ځانمرګي بريدونو د طالبان جګړه يې د کابل دروازو ته راورسوله

ياغيان له مسووليت پرته زغرد بريدونه سر ته رسوي او د لا زياتو يرغلونو پخلی کوي.

ځانمرګي بريدونو د طالبان جګړه يې د کابل دروازو ته راورسوله

ياغيان له مسووليت پرته زغرد بريدونه سر ته رسوي او د لا زياتو يرغلونو پخلی کوي.

. زياتره دا د ښار يوه استوګنه برخه ده او په خواوشا ګاونډ کې يي بهرنيان هغومره نه په سترګو کيږي. په دې ځای کې سفارتونه او لويې ادارې نه شته. دلته مازې کورونه، هټۍ، يوه سيمنا او پارک شته دی.



سهار وختي د سېرليو او پسونو رمه له سړک څخه تېرېږي، مزدورکاران په يو کونج کې د ميوو د پلورلو د يو لاسي ګاډي خوا وشاته راټوليږي اودې ته سترګې په لار ولاړ وي، که يو څوک راشي او د کار لپاره يي له ځانه سره يوسي. کوچنيان ښوونځيو ته منډي وهي، د نجونو سپين پوړنې په سر او د هلکانو د کتابونو اوږده بکسونه شاته پراته وي.



د ای ډبليو پي ار دفترونه د پروان مېنې په زړه کې ځای لري. د کورنيو د لارښوونو د دفتر تر څنګ واقع او مخې ته ېې په يو غځيدلي سړک يو جومات او د ډوډۍ يوه هټۍ پرته ده. دا هټۍ د روژې د مبارکې مياشتې له امله د سهار له خوا تړلې وي، خو د مازيګر له خوا له روژه ماتي وروسته پرانستل کيږي.



دا داسې يوه سيمه چې اوسيدونکي يي يو تر بله پېژني او په سړک باندې د تګ راتګ پر مهال يو بل ته سلام اچوي. هلته بهرنۍ مېرمنې يوازې ګرځي او له هټيو څخه د خپلې اړتيا وړ مېوې اوسابه اخلي. هغوی ته ځايي خلک يوازې "سلام" ورکوي او د "څنګه يي!" پوښتنه ترې کوي. آن کله ناکله ورته په فرانسوي "بانجوغ" او يا په روسي ژبه "ځدرسويتي" ناري وهي.



برمتې او وژنې چې د ښار په نورو برخو کې رامنځته کيږي، دلته هيڅ نه دي ليدل شوي.



دا کراره او امنه سيمه د سپتمبر د مياشتې په 29 د شنبې د ورځې په سهار هغه مهال وجړکېده، چې د ملي اردو په جامو کې يو ځانمرګي بريد کوونکي د اردو موټرته وخوت او په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي يي وچول. د سترګو ليدلوشاهدانو له خولې له هغه سره يوه کڅوړه وه.



د چارواکو د ويناله مخې 30 تنه ځای په ځای ووژل شول، چې زياتره يي د ملي اردو افسران و. نور 29 تنه ټپيان شول.



د پروان مينې يو امنيتي چارواکي، چې د نوم د نه ښوولو په شرط يي خبرې کولې، وويل:"ما د موټرو تمځای وليد، چې د اردو په جامو کې درې تنه وروختل. يوه دقيقه وروسته يوه درنه چاودنه وشوه. ومې ليدل، چې د موټر دواړو خواوو ته خلک پراته و. کله چې موټر ته وروختم، نو15 ټپيان مو ترې راوايستل. نور پاتې مړه و."



نوموړي امنيتي چارواکي وويل دا چاودنه دومره درنه وه، چې د بدن ټوټې يي د څېرمه بهارستان سينما د شپږم پوړ سر ته الوزولې وې. هغه وويل: "ما دهغې ودانۍ له بام څخه د بدن ټوټې راټولې او په يوې پلاستيکي کڅوړې کې مو واچولې."



د څېرمه پرتو ودانيو، هټيو او آن د آی ډبليو پي آر د دفترونو ښيښې ماتې شوې وې. د بم يوه وړه ټوټه د خبرونو څانګې ته هم راغلې وه.



سترګو ليدلو عيني شاهدانو د دود او لوګو له کيناستلو وروسته دهغې په هکله څرګندونې کولې.



د سړک دغاړي يو سګرټ پلورونکي، 18 کلن مصطفی وويل: "چاودنې زه يوې کندې ته وغورځولم. کله چې راپورته شوم، هرځای لاسونه او پښې پرتې وې. زه ډېر واډرېدم."



کلن21 فريدون وويل، د هغه انډيوالان او ملګري د مړو او ټپيانو په ډلې کې و.



هغه وويل: "ما درې وروڼه وليدل، چې کورونه يي رنګول. هغوی درې واړه مړه شوي و."



د چاودنې دوې ورځې وروسته د ښاروالۍ کارکوونکو د ونو له څانګو څخه دغوښو ټوټې اودغاښونو هډوکې راټولول.



ددې بمي چاودنې رښتينی ډار اوترهه به تر ډېره د خلکو په ذهنونو کې پاتې وي.



اوس څرګنده شوه، چې طالبان په هرځای کې بمونه چولای شي. د کابل اوسيدونکي به هره ورځ افسرانو ته په خپګان ګوري، چې خپلو دندو ته ځي. سړی نه پوهيږي، چې بل بم به کله اوچېرته چوي.



دا چاودنه د ښار له نورو ټولو چاودنو څخه درنه وه، چې د تېرو څو مياشتو راهيسې د تاوتريخوالي څرګندونه کوي. د جون په مياشت کې د پوليسو په يو موټر کې بم وچاودېد او 35تنه سپاره پوليس يي په کې مړه کړل. يوازې يوه اوونۍ دمخه يو ځانمرګي بريدکوونکي د نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) په کاروان باندې بريد وکړاو يو فرانسوي سرتېری يي په کې مړ کړ.



پروان مېنه له دې وحشت څخه بېغمه وه، خو له دې وروسته ښايي داسې نه وي.



فريدون وويل: "دا د کابل تر ټولو خوندي سيمه وه. اوس طالبان کولای شي دې سيمو ته هم ځانونه ورسوي. حکومت بايد يو څه ګامونه پورته کړي. وضعه ورځ په ورځ بدتريږي. "



حکومت هم لکه د نورو په څېر په تاوان کې ښکاري.



د دفاع د وزارت وياند، ظاهرعظيمي يوازې د تل په څېر د اسلام او خلکو په دښمنانو باندې په پړې اچولو خپلې خبرې محدودوي.



له بلې خوا طالبان پوره ډاډمن بريښي. د مرکزي افغانستان لپاره دهغوی وياند، ذبيح الله مجاهد د بم مسووليت په غاړه واخيست.



آی ډبليو پي آر له هغه سره اړيکې ونه شوای نيولې، خو رسنيو ته د هغه بل خبرې کوونکي ملګري، قاري يوسف احمدي د تبصرې لپاره چمتو و، چې د هېواد په سهيل کې ځان د طالبان وياند معرفي کوي.



هغه وويل: "دا جهاد دی. دښمن به زيانونه زغمي. موږ د ولسي خلکو په مرګ اوژوبلې باندې خپه يو. دا بريد سهار وختي تر سره شوی و. په دې ساعتونو کې د سړک غاړې خالي وي. موټر ته څېرمه خلکو له حکومت سره کار کاو. هغوی خپلو دندو ته روان و."



چارواکي وايي، چې د ټپيانو په منځ کې شپږ تنه ولسي خلک . وژل شوي او نور پاتې ټپيان ټول پوځيان و.



قاري يوسف زياته کړه، طالبانو د روژې د مبارکې مياشتې په رادبره کېدو د "نصرت" تر نامه لاندې نوي عمليات پيل کړي دي.



هغه زياته کړه:"موږ هيله من يو،چې دا عمليات د روژې د مياشتې په اوږدو کې زيات کړو."



د کابل اوسيدونکي د طالبانو د بريدونو له امله کرار و. پرځای يي هغوی په دې ورځو کې د بريد له امله خپله ناخوښي څرګندوله.



يو ښاري، 46 کلن محمد صبور وويل: "مسلمانان د روژې په مياشت کې خلک نه وژني. خلک اختر ته چمتو کيږي. اوس به دا کورنۍ د خوشالۍ پر ځای غمګينې وي."



کوچنی اختر د روژې دمياشتې له امله رخصتي وي او خلک د روژې د مياشتې د پای ته درسېدو لمانځنه کوي.



اته دېرش کلن سيد رحيم وويل: "بريد کوونکی، چې هر څوک و، دوزخ ته به ځي. خدای تعالی هيچاته د چا د وژلو اجازه نه ورکوي."



ددې خبر د خپرېدا پر مهال د چاودنې يو بل خبر راورسېد. دا بريد د پوليسو په موټر باندې شوی دی.
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists