Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

ژوند د ژوند لپاره

د ماشومانو د زېږېدلو پر مهال د ميندو مړينه د هېواد په ځينو برخو کې په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده.
By Salima Ghafari

ميمونه د منځني عمر يو ه مېرمن ده، د هغې په مخ او بدن د ناوړه ژوند نښې نښانې له ورايه څرګندې دي. ميمونه د کابل اوسيدونکي ده او وايي، چې تر اوسه يې 16 ځلې ماشوم راوړی اوهر مهال يې دا بار يوازې په خپلو اوږ وړی دی.


هغه وايي: ((زه هيچا ته اجازه نه ورکوم، چې د ماشوم د زيړېدو پر مهال مې سرته ولاړ وي. دا زموږ په ټولنې کې لوی شرم دی. هره پلا ما خپله خپل ماشوم په روڼو کې تاو کړي دي.))


ميمونه يوازې نه ده. په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق UNIFEM له خوا د يوې څېړنې له مخې په سلو کې نوې مېرمنې د يو مسلکي طبي کارکوونکي له شتون پرته ماشوم زېږوي.


له دې سره سره هغه له ډېرو نورو ښځو څخه نېکمرغه ده. افغانستان د نړۍ په کچه په هرو سلو زرو زېږېدنو کې تر ١٦٠٠ پورې ميندې مري ، چې دا تر ټولو لوړه کچه ده. دا اندازه د هېواد په شمال ختيځ، بدخشان کې تردې هم لوړه ده، چې په کې په هرو سلو زرو زېږېدنو کې د ميندو د مړېني کچه تر ٦٥٠٠ پورې رسيږي.


په زياتې پرمختللې نړۍ کې د زېږېدو پرمهال مور کله نا کله مري. دامريکا په متحده ايالتونو کې منځنۍ اندازه په سلو زرو کې ١٢ ده، په داسې حال کې چې په سوېډن کې دا شمېره يوازې درې ده.


د افغانستان په هيښوونکو شمېرو کې بېلا بېل لاملونه لاس لري.


لسيزې اوږدې جګړې، ويجاړ شوی اقتصاد، د سړکونو او روغتيايي خدمتونو نشتوالى ټول په خپل وار په هغې باندې اغېز شيندي. خو د ميمونې په باره کې تر ټولو زيات پياوړى لامل ټولنيز دود دى. د افغانستان په پلارواکې ټولنې کې ښځې زياتره له پامه غورځېدلې او د کور په دېوالونو کې ايسارې ساتل شوي دي.


زيات شمېر ميندې د اميدوارۍ او ماشوم د زېږېدو پر مهال له مرستې غوښتلو شرميږي. د هغوې مېړونه زړه نه ښه کوي، په تېره بيا چې بهر يې ښځې د نارينه ډاکټرانو له خوا معاينه شي.


د لويديځ ولايت هرات اوسيدونکي حاجي ګل محمد د هرات د ښار روغتون ته خپله ماندينه راوستې ده. دلته هغه د هغې د درملنې لپاره د يوې ښځينه ډاکټرې په لټه کې دى.


هغه وايي: "که ښځينه ډاکټره مې پيدا نه کړه، نو هغه به بېرته کور ته يوسم. دا به زما د مېرمنې لپاره ډېره بده وي، جې د نارينه په وړاندې ماشوم وزيږوي."


د دود له مخې نارينه ډاکټران نه شي کولای د ناروغو ښځو درملنه وکړي، په دې مانا چې له امله يې زياتره ښځې له هرې طبي مرستې بې برخې کيږي. د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې د ښځو په زده کړو باندې د بنديز له امله د ښځينه ډاکټرانو شمېر دومره لږ دى، چې نه شي کولاى د ټولو ښځينه ناروغانو ستونزو ته ورسيږي.


د افغانستان په مرکزي لوړو برخو کې پروت د باميان ولايت د زېږيدو پر مهال د ميندو په مړينې کې له بدخشان څخه وروسته دويم ځاى لري. د هغه ولايت د روغتيا رئيس، ډاکټر احسان الله شهير د آى ډبليو پي آر خبريال ته وويل، ، د هغې روغتون د ولايت په کچه د ٣٠٠ زرو تنو روغتايي خدمتونه سر ته رسوي، يوازې لس ډاکټران لري، چې دوې تنه يې ښځينه دي. د ولايت په لېرې پرتو سيمو کې ٣٨ روغتيايي مرکزونه شته، چې پنځه ښځينه او ٣٥ نارينه ډاکټران په کې کار کوي.


هغه وايي: "د ماشوم د زېږېدو پر مهال د مور مړينه دلته ډېره لوړه ده. خو هغه لويه ستونزه چې موږ ورسره لاس او ګرېوان يو، هغه د خلکو عقيده ده. هغوی وايي (خداى ژوند ورکوي اوخداى يې اخلي.) او تر هغه چې مرګ ته نژدې شوی نه وي، (ډېر ناوخته شوى نه وي،) نو ډاکټر ته نه راځي."


لکه د هېواد د نورو برخو په څېر، جغرافيايې حالت، په باميانو کې د ماشومانو د زيږېدو پر مهال د مور د مړينې په شمېره کې لوى لاس لري. آن کله چې يوه کورنۍ د روغتيايي مرستې په لټه کوې وې، نو د سړکونو نشتوالى او غرنۍ سيمې د مرستې لاس ته راوړل ډېر ګرانوي.


زيات شمېر طبي ماهران په دې اند دي، چې د مور د مړيني تر ټولو لومړى لامل د ماشوم د زيږېدنې پر مهال د ويني د بهېدو نه کنترول دي. که دا کار په يو روغتون کې تر سره شي، چې ډاکټران او درمل په کې موجود وي، نوښايي چاره يې وشي. خوهغه مهال چې يوه ښځه په ليرې پرتې سيمې کې له دې ستونزې سره مخامخ کيږي، نو له دې مخکې چې له ليرې واټن څخه، معمولا د خرو په واسطه، نژدې کلينيک ته ځان ورسوي، ښايي په لاره کې مړه شي. د بدخشان په څېر په ليرې پرتو او غرنيو سيمو


کې وضعه ډيره خرابه او يو ناورين ته ورته ده.


لکه څنګه چې د بدخشان د عامې روغتيا رئيس، عبدالمومن جليل وايي، "په بدخشان کې به دې د ښځو د روغتيا حالت وډاروي."


د کابل د ملالۍ د زيږنتون د رياست مرستيالې، ډاکټرې حفيظې عمرخېل وويل، ټولنيزي ستونزې، لکه بېوزلتوب د ماشوم د زېږېدو پر مهال د ميندو په مړينې کې زيات رول لوبوي. د اميندوارۍ پر مهال د خواړو کمبوت ددې خطر له زياتېدو سره هغومره مرسته کوي، لکه د تنکي عمر لرونکو


نجونو د ودولو سره يې چې لري.


د يونسيف د موراو ماشوم د روغتيا د برخې مسووله ډاکټر ليندا بارتليت د وينا له مخې د تنکې عمر ودونه د ماشوم د زيږېدو پر مهال د مور د مړينې له لومړنيو لاملونو څخه ګڼل کيږي.


هغې آى ډبليو پي آر ته وويل : "په افغانستان کې يوه نجلۍ د خپل واده نېټه او د خپلو ماشومانو شمېره نه شي ټاکلاى. " له دې امله زيات شمېر ځوانې ميندې له دې امله مري، چې له وخت دمخه واده شوي دي."


هغې زياته کړه، چې په دې هکله يو څه ګامونه پورته شوي دي. يونيسيف د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو پراختيايي صندوق UNIFEM، او د روغتيا نړيواله ادارهWHO په ګډه په يو پروګرام کار کوي، چې د امينداوارۍ پر مهال به ښځو ته د مرستې اندازه لوړ ه کړي. په زياترو ولايتونو کې کلېنيکونه يو په بل پسې جوړيږي او د هېواد په ټولو برخو کې ښځې د دايه ګانو په توګه روزل کيږي.


خو دا يو روانه مبارزه ده.


په هېواد کې د ليک لوست د نه زده کړې کچه، په تېره بيا په ځيونو ولايتونو کې ډېره لوړه ده او له دې امله نالوستو ښځو ته ګرانه ده، چې بنسټيز معلومات لاس ته راوړي. له دې امله ښځې مري، ځکه هغوى او د هغوى کورنۍ د روغيتايي څارنې ډېر لومړني او بنسټيز معلومات نه لري.


د WHO لپاره د مو راوماشوم د څانګې مشره ډاکټر عادله مبشر وايي: "ښځې په افغانستان کې ټيټ پوړکى (قشر) دى. په سلو کې له دوو څخه لږې يې په ليک لوست پوهيږي. هغوى روغتيايي څارنې ته نه شي رسيداى او د روغتيا په هکله هېڅ معلومات نه لري."


اقتصادي ناوړه حالت هم په دې ناورين کې خپله ونډه لوبوي.


د عامې روغيتا د وزارت د مور او ماشوم د څانګې مشرې، ډاکټر فخريې حسين وويل: "د ماشوم د زيږولو پر مهال د ښځو د مړينې ستر لامل د هغوى د کورنۍ اقتصادي حالت دى." هغې زياته کړه، هغوى د ډاکټر فيس او د درملو پسيې نه لري، زيات شمېر ښځې هسې خوشې په خوشې مري. په هغې برسېره د ماشومتوب پر مهال د ناوړو خواړو کچه د هغې په راورسته ژوند باندې ناوړه اغېز اچوي.


د زياتې څارنې د چمتو کولو لپاره د حکومت او نړيوالو موسسو هڅه به يو څه مرسته وکړاى شي. خو هغه وايي، چې له هغې سره سره تر هر څه دمخه بايد افغاني مېرمنو لپاره رښتينى ټولنيز بدلون راشي.


د غور ولايت يوې استوګنې وويل: "زموږ په ولايت کې د ښځو لپاره کلينيک نه شته. که وي هم، نو زما مېړه ماته اجازه نه راکوي، هغې ته لاړه شم."