هراتيان د ټاکنو له تاوتريخوالي څخه تر رايې ورکولو دمخه ځانونه خوندي کوي

په زرګونو خلک د متحده ايالتونو او ياغي ډلو تر منځ له جګړې څخه تښتي.

هراتيان د ټاکنو له تاوتريخوالي څخه تر رايې ورکولو دمخه ځانونه خوندي کوي

په زرګونو خلک د متحده ايالتونو او ياغي ډلو تر منځ له جګړې څخه تښتي.

. د ځايي چارواکو په وينا لږ ترلږه درې زره کورنۍ د ياغيانو او افغان او امريکايي پوځونو تر منځ د جګړې له امله بېځايه شوي دي.



د هرات ښار سهيل ته يوازې شل کيلومتره ليرې د ګذرې د پرتې ولسوالۍ خلکو د ياغيانو تر لاس لاندې سيمو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله د اونۍ په پاى کې د خپلو کورونو په پرېښودلو پيل کړى دى.



د ملا الف په نامه يو زاړه سړي چې له خپلې کورنۍ سره تښتېدلى او خپل مال او شته يې په ځاى پرېښي دي، وويل: "دا هرڅه د ټولټاکنو له امله دي." زياتره کډوال په هرات ښار کې له خپلو خپلوانو سره اوسيږي. هغه سوړ اسويلى وکيښ او ويې ويل: "کشکې ټولټاکنې نه واى."



د افغانستان په لويديځ کې د ظفر ٢٠٧ قول اردو قوماندان، جنرال جلندرشاه بهنام ددې پخلى وکړ چې عمليات د اونۍ په وروستيو کې پيل شول او د افغان کوماندو په ګډون د متحده ايالتونو د ځانګړې پوځ په مشرۍ روان و.



د سترګو د ليدلو شاهدانو د وينا له مخې د اګست په ١٥ د بهرنيو سرتېرو يو کاروان له څو ورځو هوايي سختو ګزمو وروسته د ګذرې ولسوالۍ د سياوشان کلي ته ورننوت. ياغيانو کلي ته د سرتېرو د رسېدو پرمهال پر هغوى بريد وکړ او يو موټر ته يې اور ورته کړ.



ځايي خلکو آى ډبليو پي آر ته وويل چې دوه بهرني سرتېرې ووژل شول. د متحده ايالتونو- , USFOR-A آى ډبليو پي آر ته د دوو مړو په اړه وويل؛ چې يو تن يې ولسي و او د اردو لپاره يې کارکاوه او بل يې سرتېرى و. هغو ى د جګړې په اړه څه ونه ويل او ويې ويل چې د بيځايه شوو کورنيو په اړه رپوټونه نه دي وررسيدلي.



سياوشان د ياغي قوماندان، غلام يحيى اکبري پلرنى کلى دى. نوموړى له اوږدې مودې راهيسې د بهرنيو ځواکونو او افغان امنيتي پوځونو د سترګو اغزى دى.



يحيى د هرات پخوانى ښاروال د هرات له پخواني والي سره اختلاف پيدا کړ او څه ناڅه دوه کاله دمخه يې وسله پورته کړه.



يحيى له خپلو سړيو سره، چې شمېره يې تقريبا دوه سوو ته رسيږي، د ګذرې پر ولسوالۍ ټينګ کنترول لري او له هغه ځايه د هرات پر هوايي ډګر او ورته څېرمه ملګرو ملتونو دفتر باندې بريدونه کوي.



د تېرې اونۍ په وروستيوکې تر دوو ورځو پورې له سياوشان څخه په هوايي ډګر راکټونه اورېدل.



يحيى طالب نه دى، خو د هغوى له زياترو محافظه کارو نظرياتو سره موافق دى. هغه په لومړي سر کې د ټولټاکنو مخالف و، خو په وروستيو کې يې ولسمشرۍ ته د نوماندې، ډاکټر عبدالله په ملاتړ خپل دريځ نرم کړ.



د هرات د امنيي قوماندان، جنرال عصمت الله عليزي رسنيو ته وويل چې د اګست په ١٥ د يحيى د ٢٥ کلن زوى، ذکريا په ګډون، اته تنه ياغيان ووژل شول.



يحيى له آى ډبليو پي آر سره د تليفوني مرکې له لارې د خپل زوى د مړينې پخلى وکړ . هغه د پخوا په څېر مخالف و او د خپل زوى د لاسه له ورکولو له امله بې پروا و.



د ګذرې د روغتون د بيړنۍ څانګې ډاکټر، امر الله اماني آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د عملياتو په ترځ کې ورته د دريو ولسي خلکو مړي راوړل شوي و.



هغه وويل: "ما له خپلوانو سره خبرې وکړې. يوه يې وويل، يو سړى د بام په سر د خوب پرمهال په ګولۍ لګېدلى او مړ شوى و. دوه ورونه ګاونډي کلي ته د تګ پر مهال وژل شوي وو."



د ګذرې ولسوالۍ د تېرکال راهيسې څو څو ځلې د جګړې ډګر و. په فبرورۍ کې د متحده ايالتونو پوځونو په يحيى باندې هوايي بريدونه وکړل. په سر کې يې ادعا وکړه چې يحيى له خپلو ١٥ سړيو سره وژل شوى دى. وروسته څرګنده شوه چې يحيى او ملګري يې له مرګ ژوبلې پرته له ځايه وتلي وو. په بمبارۍ کې يوه ډله کوچيان وژل شوي وو.



دوه مياشتې دمخه د سياوشان د مانزلي کلي په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو او ياغيانو تر منځ سخته جګړه وشوه. د کليوالو په وينا د بهرنيانو يوه ليږدوونکي وسيله ويجاړه شوې وه. نړيوال مرستندوى ځواک، ايساف يا USFOR-A. ددې موضوع پخلى نه دى کړى.



خلک لا تر اوسه په نوموړي ولسوالۍ کې اوسيږي. يو شمېر يې د و تلو وسه نه لري او نور يې د خپلو کورونو او کروندو په پرېښودو کې زړه نازړه دي.



د افغانستان لپاره د ډنمارک د کمېټې د وينا له مخې په ګذرې کې د ١٥ زرو په شاوخوا کې کورنۍ اوسيږي. ډاکټر اماني وايي، پر مخکنيو وتلو درې زرو کورنيو برسېره هره ورځ يو زيات شمېر نورې کورنۍ وځي. هغه زياته کړه: "ددې سيمې دپاسه د شپې او ورځې الوتکې الوزې."



د عبدالقيوم په نامه يو ٥٠ کلن سړي، چې د خپل کور د ليدلو لپاره بېرته راغلى و، وويل: "موږ د بمونو له ډاره نه شو ويده کېداى. له دې امله هرڅوک وځي."



څلوېښت کلن محمد اسحق خپله کورنۍ لېږلې ده، خو خپله په کور کې پاتې شوى دى. هغه وويل: "يو څوک بايد وي چې د باغ ميوې راټولې کړي."



د سياوشان د کلي اوسيدونکي، ٦٠ کلن غلام دستګير نېکمرغه و، چې د هرات په ښار کې يې کور په کرايه ونيو. هلته به هغه او د هغه نه کسيزه کورنۍ د ټولټاکنو په بهيرکې و اوسيږي. هغه وايي چې د هغه ستونزې د اګست په شلمه نه شي هوارېداى.



هغه په غوسه وپوښتل: "آيا تر ټاکنو وروسته به سرتېرې پاتې شي؟ آيا ياغيان به بېرته واک تر لاسه کړي او زموږ د ستنېدو مخه به ونيسي، چې د تګ سزا راکړي؟ "



دستګير سا وکښله او چوپ شو.



هغه وويل: "ښايي زموږ ژوند تر ټولټاکنو وروسته تر دې ناوړه شي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists