جنسي تجاوز پر ژوند يو ستر ګوزار

چارواکې د قوماندانانو له خوا د تنکيو ځوانانو د جنسي تجاوز په موخه د تښتولو په شمېرې کې د زياتوالي خبرې کوي.

جنسي تجاوز پر ژوند يو ستر ګوزار

چارواکې د قوماندانانو له خوا د تنکيو ځوانانو د جنسي تجاوز په موخه د تښتولو په شمېرې کې د زياتوالي خبرې کوي.

د مدني ټولنې له جوړېدلو سره سره په افغانستان کې د غښتليو قوماندانانو له خوا د تنکيو ځوانانو تښتول دوام لري. په سيمه کې لږترلږه د يو کارپوه د وينا له مخې ښايي دا ستونزه نوره هم پسې ناوړه شي.


ديارلس کلن عبدالله اوس د عدليي وزرت په دارالتاءديب کې اوسيږي. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، داسې برېښېده لکه چې زه دې په دې کارمحکوم شوی اوسم. نوموړی تنکي ځوان په داسې حال کې چې خپلې اوښکې يې پاکولې، وويل: ((زه څه ناڅه درې مياشتې دمخه په بغلان ولايت کې وتښتول شوم. لومړی د قوماندې په مرکز کې او بيا د قوماندان په کور کې بندي وم. حالت ډېروحشي و. د تښتولو پر مهال لومړی ما له هغوی سره مقاومت وکړ. خو هغه د دېو په څېر لاسونه درلودل او په ما باندې له ځان اچولو دمخه يې زما لاسونه او پښې وتړل.))


عبدالله وايي، چې په راتلونکو څو اوونيو کې په هغه باندې د قوماندانانو لسو - پنځلسو تنو خپلو خپلوانو جنسي تېری وکړ. هغه وويل: ((زه ستړې او له ژوند بېزاره شوی وم او په مرګ خوشحإله وم. يوه ورځ چې هغه په کو رکې يوازې و، د هغه ټوپک زما ګوتو ته راغی. ما هغه وويشته او مړ مې کړ. له کوره وتښتېدم او په سيمه کې مې د خلکو په کور کې پنا واخستله. هغوی زه پوليسو ته وسپارلم او اوس يوه مياشت کيږي، چې دلته اوسېږم.))


اوسمهال په دې مرکز (دارالتاءديب) کې 12 تنه هلکان دي، چې د ټولو عمرونه له اتلسو کلونو څخه لږ دي. په هغوی هم يا لکه د عبدالله په څېر جنسي تېری شوی او يا په نورو جرمونو تورن دي.


اووه لس کلنه شفيقه ددې مرکز بله اوسېدونکې ده. هغه وايي: ((زما يو ورور د بغلان په ولايت کې يو قوماندان، د جنسي عمل لپاره، په کور کې ساتلی و. ددې لپاره چې (زما ورور) د قوماندان پام ځانته واړوي او هغه له ځانه خوشحاله کړي، نو له ما يي وغوښتل، د هغه په کور کې يو محفل ته راشم. کله چې هلته لاړم، نو د قوماندان ورور په ما تېری وکړ. اوس په خپل کور کې را ته څوک ځای نه راکوي.))


د بغلان د بشري حقونو د څانګې مشر، عبدالغفور بسيم ډاريږي، چې ښايي ستونزه نوره هم پسې پراخه شي.


هغه وويل، د نومبر په مياشت کې د بغلان په ولايت کې هغه ته په ځوانانو باندې د تيري 12 رپوټونه رسېدلي دي، چې وايي هغه ته دا کار له بريده وتلی ښکاري. نوموړی وايي: ((دا پديده، په تېره د ټوپک والو په ښکېلتيا، کوچنيانو ته يو ستر ګواښ دی. د هغو پېښو د شمېرې په هکله فکر هم نه شي کېدای، چې خبر يې نه ورکول کيږي. موږ د يو څو پيښو په هکله پوليسو ته خبر ورکوو. خو داسې نه ښکاري، چې هغوی دې په دی هکله کوم اقدام کړی وي.))


بسيم په دارلتاء ديب کې د ځوانانو د ساتلو له کار سره مخالف دی. هغه وايي: ((زما په اند، چېرته چې د هغوی د خونديتوب فکر کېدای شي، په هم هغه ځای کې هغوى (د تيري ) له ګواښ سره مخامخ کېداى شي. ښه لاره داده، چې بېرته له خپلو کورنيو سره يو ځای شي او که کورنۍ يې بېرته اخيستلو ته چمتو نه وي، نو بايد حکومت د هغوی ساتنه وکړي.))


د بغلان د امنيي قوماندان، جنرال فضل الدين الله يار وايي، هغه ته ددې جرمونو په هکله رپوټونه رسيدلي دي. د پيښو په اړه به څېړنې پيل کړي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists