوونى په لور ګام اخلي

د ښاروالى چارواکي هڅه کوي د پلازمينى د کثافاتو زياتيدونکى ستونځه له منځه يوسي.

کابل په کراره د پاکوونى په لور ګام اخلي

د ښاروالى چارواکي هڅه کوي د پلازمينى د کثافاتو زياتيدونکى ستونځه له منځه يوسي.

د کابل د کوڅو په کنجونو کى وزى څريږي، ماشومان د کثافاتو له انبارونو څخه پلاستيکي بوتلونه ټولوي او له بيت الخلاګانو څخه کثافات او چټلي رابهيږي.


دا په پلازمينه کى د ورځني ژوند تصوير دى چى د هستوګنو له خوا او هغه څوک چى ترى ليدنه کوي ، په ورته ډول ليدل کيږي.


روغتيايي او طبي مسلکي کسان وايي: دا چى ښاروالي نه شي کولى ډير لومړني خدمتونه تر سره کړي نو د هر يوه کس ژوند يي دلته له خطر سره مخامخ کړى، په ځانګړي توګه د ماشومانو.


د ښاروالي چارواکي وايي دوى زياته هڅه کوي چى دغه ستونځه له منځه يوسي. په خوارو او بى وزلو سيمو لکه د اندرابي په کوڅه او يا د بيلګى په توګه د کابل په مرکزي برخه کى ، ماشومان د کثافاتو د انبار په شاوخوا کى منډى وهي او لوبى کوي چى يوازى څو ګامه د ښاروالى له دفترونو څخه ليرى دى.


د محمد جان خان له سړک څخه په تيريدو او د اندرابي لور ته د تلو پر مهال لومړى شى چى د چا ورته پام کيږي ، شديده بد بويي ده. دوهم شى دا دى چى ماشومان د دغه روغتيايي خطر پر شاوخوا لوبى کوي.


يوه مور چى دوه ماشومان لري د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته يي وويل: د کثافاتو ډيرۍ هره ورځ او هره شيبه زموږ ماشومانو ته روغتيايي ګواښ دى خو موږ له دغه ځايه د تلو او يا خوځيدو توان نه لرو. دلته د کرايي د ورکولو وس لرو او زه يوه کونډه يم چى د خپلو ماشومانو د ساتنى مسوليت پخپله زما په غاړه دى.


په ژينيو کى ميشت د روغتيا د نړيوال سازمان د کابل د دفتر يوه چارواک خان آغا اصيل د هغو ناروغيو په هکله خبردارى ورکړ چى په زياد تعداد د مچانو او موږکانو په وسيله انتقاليږي چى د کثافاتو د ډيرۍ پر شاوخوا بڼيږي .


موږکان داسى يو بکتريا انتقالوي چى په انسانانو کى طاعون، او موږکان او مچان دواړه لشمانيا يا سالدانه رامنځ ته کوي چى ډير درد لري او جوړيدل يي ګران کار دى.


د وزير اکبر خان په روغتون کى يوه جراح ډاکتر نسيم وويل چى ډير ماشومان يي له داسى ټپونو سره ليدلي، چى ځينى دغه دانى يا ټپونه ساري هم دي. هغه وويل موږ پدى پوهيږو چى د لشمانيا يا سالدانى لوى علت کثافات او ککړتيا ده.


پداسى حال کى چى هوا هره ورځ توديږي او کثافات نه ليرى کيږي، دا ماشومان نه يوازى په جلدي ناروغيو د اخته کيدو سره مخامخ دي بلکى د اسهال يا نس ناستى او د ګيډى د ناروغيو له خطر سره هم مخامخ دي.


د مى د مياشتى په دوهمه نيټه د کابل په څنډو د چنار له کلي څخه د محمد عارف دوه کلنه وريره د ديهايدريشن يا په بدن کى د اوبو د کموالي له امله چى د نس ناستى او کانګى په نتيجه کى رامنځ ته شوى و مړه شوه.


چنار يو له هغو اتو کليو دى چى له پلازمينى څخه بهر دى او کثافات هلته وړل کيږي او په ډاګه په کنده کى غورځول کيږي . دا کثافات خو نه دوى ښخوي او نه هم پرى د بکتريا ضد يا کوم بل ډول زهري مواد شيندي. پايله يي د ټولو هستوګنو او په ځانګړي توګه د ماشومانو تر منځ د روغتيايي ستونځو زياتوالى دى.


پنځه لس کلنه فوزيه بايد ښوونځي ته د تلو له پاره هر سهار له دغه ځايه تيره شي. هغه وايي: زه خپله پزه پر خپل ټيکرييا پړوني پټوم تر څو له بد بويي څخه ځان وساتم. ښاروالي د ښار د نورو ستونځو د له منځه وړلو لپاره کار کوي خو د کثافاتو په برخه کى يي کار نه دى کړى.


وحيده چى د اندرابي په کوڅه کى اوسيږي فکر کوي چى کثافات يوه لويه ستونځه ده. هغه وايي زه بايد هره ورځ اوړه نانوايي ته يوسم او د کثافاتو د دغى ډيرۍ له خوا يي تير کړم. هغى وښودله چى څرنګه د مچانو ډلى په لاس ليرى کوي تر څو له دغه ځايه ووځي او اوړه د پخولو لپاره نانوايي ته يوسي.


خو د اندرابي په کوڅه کى دوکاندار اشرف هاشمي پدى فکر کى دى چى د کابل د ښاريانو له پاره يو له ډيرو نورو زياتو ستونځو څخه چى دوى ورسره لاس او ګريوان دي کثافات دي.


هغه وويل: همدارنګه موږ اوبه او بريښنا نه لرو، نو د کثافاتو ستونځى د هغو په پرتله کوچني ښکاري.


د کابل د ښاروال مرستيال حسيب اله اصغري وويل: ښاروالى د ښار له لويو کوڅو څخه د کثافاتو د انبار په ليرى کولو پيل کړى دى. پس له هغى به موږ د وړو کوڅو په پاکولو پيل وکړو او له خلکو به وغواړو چى خپل کثافات ټاکل شويو ځايونو ته راوړي. زه دا منم چى د ښاروالى هڅى په دغه برخه کى کمزورى وى خو د خلکو له همکاري پرته موږ بريالي کيدى نه شو.


د اندرابي د کوڅى د اوسيدونکو يوه استازي چى نه يي غوښتل ونومول شي وويل: واکمنو د دوى لپاره هيڅ هم نه دي کړي. ښاروالى هيڅ هم نه کوي . او د کوڅى خلک دومره بى وزلي دي چى نه شي کولى د کثافاتو د ليرى کولو مالي لګښت پخپله ورکړي. دوى د لارۍ دکرايي د ورکولو توان نه لري. هغه وويل: چى ډير يي آن د يوى کراچۍ يا ريړى توان نه لري.


خو محمد داود چى پخپله انجنير دى او د پاملرنى د نړيواله مرستندويه موسسى د کابل له دفتر سره کار کوي وويل: د دوى د موسسى او ښاروالى تر منځ له يوه تړون وروسته، پنځه مياشتى وړاندى د اندرابي له کوڅى څخه ٤٠٠لارۍ (٦٠٠٠٠ متر مکعب) کثافات ليرى شوي دي.


هغه وويل: له هغه راهيسته حکومت د ښار د ناولو ويالو د پرانيستي سيستم د اوبو پاکولو ته پام ور اړولى دى، ځکه چى هغه د کثافاتو له ډيرۍ څخه هم لوى روغتيايي خطر رامنځ ته کوي.


له دى امله د کابل خلک په موقت ډول د ناولى او تورى خټى له ډيريو او بد بوى سره مخامخ دي چى د ښار د مرکز د کوڅو په خواو کى انبار دي چى د ناولو يالو څخه ويستل شوي دي.


د ښاروال مرستيال اصغري څرګندوي ، يوه ستونځه خو دا ده چى ښاروالي د ٣٠٠ په شاوخوا کى زړى لارۍ لري چى ډيرى يي همدا اوس شديد ترميم او جوړونى ته اړتيا لري.


هغه وويل: د جنورۍ په مياشت کى له هندوستان سره يوه موافقه لاس ليک شوى وه چى ١٠٥ نوى لارۍ چمتو شي چى پکښى د کثافاتو د بارولو عصري ګاډي هم دي چى په يوه ځل به د شپږ متر مکعبه کثافاتو د بارولو ظرفيت ولري.


د ښاروالى د پلان جوړونى د مشر مرستيال بشيراحمد د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى له يوناما ( د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستى هيت) سره له غونډى وروسته ښار په شپاړسو زونونو وويشل شو چى د څلورو موسسو يعنى پاملرنى، اکتيد، مرسي کورپس او ميدير به يي مسوليت اخلي، او دوى موافقه کړى چى پخپلو زونونو کى به کثافات په سمه توګه ليرى کړي.


احمد وويل: په دى وروستيو کى ځنيو موسسو لکه د ملګرو ملتونو د هبيتات، پاملرنى او د کليو د بياجوړونى موسسو ٢٠٠٠٠٠ متر مکعبه کثافات او د جګړى له امله د ورانو شويو وانيو خاورى او ډبرى له کابل څخه ليرى کړي دي.


دا موسسى سيمه اييزه خلک مقرروي چى کثافات پاک کړي، ځکه خلک کار ته شديده اړتيا لري.


د ملګرو ملتونو د هبيتات پروژى ريس نصيراله حبيبي وويل: ملګري ملتونه هره ورځ د ښاروالى هغو څلويښتو لاريو ته د سونګ مواد برابروي چى فعاله دي او کار کوي او دغه راز ښاري شوراګانى يي جوړى کړي دي چى له اوسيدونکو سره کار وکړي.


هغه وويل: د دغو شوراګانو د جوړولو موخه دا ده تر څو خلک وهڅوي چى د ښار په پاکوونه کى برخه واخلي. هبيتات د دغو شوراګانو لپاره ١١٧ کارکوونکي مقرر کړي دي، په ځانګړي توګه ښځى چى ور په ور پر کورونو وګرځي او د کورني پاکوالي د ارزښت په هکله او دغه راز د پاک چاپيريال د ساتنى لپاره خلکو ته توضيح ورکړي.


د حبيبي همکاره ، ډاکتره نظيره چى د هبيتات د سيمه اييزه ابتدايي روغتيايي ښوونى مسوله ده وايي: موږ د خلکو لپاره لمړنۍ روغتيايي روزنه د مکروبونو، ناروغيو او د امراضو د علايمو د پوسترونو په لګولو په زړه پورى کوو او خلک په دى توګه هڅو. موږ خلکو ته دا تشريح کو چى څرنګه چاپيريال پاک وساتي او له پاکو اوبو څخه څرنګه کار واخلي.


خلکو دغه پروګرام ته مثبت ځواب ورکړى او د لا زياتو معلوماتو غوښتنه يي کړى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists