جنګ سالاران يو ځل بيا شمال ته راستنيږي

په بلخ کې د ملېشو د فعاليت بيا راژوندي کېدل د سياسي واک د مبارزو له ګواښنې سره تړاو لري.

جنګ سالاران يو ځل بيا شمال ته راستنيږي

په بلخ کې د ملېشو د فعاليت بيا راژوندي کېدل د سياسي واک د مبارزو له ګواښنې سره تړاو لري.

Thursday, 17 December, 2009
. امنيت په پخواني باثباته ولايت کې مخ په ترينګلتوب دى. هغه ډاريږي او وايي کېداى شي چې جګړه پيل شي.



هغه د ستونزو پړه پر طالبانو او يا نورو ياغي ډلو نه اچوي. پرځاى يې هغه ډاريږي چې په سيمې کې د ملېشو پخواني قوماندانان د واک د ترلاسه کولو لپاره لاس او پښې وهي؛ ځکه انګيري چې د والي څوکۍ چور کولاى شي.



هغه وويل: "ما په دې ولسوالۍ کې هيڅکله طالبان نه دي ليدلي. خو پخواني جنګ سالاران مې ليدلي چې له وسلو سره دلته او هلته ګرځي راګرځي."



د باز محمد د وينا له مخې د بلخ وضعه له هغه وروسته خړه پړه شوه چې د نوموړي ولايت والي، عطامحمد نور اړيکې له ولسمشر حامد کرزي سره خراب شول.



عطاد اګست د مياشتې په ټول ټاکنو کې د کرزي د ستر سيال ډاکټر عبدالله عبدالله ننګه او ملاتړ وکړ. عطا او عبدالله دواړه په شمال کې له تاجيک توکمه سياسي ځواک سره تړاو لري.



باز محمد وويل: "که د دوى دواړو تر منځ اړيکې سمې نشي، وضعه به پسې ناوړه شي. پوليس او امنيتي ځواکونه نشي کولاى د شپې له خوا زموږ په ولسوالۍ کې ګزمه وکړي."



بلخ په اکتوبر کې د ټولټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته زيات کاواکه شو. کرزى ګټونکى اعلان شو او د عطا دريځ تر پوښتنې لاندې راغى.



داسې قوي اوازې شته چې کرزى به د هغه (عطا) د ګوښه کولو هڅه وکړي. ځايي اوسيدونکي اندېښنه لري که چېرته ځواکمن والي وغواړي د ولايت پر څوکۍ ګېډه واچوي نو خبره به تاوتريخوالي ته ورسيږي.



له تېرو شپږو اوونيو راهيسې په دې ولايت کې د پوليسو په ګډون له شلو زيات خلک وژل شوي دي. پر بهرينو ځواکونو هم بريدونه زيات شوي دي. دا په بلخ کې يوه نوې پديده ده چې تر دې وروستيو وختونو پورې نسبتا کرار ولايت و.



د باز محمد په څېر نور ځايي اوسيدونکي وايي دا تاوتريخوالي د طالبانو کار نه دى؛ پرځاى يې هغوى په پخوانيو جنګ سالارانو پورې تړلو ډلو ته ګوته نيسي چې په هرځاى کې ټوپک په لاس ليدل کيږي.



په بلخ کې ميشت د ٢٠٩ قول اردو قوماندان، جنرال مراد علي مراد ددې خبرې پخلى کوي چې له ياغيانو څخه جلا وسله والې ډلې له څو اوونيو راهيسې په سيمې کې فعالې شوې دي.



هغه وويل: "موږ به دا ډلې، چې له هر چا سره تړاو لري، له منځه يوسو. موږ به پرې نه ږدو چې هغوى په بلخ کې ګډوډي رامنځته کړي."



نوموړي جنرال له آى ډبليو پي آر سره د مرکې په حال کې ونه ويل چې دا ډلې په چا پورې تړلې دي. هغه وويل دا لا له وخت څخه مخکې خبره ده چې د هغوى نومونه واخيستل شي



جنرال مراد د نومبر په لومړيو کې له وال سټريټ ژورنال (Wall Street Journal) سره په يوې مرکې کې ويلې وو،داسې شواهد لري چې عطا له کرزي سره د مقابلې لپاره خلک وسله وال کوي.



په شمال کې د پوليسو د ځواک وياند، لعل محمد احمدزي په يوې تبصرې کې وويل: "په زياترو ولسواليو کې هغه چا چې خپل ژوند د ټوپک په زورتېر کړى يو ځل بيا غواړي هماغه لاره خپله کړي. خو ټينګار يې وکړ د هغه ځواکونه، چې د ملي پوليسو يوه برخه ده، له دې ګواښونو سره د مقابلې پوره وس لري."



د عطا وياند، منيراحمد فرهاد تاييد کړه داسې ډلې شته چې له طالبانو سره تړاو نه لري، خو له والي سره يې د هغوى له تړاو څخه انکار وکړ.



د هغه په اند عطا د کورنيو چارو او د دفاع پر وزيرانو په ډاګه پړه اچولى چې شمال ته د بېلابېلو ډلو د وسله والولو لپاره وسلې ليږي. دا داسې ادعاګانې دي چې په کابل کې په کلکه رد شوي دي.



بلخ د افغانستان په شمال کې له ازبيکستان سره په ګډه پوله پروت دى او د هېواد د مهمو ولايتونو په ډلې کې شمېرل کيږي. د حکومتي سرچينو د وينا له مخې پر امو سيند پروت د حيرتان بندر په کال کې له سلو مليونو امريکايي ډالرو څخه عايدات لري.



عطا په سيمه کې بې مخالفته نه دى. د کرزي درې تنه غښتلي انډيوالان په بلخ يا ګاونډيو ولايتونو کې د قدرت مرکزونه لري. د ملي جنبش مشر، ازبک توکمه جنرال عبدالرشيد دوستم په جوزجان کې تقريبا بشپړ کنترول لري او د عطا سخت دښمن دى. پښتون توکمه جمعه خان همدرد، چې اوس د پکتيا والي دى، هم په بلخ کې ژورې ريښې لري او د رپوټونو له مخې د عطا په وړاندې فعاليت کوي. او دريم تن، د هزاره توکمه وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق هم په بلخ کې ډېر غښتلى دى او له عطا سره يې خپل مخالفت پټ کړى نه دى.



د دوستم، همدرد او محقق وياندانو په بلخ کې د کومې وسله والې ډلې کنترول رد کړ. خو داسې اوازې شته چې دا درې واړه هر يو يې غواړي د بلخ په ولايت کې خپلو پلويان ځاى په ځاى کړي.



عطا او دې نورو درې واړو د وسله والو تنظيمونو مشري کوله او د نوي يمو کلونو په لومړيو کې يې په کورنۍ کور ورانوونکې جګړې کې د سيالو ځواکو په توګه برخه اخيستې. هغوى د شوروي ملاتړي حکومت له رانسکورېدو وروسته د افغانستان د کنترول لپاره جګړې کولې. د بلخ ولايت زياتره اوسيدونکي ډاريږي چې د هغوى ولايت به يو ځل بيا د جګړې ډګر شي.
Frontline Updates
Support local journalists