جهاديانو د لويې جرګې سره خپلې اړيکې وشلولې او د قومونو مسله يې راپورته کړه

په کابل کې د رحيم الله سمندر ليکنه

جهاديانو د لويې جرګې سره خپلې اړيکې وشلولې او د قومونو مسله يې راپورته کړه

په کابل کې د رحيم الله سمندر ليکنه

دغه ډله وايي چې دوى غواړي چې لويه جرګه دې مخکې لدې چې په اساسي قانون وغږيږي د حکومت د بڼې پريکړه وکړي . د اساسي قانون اوسنۍ مسوده قوي رياستي نظام غوره کوي پداسې حال کې ځينې د پارليماني نظام پلويان هم شته .


حفيظ منصور د ناراضي استازو مشر او د پيام مجاهد چې يوه جهادي اونيزه ده مسول مديردى . ده په ښکاره ډول په کرزي انتقاد وکړ او د رياستي نظام مخالفت يې څرګند کړ . هغه د لويې جرګې د رياست لپاره په رايه اچونو کې له ناکامۍ سره مخ شو .


دې ډلې پدې هم نيوکې کولې چې د لويې جرګې د مرستيالانو په انتخاب کې قومي انډول په پام کې ندى نيول شوى او وايي چې د لويې جرګې په مشرتابه هيت کې ډير پښتانه دي . اکثره دغه ناراضي استازي په جميعت اسلامي ګوند پورې تړلي چې د تاجکو تر تسلط لاندې دى .


د ناراضي استازو مشران چې تقريبا ٢٥ کسه کيږي د لسو واړوکميټوپه کارونوکې ګډون نه کوي . دغه کميټې په يو وخت کې د اساسي قانون په يو فصل خبرې کوي . په لومړي او دوهم فصل د پنجشنبې او جمعې په ورځ خبرې شوي .


د مجاهد اونيزې مسول مدير واقف حکيمي آي ډبليو پې آر ته وويل: ((مونږ دوه غوښتنې لرو . لمړۍ دا چې تر ټولو دمخه دې د نظام په هکله پريکړه وشي څو پر نورو برخو اغيزه ونکړي . او بل داچې د مشرتابه هيت په تعين کې قومي انډول په پام کې ندى نيول شوى . دلويې جرګې د مشرتابه هيت او دکميټې په مشرانو کې د پښتنو شميره د نورو قومونو پرتله ډيره ده )) .


حکيمي زياته کړه چې دوى يوناما ته يو ليک سپارلى چې په هغه کې د ناراضي استازو نومونه او دهغوى غوښتنې شاملې دي .


د يوناما مطبوعاتي مسول ډيوډ سنګ د جمعې په ورځ وويل چې د هغه دفتر ته د ناراضي استازوليک ندى رسيدلى . ولې حکيمي پدې ټينګار کاوه چې ليک يې يوناما ته سپارلى دى او يوناما هڅه کوي چې دغه د بايکاټ خبره پټه کړي .


منصور او ناراضي ډله غواړي چې لومړۍ دې ټوله لويه جرګه د حکومت په بڼه کار وکړي ځکه که چيرې رياستي نظام تبديل شي په اساسي قانون به ډير تاُثيرات واچوي . دوى وايي چې لومړۍ بايد زمونږ غوښتنو ته ځواب وويل شي او بيا دې جرګه کۍ خپل کار پيل کړي .


داساسي قانون د دارلانشا مشر ډاکټر قاروق وردګ وويل چې د جرګه کيوکار په عادي توګه روان دى . دا مهمه نده چې دوه يا درې کسه له سيستم سره موافق نه وي .


ميرويس ياسيني دلويې جرګې معاون د حکيمي له خبرو سره چې قومي انډول په پام کې نه دى نيول شوى موافق ندى . هغه آي ډبليو پي آر ته وويل : (( په اصل کې د مشرتابه هيت د تعين لپاره پروسه ديموکراتيکه وه. او دا د حيرانتيا خبره ده که چيرې څوک لدې سره موافق نه وي ))


هغه استاد برهان الدين رباني ، آصف محسني ، ډاکټر مشاهد او د جرګه کيو نورو مشرانو ته اشاره وکړه چې هغوى پښتانه نه دي . او د کميټې په سيکرترانو کې له ٢٠ کسو څخه يوازې دوه کسه پښتانه دي )).


ولې بيا هم دلويې جرګې د ٤ معاونينو څخه ٣ پښتانه دي او يو (محمد اعظم دادفر) ازبک دى .


د لويې جرګې مشر صبغت الله مجددي د يوې داسې کورنۍ څخه دى چې دتيرو څو پيړيو راهيسې په افغانستان کې اوسيږي . دوى په قوم سيدان (عرب) دي . دوى په پښتو او دري خبرې کولاى شي او په يو خاص توکميزه ډلې پورې تړلې ندي .


د لويې جرګې ښځينه مرستيالې صفيه صديقي وويل چې دا نه يوازې د پښتنو بلکه د ټول افغانستان استازيتوب کوي .هغې وويل : (( ما ٨٥ رايې وګټلې چې ډيرې يې په مختلفو توکميزو ډلوپورې تړلو وروڼو راکړي )) . هغې دا وويل چې د ناراضي کسانو غوښتنې غلطې دي ځکه چې ددې جرګه کيوسيکرتران زياتره غير پښتانه دي . هغې دا هم وويل چې د جرګه کيو مشران پخپله د استازو پواسطه انتخاب شوي .


که په يوه لويه جرګه کې مخالفه ډله برخه وانه خلي نو لويه جرګه صحيح نه ګڼل کيږي .


Frontline Updates
Support local journalists