ځوريدلي اسماعيليه پيروان بيرته راستنيږي

جلاوطني اسماعيليه پيروان چى د هيواد په شمال کى خپلو کورونو ته راستنيږي نو دا مومي چى د طالبانو د پير د پاى ته رسيدو راهيسى ډير لږ بدلون رامنځ ته شوى.

ځوريدلي اسماعيليه پيروان بيرته راستنيږي

جلاوطني اسماعيليه پيروان چى د هيواد په شمال کى خپلو کورونو ته راستنيږي نو دا مومي چى د طالبانو د پير د پاى ته رسيدو راهيسى ډير لږ بدلون رامنځ ته شوى.

د افغانستان اسماعيليه ټولنه چى د طالبانو د رژيم پر مهال له يومخيزه وژنو له امله ځوريدلي و ، اوس د هيواد د نوي دموکراتيک انتقالي حکومت تر واکمنۍ لاندى د ځورونى سره مخامخ دي.


اسماعيليه ټولنه چى له اهل تشيع څخه په ٨ پيړۍ کى جلا شوى چى د کلونو په اوږدو کى په ګڼ شمير هيوادونو او په افغانستان کى په ځانګړي توګه د کيهان په دره کىچى د کابل شمال لويديځ کى موقعيت لري ميشت شوي، او په دغه محافظه کاره مسلمان هيواد کى د نورو ډلو له خوا ورته د دوى د هغه مدهبي نظراو کړه وړو له امله چى دوديز نه دي په شک سره ورته کتل شوي.


د نورو مسلمانانو برخلاف ، اسماعيليه پيروان چى په پټه عبادت کوي ، په دى باور نه لري چى تير مذهبي مشر به وروسته نړۍ ته راستون شي . د هغه پر ځاى دوى د اوسني کريم آغا خانه پورى چى د نړۍ د بشري مرستو په برخه کى فعال دى د مشرانو د سلسلى تعقيب کړى .


که څه هم ډير هغه اسماعيليه پيروان چى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يي ځاى ځايګى پريښى و بيرته ستانه شوي ، خو د يوه سخت راتلونکي سره مخامخ دي، چى په وران او ويجاړو کورونو کى اوسيږي او پوره خواړه هم نه لري او له بلى خوا د واکمنو له خوا پرى سخت فشار دى چى ١٧٠ تنه يي د تير کال په وروستيو کى د څو اوونيو له پاره هغه مهال زنداني کړي و چى هڅه يي کوله د خپل مشر د هرکلي له پاره کابل ته ولاړ شي.


د اسماعليه پيروانو تر ټولو بده شيبه هغه وه چى طالبانو د دوى مليشه چى سمو وسلو سمباله نه وه او هغه يي قبضه کړه او وروسته بيا درى ته ور داخل شول او په وژنو، غلا او ورانۍ يي پيل وکړ.


يوه سيمه اييز مشر سيد عبدالعلي شاه پداسى حال کى چى څاه ته يي اشاره کوله وويل په دره کى نژدى ٤٠٠ کسان ووژل شول ، چى پکښى هغه خلک هم راځي چى له نورو سيمو څخه دلته کډوال شوي و ، د دوى وسلى، غنم او نژدى ١٥٠٠ ګاډي ورځنى اخيستل شوي و، او له ١٦٠ څخه يوازى ٦٠ کورونه سم و او نور ټول ويجاړ شوي و. او همدارنګه طالبانو درى مړي څاه ته وغورځول چى لا هم، هم هلته پراته دي.


يوه بل سيمه يييز اوسيدونکي علي مدد د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل طالبانو هر هغه څوک وژه چى په مخ ورته او ويل يي چى موږ مسلمانان نه يو. دوى زما زوى او زوم دواړه ووژل، او اوس زه يوه ١٩ کسيزه کورنۍ اعاشه کوم. دوى د برسنګان کلي ته نژدى درى لارۍ ګاډى له مړو کسانو ډک راوړل او ټول يي په يوه کنده کى وغورځول. اوس هغه ځاى په بيرغونو په نښه شوى دى. هيڅوک نه پوهيږي چى هلته څومره مړي دي خو داسى تصور دى چى ٦٠ مړي و.


د برسنګان له کلي څخه سيد قبت د جنګ او سولى راپورو ورکوونکى ټولنى ته وويل هغه خلک چى له مړينى يي تيښته کوله دى ته اړ ايستل شوي و چى په دره کى د طالبانو د درى کلنى واکمنۍ پر مهال ډيره زياته ماليه ورکړي. موږ ته يي امر وکړ چى د مياشتى ٩٠٠٠٠ افغانۍ ( ١٨٠٠ امريکايي ډالر) ورکړو، موږ ورته وسلى رانيولى، او طالبانو ته ٥٠ کسان مو د جګړى د لومړۍ کرښى له پاره ورکول.هغه زياته کړه دوى د وحشي ځناورو په شان چلند کوه.


سيد عبدالله شاه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په دره کى ژوند ډير سخت و. په تيرو څو کلونو کى مو له غرونو څخه واخه او ځينى نور شيان خوړل.


د طالبانو له ړنګيدو وروسته داسى ښکاري چى ډير لږ څه بدل شوي. ١٢ کلن برهان الدين د درى د لوى ښوونځي څخه بهر په کاغذي صندوق کى بيلا بيل شيان پلورل. هغه وايي زه د ورځى له ١٠ څخه تر ٢٠ افغانيو پورى ( ٢٠ څخه تر ٤٠ امريکايي سنټو) پيسى ګټم، او په دغو ټولو پيسو يواځى چاى رانيولى شم. موږ يوازى په چاى او ډوډۍ ژوند کو. که چيرى وريجى پيدا کړو نو د پخولو له پاره يي غوړي نه لرو.


له هغو ٦٠٠ کورنيو چى يو مهال يي د کيهان په دره کى ژوند کوه ، د طالبانو له ړنګيدو وروسته يوازى ٤٠٠ کورنۍ بيرته راستانه شوي ، او په ورانو کنډورو کى په داسى حال کى اوسى چى راتلونکى يي نامعلومه دى او دا کنډرى يو وخت د دوى ډير ښکلي کورونه و.


هغه مهال چى طالبان واکمن شول نو سيد منصور نادري د افغانستان د اسماعليه ټولنى مشر چى د کيهان په دره کى اوسيده، ګاونډي ازبکستان ته ولاړ چى تر څو اوونۍ وړاندى هم هلته و.


د هغه په غيابت کى، ډيرى اسماعليه خلک چى د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کى اوسيدل د مشورى او لارښوونى له پاره يي خپلو مشرانو ته مخه کړه. ډيرو د خپل مشر د اوږدى مودى غيابت مخالفت پداسى حال کى وکړ چى دوى دلته په هيواد کى ځوريدل.


په هيواد کى د واک له پاره د مختلفو ډلو تر منځ سيالي هم په دى کى شامله ده. په سيمه کى چارواکي چى د پنجشير له درى څخه د شوراى نظار ډلى ته نژدى دي، او يو وخت يي مشري د چريکي مشر احمدشاه مسعود له خوا کيده د سيمه اييزه اسماعيليه خلکو له راپورونو سره سم ويل کيږي چى هڅه کوي د نادري د اغيز او د راتګ مخه ونيسي ځکه هغه سيال ازبک جنګ سالار عبدالرشيد دوستم ته نژدى و.


سيمه اييز قومندان جلال خان سالنګي يو بل کس د علاوالدين شاه په نامه د دغى ټولنى مشر وټاکه چى د اسماعيليه ټولنى څخه و. د دوى له هڅو سره سره د اسماعيليه ډلى عادي خلک وايي دوى د نادري پيروى ته دوام ورکوي او پر علاوالدين يي تور ولګوه چى د ټولنى له مشرانو سره کلک چلند کوي چى د يوه سړي لاس او پښه يي له وهولو وروسته مات کړي.


حالت تيرکال هغه مهال اوج ته ورسيده چى خلک وپوهيدل چى نادي بالاخره له جلا وطنۍ څخه راستنيږي. د ١٧٠ کسانو يوى ډلى ګاډي په کراه کړل چى دوى د هغه د ليدو له پاره کابل ته يوسي، خو د جلات خان له خوا د دوى مخه ونيول شوه او دوى په دى تورن شول چى پرته له اجازى څخه يي سياسي مظاهره تنظيموله او دوى يي بيرته د کيهان درى ته وليږل او هلته دوى بنديان شول. وروستى کس يي يو څو ورځى وړاندي له يوه نيمى مياشتى بند څخه خوشى شو.


د افغانستان اسماعيليه ډله هيله لري چى د مشرتابه موضوع پريکړه به د کريم آغا خان له خوا د مداخلى وروسته وشي ، ځکه په دوديزه توګه هغه په ټوله نړۍ کى د دغى ډلى مشران ټاکي. دوى به دغه راز هيله لري چى د آغا خان د پراختيايي شبکى له خوا چى پکښى ګڼ شمير خصوصي پرمختيايي موسسى هم دي او تير کال يي د افغانستان د بيا ودانولو له پاره ٧٥ مليونه ډالره مرستى ژمنه کړى وه امداد وکړي.


تيرکال آغا خان کابل ته تللى و او نژدى ٥٠٠ استازو ته يي چى د اسماعيليه ډلى څخه و وينا وکړه، دا له هغه راهيسته چى په ١٩٥٧ کال کى دى امامت ته رسيدلى د ده لمړۍ ليدنه وه.


هغه د ټولنى مشرانو ته وويل: امامت به له تاسى سره نژدى کار وکړي تر څو د لوړ کچ ښوونځي او روغتيايي آسانتياوى د ټولو افغانانو له پاره که دوى له هر توکم او مذهبي دود ملاتړى وى جوړ شي، او داسى غښتلى تاسيساتي ظرفيت رامنځ ته شي چى د سوله اييز او متحد افغانستان د بيا جوړولو له پاره توانمندي پيدا کړي.


Frontline Updates
Support local journalists