ځوان افغانان د ژوند له بڼې څخه د ﻻ تېښتې هڅه کوي

د خپل هېواد په کړکيچن اوښتون کې لا س او پښې وهونکي زيات شمېر افغان ځوانان اوس د دوديزو ارزښتونو په پرتله له نړيوال مشهور فرهنګ سره زياته لېوالتيا ښيي.

ځوان افغانان د ژوند له بڼې څخه د ﻻ تېښتې هڅه کوي

د خپل هېواد په کړکيچن اوښتون کې لا س او پښې وهونکي زيات شمېر افغان ځوانان اوس د دوديزو ارزښتونو په پرتله له نړيوال مشهور فرهنګ سره زياته لېوالتيا ښيي.

. د ښار په مرکزي برخه کې له ګڼې ګونې څخه په يو ډک بازار کې د خپل موټر سايکل په خوا کې ولاړ دی، تورې عينکې يې پر سترګو، جين پتلون او کميس يې پر غاړه او د زرو غاړه کۍ يې په غاړې کې پرته ده. هغه د يو عياش او خوشحاله ژوند په ارمان له لسم ټولګي څخه وروسته له ښوونځي سره خدای پاماني وکړه، خو وزګار پاتې کېدل ښايي د هغه ژوند ستونزمن کړي.



هغه ولي وڅنډل او ويې ويل: ((موږ د جګړو کلونو ستړي کړي يو. اوس غواړو هغه کارونه وکړو، چې موږ ته د خوشحالۍ احساس راکړي. زده کړه زموږ ټپونه نه شي رغولای.))



څېړونکي وايي، د رې لسيزې جګړې، د زيات شمېر خلکو بېځايه کېدنه او د ساعت تېرۍ په ټولو ډولونو باندې د طالبانو پنځه کلنو ګوزارونو د افغانستان ځوان نسل دې ته راوست، چې د جدي او رغنده کارونو په وړاندې بغاوت وکړي. هغوی غواړي وخت هر راز پانګه او پيسې سمدلاسه تر لاسه کړي.



د کابل پوهنتون د ارواپوهنې استاد، عبدالحق وايي: ((زيات شمېر ځوانان نن ورځ په دې اند دي، چې د انګليسي او کمپوتر زده کړه هرڅه دي. دا ځکه له دې لارې په بهرنيو موسسو کې د لوړ معاش دندې ترلاسه کوي او له دې امله د نورو زده کړو اړتيا نه محسوسوي.))



د نوموړي استاد، عبدالحق په اند دا يو عادي غبرګون دی، چې هېواد يې د ګډوډيو د زغملو له پېر څخه وروسته څرګندوي. تر دې پخوا چې جګړه هېواد ټوټې ټوټې کړې، د پوهنتون کتابتون به له ځوانانو ډک و، چې په سياسي علومو، تاريخ اونورو علمي او ساينسي پوهنځيو کې به يې لوست کاو.



هغه وايي، اوس زيات ځوانان ښه ګڼي خپل و خت د فلمونو، تلويزيون او ويديويې موسيقۍ په لېدلو تېر کړي.



ان هغه ځوانان چې خپلوزده کړو ته دوام ورکوي، د پاپ د کلتور په اسانه د ترلاسه کېدو له امله چې لا تر اوسه نوی والی لري، نه شي کولای خپل تمرکز وساتي.



د کابل د طب د پوهنځي يوې زده کوونکې چې نه يې غوښتل ونومول شي، وويل: ((د طالبانو په پېر کې ما همېشه مطالعه کوله. خو اوس نه شم ان د پوهنتون کتابونه ولولم. تلويزيون مې ډېره بوختوي.))



ګوتنيوونکي وايي، حالت ورځ په ورځ له دې امله پسې خرابيږي، چې افغان ځوانان له خپل فرهنګ سره بيګانه شول، په داسې حال کې چې د باليووډ د سينما ډېر وروستي فلمونه ګوري او ايراني موسيقي اوري.



يو ازاد ليکوال او څېړونکی، عبدالغفور لېوال په مطبوعاتو باندې پړه اچوي او وايي، چې، ځوانان د ازادۍ په نامه بېلارې کوي.



هغه وويل: ((زه نه پوهېږم، ايا د مطبوعاتو ازادي ددې مانا لري، چې خلکو ته لوڅه نڅا وښودل شي، که څنګه.))



همدارنګه د جګړې د پاتې شونې په توګه د کورنيو ځوړتيا (سقوط) هم په هغې کې خپله ونډه لري.



لېوال وايي: ((دا د کورنيو مسووليت دی، چې ځوانان مطالعې ته وهڅوي او حکومت د زده کړو پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړي.))



د کابل پوهنتون د معاصر تاريخ د څانګې مشر، پرو فيسور عزيز احمد رهمند وايي، دا به له وخته مخکې خبره وي، چې د افغاستان ځوانان خپلو زدکړو ته مخ واړوي. امنيتي وضعه لا تر اوسه خړه پړه ده او راتلونکې څرګنده نه ده، تر څو هغوی د زده کړو په هکله ژمن پاتې شي.



هغه وايي: ((تر اوسه لا هغه اتموسفير نه دی رارسېدلای، چې ځوانان په کې مطالعه وکړي.))



د اطلاعاتو، فرهنګ او ګرځندوی د وزارت معين، نصرالله ستانکزی وايي، بل عامل دادی، زېربنا د ژوند او ودې يو رغنده روزنيز سيستم ته اړتيا لري، چې تر اوسه نه شته.



هغه وايي: ((افغانستان يوازې اوس د ناتار او د ګډوډيو له پېر څخه راوځي. ځوانان غواړي ارزانه فلمونه او تلويزيون وګوري او نيشه يي توکو ته مخه کړي. له هغوی سره مرسته نه کيږي، د هغوی لپاره ښه کتابتونونه نه شته، هغوی بېوزلي دي. دا هر څه د پوهېدو وړ دي.))



ستانکزی وايي، کورنۍ هم يو لړ مسووليتونه لري، همدارنګه ښوونځي او پوهنتونونه هم مسووليت لري.



هغه په دې اند، چې د پوهنې وزارت بايد په هېواد کې د کتابتونونو يوه شبکه رامنځته کړي. ((مرستندوی هېوادونه او نا حکومتي موسسې بايد په دې حقيقت وپوهيږي، چې له يو کتابتون پرته ښوونځی، هيڅ ښوونځي ته نه پاتې کيږي.))



د کتابتونونو کارکوونکي وايي، ځوانان زړه نه ښه کوي، له هغو اسانتياوو څخه ګټه واخلي چې اوس د هغوی په وړاندې شته. د کابل د عامه کتابتونونو د رياست مرستيال، عبدالحميد نبي زاده، چې د کابل د ښار او په هېواد کې د يو څو کتابتونو مسووليت لري، وايي، له هغو ځوانانو پرته چې د پوهنتون د زده کړو لپاره کتابتونونو ته راځي، نور يوازې يو څو ځوانان مراجعه کوي.



هغه پوښتي: ((کله چې يوځوان تر نيمې شپې پورې د فلمونو ننداره وکړي، نو څنګه به وکړای شي، په سبا يې لوست ولولي؟))



د نبي زاده د وينا له مخې د کورنۍ له جګړې دمخه په نوي يمو کلونو کې د هغه کتابتون د غړيتوب 5000 کارتونه وېشلي و ، خو اوس يې يوازې 2700 کارتونه ويشلي، چې 500 تنه په کې ځايي اوسېدونکي او پاتې نور د ښوونځيو او پوهنتون محصلان دي.



د کابل پوهنتون د کتابتون مشره، 37 کلنه انجينير ريحانه پوپلزۍ ان د پوهنتون په لسو زرو محصلينو کې د (له مطالعې سره) د مينې د نشتوالي له امله ناخوښي څرګندوي.



هغې وويل، لږ و ډېر زر تنه محصلان په منظم ډول کتابتون ته راځي، هغه هم د حرفې لپاره نه د مطالعې. هغې وويل: ((ځوانان انګليسي زده کوي، چې له انټر نيټ څخه ناوړه ګټه واخلي. د جنسي اړيکو برخې ته ننوزي او يا له چا سره په خبرواترو مشغول شي. د کتابتون ناسمه کارونه ددې مانا لري، چې هغوی د خپلو لوستونو د پر مخ وړلو لپاره لږه انرژي لري.))



د کابل کتاب پلرونکي هم دا بدلون احساسوي.



د کابل په مرکزي برخه کې د پو کتابتون خاوند، ملا محمد شيرين له 44 کلونو څخه را په دې خوا په دې دنده بوخت دی. هغه وايي: ((زه د هغه دخت راهيسې کتابتونه پلورم، چې لا ماشوم وم. موږ په (1992) کې د ډاکتر نجيب الله د حکومت تر رانسکورېدو پورې ښه عايد درلودل. ځوانان به راتلل او د بېلا بېلو کتابونو پوښتنه به يې کول، د ناولونو او تاريخي کتابونو د پلورلو پر ځای به مې هغه هغویی ته پور (امانت) ورکول، د هغې پر ځاې به مې ترې پيسې اخيستې. په دې کار به مې عايد نور هم لوړيدل.))



هغه وايي، اوس ځوانان يوازې د قاموسونو او انګليسي ژبې د کورسونو په کتابونو پسې راځي. د هغوی پاتی وخت او پيسې په درغلو فلمونو باندې لګيږي. هغه په پای کې وويل: ((ځوانان د کتابونو د لوستلو او مطالعې پر ځای فلمونه ګوري.))

محمد حسن، چې د کابل ښار د عمومي پله په سيمه کې له شلو کالو راپه دې خوا د کتاب پلورلو هټۍ لري، وايي، په وروستيو کلونو کې راکړه ورکړه (د کتابونو پلورل) بيخي رالوېدلې ده.



هغه وايي: ((زه په ټوله ورځ کې دوه يا درې کتابونه پلورم. هغه هم د انګليسي او کمپيوتر د خصوصي کورسونو زده کوونکي اخلي. نور خلک يې په کيسه کې نه دي.))



د ځوانانو د چارو د نوي رامنځته شوي وزارت چارواکي هم د ځوانانو د تمايل په اړه اندېښمن دي، خو تر اوسه د کوم ګام د پورته کولو لپاره چمتو نه دي.



د نوموړي وزارت يو سلاکار، محمد صادق اوريا وايي: ((د ځوانانو وزرات يوازې په 2005 کال کې رامنځته شوی. موږ يو څه وخت ته اړتيا لرو، ترڅو تګلارې جوړې کړو او خپل پروګرامونه پلي کړو.))



هغه وويل، نوموړی وزارت په پام کې لري، کتابونه او همدارنګه د انتر نيټ مرکزونه او د سپورت کلوپونه جوړ کړي او د حکومت له نورو موسسو سره کار وکړي، چې د افغانستان د ځوانانو څرګندې روانې اړتياوې وڅيړي.



اوولس کلنه امينه د بي بي سروري سنګري د ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکې ده. دهغې د ښوونځي دوديزې تورې جامې او سپين پوړنې په سر و او ټولګې ته په بيړه روانه وه. هغې لومړی نه غوښتل مرکه وکړي. خو دا يې ومنله چې زده کړه د هغې د مينې په سر کې ځای نه لري.



هغې وويل: ((زه د مطالعې لپاره پوره وخت نه لرم. زما خوښيږي، د مود او فيشن مجلې ولولم او د تلويزيون ننداره وکړم.))
Frontline Updates
Support local journalists