جمعيت اسلامي د انشعاب سره مخامخ دى

د شمالي ټلوالى د لويې ډلى راتلونکى وروسته له دى مبهم ښکاري چى مشرانو يي د لويو بدلنونو له پاره غږ کړى.

جمعيت اسلامي د انشعاب سره مخامخ دى

د شمالي ټلوالى د لويې ډلى راتلونکى وروسته له دى مبهم ښکاري چى مشرانو يي د لويو بدلنونو له پاره غږ کړى.

Thursday, 3 March, 2005

د شمالي ټلوالى د د لويې ډلى جمعيت اسلامي غړي هڅه کوي چى يو نوى سياسي غورځنګ جوړ کړي، ځکه چى دوى ويره لري چى د ګوند ورځى يي په شمير پاتى دي.


د ګوند د کلتوري کميټى غړي عبدالحفيظ منصور وويل: د طالبانو له نابوديدو وروسته او د انتقالي ادارى له پيل سره د جمعيت اسلامي يو شمير غړي په دى باور دي چى نه خو د ګوند مشر او نه هم د دغه حزب اساسي قانون کولى شي د خلکو اړتياو ته ځواب ووايي.


دننه په ګوند کى بيا دوهمه ډله د بدلون پر اړتيا پوهيږي، خو غواړي چى پخپله د جمعيت اسلامي په داخل کى اصلاحات راولي.


دواړه ډلى کيداى شي د جمعيت اسلامي د مشر، يعنى پخواني ولس مشر برهان الدين رباني د مقاومت سره مخامخ شي ځکه هغه د داسى اصلاحاتو مخالفت کوي.


د ١٩٧٩ کال د شوروي د اشغال راهيسته دغه ګوند د افغانستان په سياسي ډګر کى مهم رول لوبولى او لا هم ډير نفوذ لري.


د ګوند دوه مشران محمد فهيم او يونس قانوني په انتقالي اداره کى د دفاع او ښوونى او روزنى د وزارتونو وزيران دي .


تر ټولو مهمه دا ده چى لا هم د هيواد پوځ تر خپلى ولکى لاندى لري او په تخميني ډول ٥٠٠٠٠ کسان او په لس ګونو ټانکونه لري. يو هيواد چى ملي پوځ ونه لري ، دغه ځواک په زور سره د پلازمينى د نيولو له پاره کافي دى.


د جمعيت اسلامي يوه چارواکي محى الدين IWPR ته ويلي چى د ګوند يوه ډله غړي د شپږو مياشتو راهيسته د نهضت ملي – د افغانستان د ملي غورځنګ په نامه د يوه نوي سازمان د رامنځ ته کولو له پاره کار کوي. هغه وويل دا سازمان به هغه مهال خپل فعاليتونه پيل کړي چى موږ يي لمړى کانګرس پرانيزو. موږ يي مشرتابه نومولى نه شو خو پر دريو کسانو يعنى فهيم، قانوني، او ولي مسعود غور کيږي.


د وژل شوي پوځي قومندان احمدشاه مسعود ورور ولي مسعود، دغه ګوند ته د نوى بڼى د ورکولو له پاره د دى ډلى د هڅو استازيتوب کوي. پداسى حال کى چى د هغه ورور په دوديز ډول يو مشهور ستورى وو، ولي مسعود بيا د لويي جرګى پر مهال په دريشي سره ډيره شيکه بڼه غوره کړى. هغه د کابل په پوهنتون کى د محصلينو د ډلو په جوړولو کى ډيره هڅه کړى.


له ډيرى مودى راپدى خوا پر جمعيت اسلامي نيوکى شوي چى د پنجشير له درې څخه د يوى کوچنۍ ډلى له خوا يي مشري کيږي. په ځانګړي توګه ډير پښتانه چى د افغانستان لويه توکميزه ډله جوړوي، داسى احساس کوي چى دغه ګوند د لويي جرګى وروسته په نوي انتقالي حکومت کى په مکرر ډول بى تناسبه اغيز درلودى دى.


د دوى پلويان ټينګار کوي چى جمعيت اسلامي او شمالي ټلوالى هغه خلا ډکه کړى چى د طالبانو د نسکوريدو له امله رامنځ ته شوى او له هغه راهيسته يي خپل واک په مسوليت سره کارولى.


منصور وويل: پنجشيريانو پخوانې باچا ظاهرشاه لويې جرګى ته راوباله او د جرګى پر مهال يي د امنيت په نيولو ډيره مرسته کړى.


ګوند د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال تاسيس شوى. دا د ميڼ اړخو او مات پالو سياسي ډلو او د باچا د آزادخيالو تګلارو په وړاندى د مخالفت د يوى برخى په توګه جوړ شوى و چى د کابل له پوهنتون څخه يي سر اوچت کړ. په ١٩٧١ کال کى رباني يي د رهبرۍ له پاره انتخاب شو چى په ١٩٧٤ کال کى له هيواد څخه ووت.


دا ګوند په اتيايمو کلونو کى هغه مهال له وتليو ګوندونو شو چى په پيښور کى ميشت له ٧ سياسي ډلو څخه يو شو چى مجاهدينو ته مرستى او وسله ورسوي. که څه هم دا ډله تل د تاجکانو ډله وه خو ځينى پښتانه غړي يي هم راجلب کړي دي.


دا لا څرګنده نه ده چى د ګوند راڅرګنديدونکى درز به د افغانستان په شمال کى پر بيلابيلو ځواکونو چى له دوى سره دي څه ډول اغيز ولري. په دوديزه توګه جمعيت اسلامي د هيواد په شمال ختيځو ولايتونو يعنى بدخشان، تخار، کندز او دغه راز د کابل په شمال ، پروان او کاپيسا کى ډير اغيز درلودى دى. خو سيمه اييز پوځي قومندانان زياته کورواکي لري او کولى شي خپل کسان يوى ډلى يا بلى ډلى ته يوسي او يا هم ترى ځان وباسي.


ډير په دى باور دي چى د نوي غورځنګ د جوړولو له پاره يو له دﻻيلو دا دى چى د طالبانو تر نسکوريدو وروسته شمالي ټلوالى خپل يووالى له لاسه ورکړى.


د طالبانو مخالفو ډلو په مصلحتي ائتلاف کى په رسمي ډول د جنرال عبدالرشيد دوستم جنبش ملي چى لوى ازبک ځواک دى، ترکمنان او د هزاره توکمو ډلو استازي شامل وو.


منصور وايي: دا چى د شمالي ټلوالى مشران د لويي جرګى پر مهال د کرزي تر شاه سره راټول شول چى دا د دوامداره نژدى سياسي اړيکو شاهدي ورکوي. خو هغه زياته کړه، له پوځي پلوه د دوى اتحاد د طالبانو د نابوديدو وروسته پاى ته رسيدلى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists