جلا وطني محصلين بيرته هيواد ته ستنيږي

افغاني پوهنتونونه به هغو په سل ګونو محصلينو ته ځاې ورکړي چي په پاكستان كي له جلاوطنې بيرته هيواد ته راستنيږي .

جلا وطني محصلين بيرته هيواد ته ستنيږي

افغاني پوهنتونونه به هغو په سل ګونو محصلينو ته ځاې ورکړي چي په پاكستان كي له جلاوطنې بيرته هيواد ته راستنيږي .

Monday, 21 February, 2005

له پاکستان څخه افغان کډوال په دومره زيات شمير هيواد ته بيرته راستنيږي چې په پيښور کې هغه پوهنتون چې دوې په کې زده کړه کوله پلان لري چي هغه وتړي او ټول محصلين خپل وطن ته انتقال كړي .


لمړۍ ډله به د جولاي په مياشت كې چې د تعليمي كال پاې دې راستانه شي او هغوې چې غواړي خپلې زده کړې ته دوام ورکړي نو دوې به د افغانستان په پوهنتونونو کې جذب شي.


دا تر اوسه پورې تر ټولو غښتلې نښه ده هغو افغانانو چې په تيرو کلونو کې په پاکستان کې پناه اخيستې وه اوس يي په داسې حال کې پريکړه کړې چې په افغانستان کې به مصونيت وي چې په هغه هيواد کې د امنيت په اړه نړديوالې انديښنې شته دي.


په پيښور کې افغان پوهنتون چې ٢٠٠٠ محصلين لري او په دريو کې يوه برخه يي نجونې دي په ١٩٩٩ كال كي د څو شخصي پوهنتنونو د يو ځاي كيدو په نتيحه كي رامنځ ته شو. دوې ډير ژر د طالبانو د نسکوريدو څخه وروسته په كابل كي دنوي تعليمي اداري سره تماس ونيو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تعليمي نظام ته په افغانستان کې زيات زيان ورسيد.


د تيرې جنورۍ په مياشت کې د پوهنتون يو پلاوې کابل ته تللې وو چې هلته په پيښور کې د ميشتې تعليمي ادارې د ثبت په هکله خبرې اترې وکړي. پايله دا وه تر هغې چې کډوال په پاکستان کې ورته اړتيا ولري دغه اداره بايد هلته کار وکړي.


که څه هم دغه اړتيا ورځ په ورځ له دې امله مه منځه ځي چې هره ورځ هيواد ته د جلا وطنو افغانانو د ستنيدو شمير زياتيږي. د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو اداره UNHCR وړاندوينه کړې چي سږكال به نژدې ٤٠٠٠٠٠ کډوال وطن ته بيرته ستانه شي خو د ستنيدونکو شمير له هغه څخه چې اټکل شوې وو ډير زيات دې. نژدې پنځه لکو يا نيمايي مليون خلکو لادمخه له دغه پروګرام څخه ګټه اخيستې ده .


په دې وروستيو کې دكابل دحكومت يو پلاوي د پيښور له پوهنتون څخه ليدنه کړې او پتيلې يي ده چې محصلين بايد ژر تر ژره کابل ته انتقال شي خو مخکې له هغې بايد ورته اجازه ورکړل شي چې د جولاې تر مياشتې هيواد ته تر ستنيدو وړاندې خپل تعليمي کال پاې ته ورسوي .


افغان پوهنتون همدارنګه هڅه کوي چې په کابل کې له واکمنو څخه د دې موافقه هم تر لاسه کړي چي هغه زده کوونکي هم جذب کړي چې ښوونځې يي سر ته رسولې او په داسې حال کې چې په پاکستان کې اوسيدل د لوړو زده کړو شانس يي له لاسه ورکړې. که څه هم هر زده کوونکي بايد د مياشتې ٢٨٠ پاکستاني روپۍ چې (نژدې ٥ ډالره ) کيږي فيس ورکړي واې خو ځنيو بيا د هغه توان هم نه درلود.


دافغان پوهنتون رئيس اسدالله شينواري وويل: مونږ په دي متفق شوي يو چي محصلين بايد د افغانستان په هر پوهنتون کې جذب شي او زمونږ ټول شته بايد د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت ته په كابل كي را انتقال شي .


د كابل پوهنتون چې د مجاهدينو ډلو تر منځ د نولس سوه او نويمو کلونو په لمړيو کې وران شوې او اوس هڅه کوي چې د زده کړې د يوه لوې مرکز په توګه خپل پخوانې موقف تر لاسه کړي ، نه شي کولې چې دا کڼ شمير محصلين جذب کړي.


د اوسني حالت له امله د ښوونې او روزنې وزارت نه شي کولې ټول زده کوونکي په کابل کې په ښززنځيو کې ځاې پر ځاې کړي ځکه دوې د زده کړې له پاره مواد او د زده کوونکو او ښوونکو له پاره ځاې نه لري. نو له همدې امله ښاغلي شينواري وويل چې دوې خپلو کليو او ښارګوټو يا اصلي هستوګنځو ته ورليږي.


دوې به له هغو په زرګونو نورو محصلينو سره يو ځاې شي چې د فبرورۍ په مياشت کې يي د کانکور ازموينه ورکړې ده .


كه داسي كومه پيښه ونه شي چي د کډوالو بيرته ستنيدل ودروي نو افغان پوهنتون به دراتلونكي كال د جولاي تر مياشتې وتړل شي ، وسايل به يي پاكستاني واكمنو او اداره به يي دافغانستان د ستونځو ماضي ته وسپارل شي .


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists