هلمند: زړه سواند او مهربان طالبان؟

د هلمند په ولايت کې د جنګې عمياتو د پر مخ وړلو پر مهال د موسی کلا ولسوالي کراره او د طالبانو تر ټينګ کنترول لاندې ده.

هلمند: زړه سواند او مهربان طالبان؟

د هلمند په ولايت کې د جنګې عمياتو د پر مخ وړلو پر مهال د موسی کلا ولسوالي کراره او د طالبانو تر ټينګ کنترول لاندې ده.

IWPR

Institute for War & Peace Reporting
Friday, 31 August, 2007
. هلته لږ جنايتونه کيږي او هغه ترخه جګړه اوس څه ناڅه ليرې شوې، چې خلک يي ډارولي او شاوخوا سيمه يي په کنډوالې اړولې وه.



ځايي استوګن د طالبانو له راتګ څخه هم نه ډاريږي، ځکه طالبان تيار همدلته دي.



د موسی کلا د بازار يو هټيوال 26 کلن، محمد عارف وويل: "طالبان په موسی کلا کې هر شی کنترولوي. هغوی د خپل پنځه کاله دمخه واکمنۍ د مهال يو شمېر اصول بېرته راژوندي کړي دي. هغوی له هر کور څخه خوراک ټولوي او خواوشا په خپلو موټرو کې ګرځي راګرځي."



"خو طالبان له خلکو سره هغسې بد چلن نه کوي، چې پخوا يي درلود. هغوی ډېر کرار دي او د خلکو درناوی کوي. ټول خلک له هغوی څخه خوښ دي."



طالبانو د موسی کلا کنترول د فبرورۍ په لومړيو کې له قومي مشرانو سره د يو تړون تر ماتېدو وروسته تر لاسه کړ. تر اوسه د افغان حکومتي ځواکونو او يا د سوله ساتي نړيوال پوځ، ايساف، له خوا د لاسوهنې او د هغې د تر لاسه کولولپاره لږې نښې نښانې ليدل کيږي.



د ملي اردو د دريمې قول اردو قوماندان غلام محی الدين غوري وويل:"موږ د موسی کلا د بېرته نيولو لپاره کوم پلان نه لرو."



د محمد عارف په څېر نور استوګن له طالبانو سره مخامخ خپلې ورځنۍ چارې په ښه توګه سرته رسولای شي.



هغه وويل: "خلک د طالبانو له خوا د امنيت په راوستلو ډېر خوښ دي. هغوی (طالبان) د پخوا په څېر له خلکو څخه د جګړې لپاره سړي نه غواړي."



په 1996 کال د کابل تر نيولو وروسته بيا په 2001 کال کې د امريکا د متحده ايالتونو په مشرۍ ايتلاف له خوا د هغوی تر رانسکورولو پورې د طالبانو د رژيم د واکمنۍ پرمهال به هغوی خپل جنګيالي له خلکو او ولس څخه راټولول. هغوی به د هر کور، هرې هټۍ او يا کروندې په سر يو، يو سړی جګړې ته استولو.چا چې به بل چا ته د جګړې لپاره د پيسو د ورکولو وسه نه درلوده، نو پخپله به له طالبانو سره يوځای کېدو ته اړايستل کېده.



په دې برسېره طالبانو په ولس او عامو خلکو باندې په ډېرې بېرحمۍ باندې د خپل تعبير له مخې اسلام تپلو. موسيقي، فلم، تلويزون، عکس اخيستل او آن د پتنګ لوبې (کاغذ پران بازي) منع وې. که نارينه ګانو به ږيرې لنډې کړې وې، نو وهل او ډبول کېدل به. ښځو ته د زده کړې او کار اجازه نه وه. په ځپنوځايونو کې به ښځې له يو محرم پرته له کور څخه نه شوې وتلای



آن په سهيلي محافظه کارو ولايتونو کې خلک له بنديزونو څخه پوزې ته راغلي و او د 2001 په وروستيو کې يي د نوي حکومت او نړيوالی ټولنې د حضور هرکلی وکړ.



خو په تېرو څو کلونو کې د خلکو نهيلي زياته شوه. ژمنه شوې بيارغاونه غړنده روانه ده. د کابل حکومت ته د يو کمزوري او بېوسې حکومت په سترګه کتل کيږي، هغه چې نه شي کولای امنيت راولي او بېروزګاري ورکه کړي. ځايي حکومت او پوليس په فساد کې ښکېل دي. جرم او جنايت زيات شوی دی او د نيشه يي توکو سوداګرۍ اقتصاد شل او شوټ کړی دی.



د بهرني پوځ له شتون سره هم ورځ په ورځ مخالفتونه زياتيږي. کله چې ايساف د ياغيانو د له منځه وړلو لپاره سر په سر عمليات کوي، ولسي خلکو ته په کې د مرګ او ژوبلې کچه لوړيږي.



موسی کلا د 2006 کال د اوړي او د مني تر لومړيو پورې د ايساف او طالبانو تر منځ د سختو جګړو ډګر و. د اکتوبر په مياشت کې د برتانويانو تر مشرۍ لاندې ځواکونه له نوموړې ولسوالۍ څخه د هغه تړون له امله په شا شول، چې قومي مشرانو ژمنه وکړه، طالبان به د ولسوالۍ مرکز ته نه راپرېږدي.



نوموړی تړون د 2007 کال د فبرورۍ د مياشتې په لومړيو کې د ايساف له يوې بمبارۍ وروسته مات شو، چې د طالبانو د ادعا له مخې په يوې ناپلوې سيمې کې تر سره شو او د يو پياوړي طالب قوماندان ورور په کې ووژل شو.



طالبان راوګرځېدل او د ولسوال، د امنيې قومادان او د محکمې د رئيس په ګومارلو يي خپله اداره جوړه کړه.



د ځايي خلکو د وينا له مخې هغوی (طالبانو) په کابل کې د خپل حکومت له رانسکورېدو وروسته د خلکو د زړونو د راوستلو لارې چارې يوڅه زده کړې دي.



د طالبانو يو قوماندان، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "خلک کولای شي، چې څنګه يي زړه وي، په خپلو کورنو کې د تلويزيون ننداره وکړي، يا موسيقي واوري. موږ هغوی ته هيڅ هم نه وايو."

"هرڅوک خپل زکات ملا ته ورکوي. دا کار په خپله خوښه دی. که زړه يي نه وي، څوک به پرې زور رانه وړي."



قوماندان وويل، د طالبانو له خوا وضع شوی اصول "افغان اسلامي قانون" دي او خلک پرې خوښ دي.



يو ځايي استوګن، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "خلکو ته څوک نه وايي، چې څه وکړي. هغوی کولای شي، خپلې ګيرې وخريي، يا يي پرېږدي. که کوکنار کري نو هم ورته څوک څه نه وايي. د اپينو پېر او پلور په ډېره لوړه کچه کيږي."



يوازې هلمند د نړۍ په کچه سږکال له نيمايي څخه زيات هيرويين توليد کړي دي. سره له دې چې کابل حکومت او نړيواله ټولنه له نيشه يي توکو سره جګړه له ترهګرۍ سره جګړه بولي، خو د کوکنارو کرکيله په کې هر کال زياتيږي.



طالبانو د 2000 او 2001 کلونو په اوږدو د يو پلي شوي کمپاين له لارې څه ناڅه په بشپړ ډول د کوکنارو کرکيله بنده کړې وه. خو نن لکه څنګه چې ښايي هغوی پخپله د هغې د حاصلاتو څخه ګټه واخلي. د هغې په توليد کې زياتوالی راغلی دی.



موسی کلا اوس د "قاچاقچيانو د ولسوالۍ" نوم ګټلی دی. يو شمېر شنونکي وايي، چې له اپينو څخه د هيرويينو د جوړولو فابرېکې همدلته ځای په ځای شوي دي، ځکه هلته حکومت او د کوکنارو د اړولو ډلې نه شي تللای.



ځايي استوګن وايي، دا خبره ناسمه ده، چې ګوندې ټول طالبان دې له هغې سره موافق وي.



د موسی کلا يو اوسيدونکی، شل کلن شېر محمد وايي: "طالبان د پخوا په څېر اوس په خلکو زور نه راوړي. خو خلک ځانونه بدلوي. خلک پخپله ځانونه د طالبانو د واکمنۍ له حالت سره سموي. د بېلګې په توګه په هټيو کې د موسيقۍ د غږولو په ځای هغوی اوس د طالبانو ترانې خپروي. ښځې بهر ته راوځي، خو ډېرې نه."



طالبانو موسی کلا ته د شريعت غږ په نوم خپلې راديوې خپرونې ورغځولي دي. نوموړې خپرونې خلکو ته له جهاد سره د يوځای کېدو بلنه ورکوي، خبرونه او تبصرې خپروي. له ساز پرته د جهاد او جنګي سندرو په څېر حماسې ترانې خپروي. د نوموړي راديو کارکوونکي رضاکاران دي او د حکومت او بهرنيو پوځونو د شتون په وړاند پيغامونه خپروي.



د ملا عزيت الله په نوم يو ځايي طالب د نوي رژيم ستاينه وکړه او يادونه يي وکړه، چې اوس د ملا متين په نوم نوی ولسوال لري او ملا محمد حسن هم د ولسوالۍ مرستيال او هم د ښاروالۍ دندې پر مخ وړي. هغه زياته کړه، د امنيي قوماندان، ملا تورجان امنيتي وضعه تر کابو لاندې راوستې ده.



عزت الله وويل: "که څوک کوم جرم وکړي، نو سزا ورته ورکول کيږي. که څو غلا وکړي نو لاس يي پرې کيږي. ټول کارونه د قانون له مخې تر سره کيږي."



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "زموږ حکومت د[ ولسمشرحامدکرزي] د حکومت په څېر نه دی. په کابل کې خلک آن د يو لوړپوړي چارواکي له خپلو خپلوانو او ملګرو څخه ډاريږي. خو د طالبانو په حکومت کې ټول خلک برابر دي. ټول خلک د طالبانو ننګه او ملاتړ کوي."



ښايي دا خبرې له مبالغې ډکې وي. په ولسوالۍ کې له کرارۍ سره سره تاوتريخوالی انګازې کوي.



يو استوګن، چې خپل نوم يي ونه ښود آی ډبليو پي آر ته وويل: "خلک خوښ نه دي. د ګاونډيو کلو زيات شمېر خلک له ډاره بازار ته راتلای نه شي. هغوی ډاريږي، چې بهرنيان به راشي او بمباري به وکړي. هغوی له هوايي او همدارنګه د ځمکنيو پوځونو له بريد څخه ډاريږي."



د طالبانو لاس ته د موسی کلا له ورتګ وروسته زيات شمېر کورنۍ د طالبانو او د بهرنيو ځواکونو د بريدونو اوغچ اخيستنې له ډاره له کورونو څخه وتښتېدې. زيات شمېر لا تر اوسه دلته او هلته اوسيږي. خپل کور او کلي ته د ستنېدو له ډاره يي په کنډ او کپر ودانيو کې اړولي دي.



نوموړي سړي وويل، طالبان د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن دي، خو د خلکو په چوپتيا کې هم د ډار نښې نښانې تر سترګو کيږي.



نوموړي استوګن وويل: "طالبان په دې ولسوالۍ کې ډېر جدي دي. کله چې څه ووايي، هغه پلي کوي. خلک هغوی ته خواړه ورکوي او نورې مرستې ورسره کوي. ددې لپاره نه، چې اړ ايستل شوي دي، بلکې ددې لپاره چې طالبان خپه نه شي. خلک په ودونو کې ساز نه غږوي، مګر داچې طالبان اجازه ورکړي."



د موسی کلا يو بل اوسېدونکی، عبدالباري له نوې حکومت څخه خوښ نه دی.



هغه وغړومبېد او ويي ويل: "څوک پوهيږي، چې هغوی څومره بدلون موندلای دی. موږ تلويزيون نه شو کتلای. موږ خبرونه نه شو اورېدلای. نور بندېزونه هم شته، چې زموږ د خپګان لامل دي."



عبدالباري زياته کړه،. طالبان له خلکو محصول غونډوي، خو د سلنۍ (فيصدۍ) اندازه يي ونه شوه ښودلای.



طالبانو يو شمېر خصوصي ښوونځيو ته د فعاليت اجازه ورکړې ده.



په موسی کلا کې د هلمند د نورو ډېرو سيمو په څېر زيات شمېر ښوونځي د امنيتي ستونزو له امله تړل شول دي. زيات شمېر ښوونځي سوځول شوي دي. ښوونکي او زده کوونکي وژل شوي دي. د پېښې پړه ټوله په طالبانو اچول شوې ده، که څه هم هغوی هغه منلې نه ده.



يو ځايي ښوونکي، فيض محمد وويل: "زه اوس بېرته ښوونځي ته ځم. زه ډېر خوشحال يم. خو ښوونځي هوار شوي او د بمبارۍ له امله په کنډوالواوښتي دي. ما خپل کور ښوونځي ته ورکړی دی. خلک زيات خوښ دي. خو له بده مرغه مېز، څوکۍ او نور شيان نه لرو."



د شپږم ټولګي يو زده کوونکي، احمد الله وويل: "ښوونځي ته تګ مې ډېر خوښيږي. زه ډېر خوشحال يم، چې بېرته زده کړې ته مخه کوم."



د موسی کلا د بازار يو اوسيدونکي، ضياءالحق وويل: "طالبانو موږهڅولي يو، چې خپل کوچنيان ښوونځيو ته واستوو. موږ اوس ډېر خوښ يو. ځکه ليک لوست روښنايي ده او له هغې پرته سړی ړوند دی."



اوسمهال زياترې نجونې له زده کړې بې برخې دي. په داسې حال کې چې طالبان ښوونځيو ته د نجونو له تګ سره برالا مخالفت نه کوي، خو د هلکانو او نجونو يوځای زده کړې ته اجازه نه ورکوي. تر هغه چې وضعه ښه کيږي او جلا نوي ښوونځي ودانيږي، نو ښايي چې نجونې په خپلو کورنو کې پاتې وي.



د طالبانو يو قوماندان وويل: "موږ د زده کړې مخالف نه يو. موږ له هغو ښوونځيو سره مرسته کوو، چې له افغاني کلتوراو شريعت سره سم وي. هلکان او نجونې بايد يوځای زده کړه ونه کړي."



هغه په ټينګار وويل، طالبان د زده کړې د مخنيوي لپاره ښوونځي نه تړي او سيځي يي هم نه. هغه وويل: "ښوونځي له دې امله تړل کيږي، چې بمباري وي او يا په سيمې کې جګړه روانه وي. هغه څوک چې ښوونځي سوځوي، جنايتکاران او د اسلام ضد خلک دي."



هغه وويل، طالبان تعليمي نصاب ته زيات پام کوي. هغه وويل، زموږ د خوښې د زده کړې يوه بېلګه داده، چې: "زموږ هغه ښوونځي خوښ دي، چې ووايي "الف" يانې "الله" نه دا چې ووايي "الف" يانې "انار". او يا داچې ووايي "ج" يانې "جوار"، بلکې ووايي"ج" يانې "جهاد".
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists