هنګ د له منځه تلو په حال کي دي

فقر، بى وزلۍ او کمزورى مشرتابه سره لاسونه ورکړي او د افغانستان يو له ډيرو عايد لرونکيو صادراتي اقلامو توليد چى د يوه نبات د ريښى شيره ده او د هنګ په نامه ياديږي د ورکيدو سره يي مخ کړى ده.

هنګ د له منځه تلو په حال کي دي

فقر، بى وزلۍ او کمزورى مشرتابه سره لاسونه ورکړي او د افغانستان يو له ډيرو عايد لرونکيو صادراتي اقلامو توليد چى د يوه نبات د ريښى شيره ده او د هنګ په نامه ياديږي د ورکيدو سره يي مخ کړى ده.

Wednesday, 2 March, 2005

د بغلان ولايت د دوشي په سيمه کى فخراله په ډير دقت سره ځمکه ډيره ژوره يعنى د ٢٠ سانتي مترو په اندازه ژوروي. هغه تر دى هم ځمکه ژوره کيني تر څو د نبات ريښى ته ورسيږي او له هغى وروسته يي شيره چى يوه ژيړ رنګه او متعفنه مايع ده چى د هنګ په نامه ياديږي له څو برخو څخه استخراجوي.


که څه هم يوه بدبويه مايع ده خو هغه درمل چى له دغى مايعى جوړيږي په ټوله نړۍ کى ورته اړتيا ده او کولى شي د افغانستان کليوالو ته ډير عوايد ور په برخه کړي.


هنګ ته چى په لاتين ژبه (فيرولا آسافويتيدا) وايي په ډيرو طبي مواردو کى کاريدى شي چى د استما يا ساه لنډۍ له ناروغۍ نيولى تر د معدى د ناروغيو په درملنه کى کاريږي. دا ماده په ځانګړي توګه په هند او پاکستان کى شهرت لري.


خو فقر، خوارۍ او کمزورى اداره، د دغه نبات د نابودۍ سبب شوى او دا ويره يي رامنځ ته کړى چى دا فقير هيواد د يوه داسى نبات د له لاسه ورکولو په حال کى دى چى ډپر عوايد راوړاى شي.


فخراله د انګوزى ٥٠٠ بوټي په پام کى لري چى د عالي کيفيت لرونکي هنګ توليدوي چى يو کيلو يي ٣٠ امريکايي ډالره بيه لري. هغه همدارنګه د خپل کار په ساحه کى ٢٠٠٠ نور بوټى چى کيفيت يي ټيټ دى لري يعنى يو کيلو يي دوه امريکايي ډالره کيږي.


د دغه نبات د شيرى په را ايستو چى د افغانستان د شمال په وچو غرونو کى شنه کيږي، فخراله کولى شي هر کال ٥٠٠ امريکايي ډالر تر لاسه کړي.


که څه هم نړيواله تقاضا د دى سبب شوى چى له دغه نبات څخه له حده زياته شيره وباسي ، چى په توګه د فخراله په شان کسان د دوشي په سيمه کى د دى لټون کوي چى د خپل ژوند د معيشيت له پاره نوى ريښى ومومي.


پخوا د کلي مشرانو د سړي سر بوټى تنظيمولى او هر څه يي تر خپل نظر لاندى ساتل. خو د وخت په تيريدو ، د مشرانو د صلاحيت په له منځه تلو او د پيسو د تر لاسه کولو د حرص زياتيدل د دى سبب شوي چى له دغه نبات څخه له حده زيات کار واخيستل شي.


په تيره لسيزه کى د افغانستان د هنګو په صادرولو کى کموالي دا ستونځه لاپس پيچلى کړى ده. د صادراتو کموالى د بيو د لوړيدو سبب شوى او دا کموالى له دغه نبات څخه د زياتى شيرى د را ايستو سبب شوى دى.


په کابل کى د سلطانزاده د هنګو د صادرولو د مرکز د ريس مرستيال شفيع محمد وايي ١١ کاله وړاندى افغانستان د کال ١٠٠٠٠ ټنه هنګ صادرول خو په ٢٠٠٢ کال کى طمع کيږي چى وکولى شو د هغى يو پر لسمه برخه صادره کړو.


په صادراتو کى دا کموالى د دى سبب شوى چى د يوه کيلو بيه له ٢٠ ډالرو څخه ٣٢ ډالرو ته لوړه شي.


د تحليل کوونکو په آند د هنګو په توليد کى دا کموالى به د دغه نبات د کميدو سبب شي ځکه د بيو لوړوالى به خلک وهڅوي چى له هغو څخه ډير حاصل واخلي.


له يوى ريښى څخه په کال کى له ١٢ څخه تر ١٤ ځله حاصل اخيستل کيدى شي او پس له هغى بايد بوټى تر ٨ کلونو پورى په خپل حال پريښودل شي تر څو بيا د حاصل د اخيستو له پاره چمتو شي.


پر دى سربيره د ځنيو کليو اوسيدونکي، د هغو د ارزښت څخه له خبرتيا پرته له ريښو څخه دسونګ د لرګو په توګه کار اخلي.


غلام حيدر چى د کرهڼى په وزارت کى د نباتاتو او ځنګلونو د څانګى مدير دى وايي په افانستان کى توليد شوي هنګ پاکستان او هند ته صادريږي چى له هغو څخه ګولۍ او شربتونه جوړيږي. له دغو درملو څخه يي ځينى بيا بيرته افغانستان ته صادريږي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists