هرات د ټولټاکنو د خونديتوب لپاره کليوال وسله وال کوي

ځايي ملېشې د امنيت د چمتو کولو لپاره ګومارل شوي دي، خو خلک پرې شکمن دي.

هرات د ټولټاکنو د خونديتوب لپاره کليوال وسله وال کوي

ځايي ملېشې د امنيت د چمتو کولو لپاره ګومارل شوي دي، خو خلک پرې شکمن دي.

Thursday, 20 August, 2009
.



چارواکو په هرات کې د يو خبرې غونډې په ترڅ کې د "ستاسو کلى به "د ټولټاکنو پر مهال پخپله امنيت نيسي!" تر شعار لاندې نظر بيان کړ. [د هرات] والي وويل هغه په پام کې لري چې تر يو زر پورې سړي استخدام کړي، وسلې به ورکړ شي او د اګست د شلمې نېټې په ټولټاکنو به له پوليسو سره مرسته وکړي.



د والي د دفتر وياند، نقيب الله آروين وويل: "موږ په ټولو ١٥ ولسواليو کې له روحانيونو او مشرانو څخه غوښتي دي چې د پوليسو د ملاتړ لپاره خپل سړي وګوماري. هغوى به په عمومي توګه په خپلو سيمو کې وګومارل شي. البته ليرې پرتو ولسواليو ته به ځانګړى پام واړول شي."



د افغانستان په ختيځ کې په يو شمېر ولسواليو کې د ياغيانو ګڼې ګوڼې د تاو تريخوالي ډار رامنځته کړى دى. طالبانو او د مخالفينو نورو ډلو په پرله پسې ډول خلک ګواښلي دى، چې د هغوى په اند په "کفري" ټولټاکنو کې ونډه وانخلي.



زياتره رايه ورکوونکي دا غوره ګڼي چې له مناسب امنيت پرته په خپلو کورونو کې پاتې شي. دا کار به د پايلو د قانونيت او اعتبار په اړه شک رامنځته کړي.



خو د سخت زړو او چمتو ملېشو رامنځته کېدل د زياترو افغانانو په سرونو کې د يو بدمرغه انځور پوښتنه راپورته کوي، چې پخوا يې د ناقانونه وسله والو ډلو له خوا زيات رنځونه او کړاوونه ګاللي دي.



د هرات ښار يو اوسيدونکي، عبدالمجيد وويل: "ملېشي نه شي کولاى په کلو کې د خلکو امنيت تضمين کړي. موږ په افغانستان کې دا هڅه دمخه کړې ده. هغې کار ندى کړى. که حکومت د هرات په ښار کې په لسو زرو پوليسو د امنيت د خوندي کولو وسه نه لري، نو څنګه يې په ناروزل شوو سړيو خوندي کوي؟"



د هرات د امنيې قوماندان، نورخان نېکزاد د پوليسو ټوله شمېره تاييد نه کړه او ويې ويل چې دا معلومات "طبقه بندي" شوي دي.



په افغانستان کې ملېشې اوږده مخينه لري. د هېواد په ځينو برخو کې، په تېره بيا په ختيځه برخه، لويه پکتيا کې، خلک د "اربکي" په نامه خپل پوليس لري. اربکي د ټولنې له خوا ګومارل کيږي او ټولنې ته مسؤول دي.



په کلو کې په عملياتو کې وسله وال ښکېل سړي د امنيت د تامين او بسياينې پرځاى زياتره تاوتريخوالي ته لمن وهي. په ٢٠٠٦ او ٢٠٠٧ کلونو کې هغه د چا خبره د کومکي پوليسو په استخدام کې د کرزي د حکومت تجربې نتيجه ورنه کړه، چې د رسمي پوليسو د ملاتړ لپاره يې ناروزل شوي سړي وسله وال کړل. د يو زيات شمېر نيوکه کوونکو د وينا له مخې دې کار په ولايتونو کې د جنايتونو او تاوتريخوالي د زياتېدو له امله وضعه تر پخوا ناوړه کړه.



په نژدې وروستيو وختونو کې داسې هڅې روانې وې چې د افغان ملکي حمايت د ځواک په نامه يوه قوه رامنځته شي. تر اوسه د متحده ايالتونو په مرسته جوړه شوې پروژه يوازې د وردګو په ولايت کې کار کوي او د هېواد نورو برخو ته لانه ده غځول شوې.



د هراتيانو لپاره دا وروستى خوځښت د يو نوښت پرځاى د نهيلۍ لامل شو.



د عبدالرحمن صلاحي په نامه يو سياسي شنونکي وويل: "ښايي قومي مشرانو په اندېښنو کې ډوب حکومت ته ډاډ ورکړى وي چې هغوى امنيت تامينولاى شي. خو ددې خلکو وسله وال کول به مازې قومې بې اتفاقۍ ته لمن ووهي. دا يو خيال دى چې دا خلک به له ټاکنو وروسته بې وسلې کړاى شي."



د صالحي په اند آن د ټولټاکنو په ورځ به په خپله ملېشې ستونزې رامنځته کړي او لاره به درغلۍ او غلطۍ ته پرانيزي. هغه وويل: "قوي احتمال شته چې دا ډلې به د رايو صندوقونه پخپله ډک کړي."



د ولايت د تر ټولو ناکراره ولسوالۍ، پښتون زرغون اوسيدونکي، مسعود وويل: "بېګناه خلک به زيان ومومي. وسله وال سړي يوازې د جګړې خطر زياتوي."



دا پلان يوازې په هرات پورې اړوند نه دى. د لسو زرو په شاوخوا کې سړي د هېواد په ګوټ ګوټ کې استخدام شو ي دي. هغوى د وسلو د ګرځولو اجازه لري او د احتمالي بريدونو په وړاندې به د ټولټاکنو د مرکزونو څارنه کوي. د رسنيو رپوټونه وايي چې دې موقتي ملېشو ته به وسلې او يونيفورم نه ورکول کيږي، خو د خپلو وسلو د ګرځولو اجازه به ولري.



په عين حال کې طالبانو هغو خلکو ته ګوته څنډلې، چې د ملېشو له ليکو سره يوځاى کيږي.



د ملا رمضان په نامه د طالبانو يو قوماندان وويل: "که داسې خلک زموږ ګوتو ته راشي چې د ددې کافر حکومت د ټولټاکنو له بهير سره يې مرسته کړې وي، نو ډېره به ورته بده شي."



هغه په پوره ډاد وړاندوينه وکړه چې طالبان به د ملېشې د لټولو لپاره خپل وخت ضايع نه کړي.



هغه وويل: "هيڅ کليوال به زموږ په وړاندې وسلو پورته کولو ته زړه ښه نه کړي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists