هلمند: سم او پرځای بريد، که بې باکه بمباري؟

نړيوال ځواکونه په هلمند کې د طالبانو په مشرانو باندې د يو بريد خبرې کوي، خو ځايي ولس وايي، چې په بمبارۍ کې په سلګونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هلمند: سم او پرځای بريد، که بې باکه بمباري؟

نړيوال ځواکونه په هلمند کې د طالبانو په مشرانو باندې د يو بريد خبرې کوي، خو ځايي ولس وايي، چې په بمبارۍ کې په سلګونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

"مېلې" ته راوتلي و. د اوونۍ په بازار کې خلک له غواګانو نيولې بيا ترغاليو پورې شيان د پېر او پلور لپاره راوړي.وو



ناببره بمباري پيل شوه. په خلکو کې ترهه او ډار خپور شو. رپوټونه وايي چې دوه سوه تنه ولسي خلک به مړه او تر دې زيات به ټپيان شوي وي. که چېرته ددې رپوټونو پخلی وشي، نو په افغانستان کې به په روان کال کې دا تر ټولو لوی رسېدلی زيان وي.



دا د بغنۍ په کلي کې د خلکو خبرې وې، چې د اګست د مياشتې په دويمه يي کولې. د سترګو ليدلي شاهدان د زيات شمېر بې سره تنو کيسې کوي، چې د پېژندلو نه و. زيات شمېر خلک د خپلو پلرونو، ورونو او اولادونو د ورکېدو خبرې کوي.



يو ځايي استوګن، سلطان محمد وويل: "د بهرنيو ځواکونو بمباري هغه مهال پيل شوه، چې د کلي ټول خلک د اوونۍ په دوديزې مېلې کې راټول شول. دلته هغوی د خپلې ټولې اوونۍ اړتياوې پوره کوي. دا ميله يو زيارت ته په څېرمه يو ځای کی کيږي. د ماسپښين په درېو بجو الوتکې راغلې او په خلکو کې بمونه وغورځول. له 200 تنو څخه زيات يي ووژل او نژدې 1450تنه ټپيان شول."



"دلته کوچنيان او سپين ږيري و. زموږ ګناه څه ده؟ ولې موږ وژل کېږو؟"



د امريکا تر مشرۍ لاندې په دندې باندې 82 ګومارل شوی ګډ ځواک بيا پيښه په بل راز بيانوي.



هغوی په يو مطبوعاتي بيان کې وايي: "ايتلافي ځواکونو د طالبانو په دوو نومياليو قوماندانانو باندې په پوره پام بمونه وغورځول، چې د باغران په ولسوالۍ کې د مشرتابه په يوې غونډې کې راټول شوي و. له هغه وروسته چې ورته جوته شوه شاوخوا کوم بېګناه او معصوم افغانان نه شته ... ايتلافي ځواکونو لارښوول شوي دقيق بمونه وغورځول."



ددې دوو څرګندونو تر منځ واټن د هلمند د وضعې څرګندونه کوي، چېرته چې ځايي خلک او بهرني ځواکونه زياتره په يو متبادل چاپېريال کې استوګنه کوي.



يوه ستونزه د ځای او سيمې په هکله د پوهې نشتوالی دی. په داسې حال کې چې د همدغه پنجشنبې په ماسپښين د جاسوسۍ په تورد طالبانو له خوا د تورنو کسانو د اعدام ګونګوسې خپرې شوې وې، خو دا باوري ده، چې دومره زيات شمېر خلک په اوونيزې ميلې کې د ګډون لپاره راغلي و.



هلته عادي هټۍ نه وي او خلک د يوې اوونۍ په اندازه شيان راوړي. لاسي مصنوعات، څاروي، د باغونو ميوې او نور شيان د پېر او پلور لپاره راوړل کيږي. په بغنۍ کې پنجشنبه د مېلې ورځ ده.



ناتو په دې حقيقت ډډه لګولې وه، چې راټول شوي خلک، ټول او يا زياتره يي جنګي سړي و. په عامه ځايونو کې د ښځو نشتوالی په پښتون ميشته سيمو، په تېره بيا د طالبانو ترلاس لاندې سيمو کې د ژوند يو حقيقت دی. ښځې د کورونو په چارديواليو کې راايسارې وي او د پېر او پلور لپاره نارينه ګان له کوره بهر ځي.



خو د لښکرګاه په يو روغتون کې په يو اخيستل شوي عکس کې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم ليدل کيږي.



له دې ټولو تاويلو، ماويلو سره سره رښتيا تر خاورو لاندې پټه ده.



لکه څرنګه چې د دفاع وزارت يو ستړي ستومانه وياند رسنيو ته وويل: "له هغوی سره پېژندپاڼې نه شته،چې هويت يي وپېژندل شي. کله چې جنګيږي، طالبان دي، خو که چېرته ووژل شي، نو بيا ناببره ولسي خلک شي."



د هلمند ولايت د امنيې قوماندان، محمد حسن انډېوال د لښکرګاه د بست روغتون ته د لسو، شلو تنو ټپيانو د راوړول پخلی وکړ.



هغه ای ډبليو پي ار ته وويل: "زه نه شم ويلای چې هغوی ولسي خلک دي او که نه. خو کېدای شي وژل شوي خلک يا طالبان وي او يا ولسي خلک."



ټپيان د سيمې بېلا بېلو روغتونو ته لېږدول شوي و. يو شمېر يي د بغني شمال ته سل کيلو متره وړاندې د طالبانو تر لاس لاندې موسی کلا ته لېږدول شوي و. يو شمېر نور يي 150 کيلو متره وړاندې کندهار ته وړل شوي و، پاتې يي د بمبارۍ له سيمې څخه 200 کيلومتره وړاندې لښکرګاه ته راوړل شوي و.



د باغران د سيمې يو اوسېدونکې، عبد الکريم وويل: "زيات شمېر په لاره کې مړه شول. زما يو زوی د بست په روغتون کې دی. باور مې نه شي، چې ژوندی به پاتې شي. دوه نور زامن مې په موسی کلا کې دي. دوه ورېرونه مې ووژل شول او دوه نور يي ټپيان شول."



هغه زياته کړه چې هرې خواته مړي دلۍ دلۍ پراته و.



هغه وويل: "موږ 50 مړي کتار کېښودل، ترڅو يي خپل خپلوان راشي او ويي پېژني. د زياترو يي سرونه او يا د بدن نور غړي نه و. موږ هيله درلوده، چې خپلوان به يي له جامو، بوټانو، د بېلوونکو نښو او يا نورو شيانو له لارې وپېژني."



هغه يوه ډاروونکې ننداره انځور کړه. هغه وويل: "دا يوه توره ورځ وه. نژدې هر چا يو څوک له لاسه ورکړی و. له خلکو څخه د خپلې کورنۍ غړي ورک و. ما داسې خلک ولېدل، چې په ځمکې باندې ناست و او سترګو يي لارې ايستلې وې. هر لوري ته ماتم و."



يو بل تن، حفيظ الله وويل: "موږ د مړو په راټولولو ستړي شوي و. د موسی کلا په روغتون کې هيڅ خالي بستر نه و."



د لښکرګاه په روغتون کې يو تن ډېر سخت ټپي شوی و، چې په سخته يي خبرې کولای شوې. هغه په سوو او پړسېدلو شونډو وويل: "موږ په مېلې کې و، چې ناببره بمونه راوغورځېدل. هغوی ځکه موږ دلته راوړلو، چې په موسی کلا (روغتون) کې هيڅ ځای نه و. "



اتلس کلن ګل ولي هم د ټپيانو په ډلې کې و. هغه وويل: "بمونه له اسمان څخه په ونو راغورځېدل. ما د غوښو او هډوکو ټوټې ولېدلې. په هغوی کې زموږ کليوال و. هغوی بېګناه خلک و. هغوی خپلو کورنيو ته د خواړو د اخيستلو لپاره ميلې ته راغلي و. پرځای يي هغوی په وينو ولمبېدل او سترګې يي د خپلو کورنيو په لور کږې پاتې شوې."



په دندې باندې د 82 ګومارل شوي ګډ ځواک وياند، جګړن کرس بيلچر وويل، دا بريد يو بېساری بری و.



هغه په يوې رسمې مطبوعاتي بيان کې وويل: "دې عملياتو څرګنده کړه، چې د ياغيانو لپاره د پټېدو هيڅ خوندي ځای نه شته."



د نړيوال سوله ساتي ځواک يو بل افسر د نوم د نه څرګندولو په شرط د بريد د پرځايتوب او سموالي پخلی وکړ.



هغه ای ډبليو پي ته وويل: "موږ باوري يو، چې د طالبانو د لوړو پوړو چارواکو په يوې غونډې مو بريد وکړ."



د افغانستان د دفاع وزارت هم د يوې مطبوعاتي بيانيې د خپرولو له لارې د خپلې برياليتوب ادعا وکړه.



ويي ويل: "د زمري د مياشتې د دولسمې نېټې (د اګست دويمه) د ماسپښين په 23: 4 بجو ترهګرو په خلکو کې د ترهې د خپرولو له لارې غوښتل له حکومت سره د همکارۍ په جرم شپږ تنه په دار وځړوي. دا کار د شاه ابراهيم بابا زيارت ته څېرمه په باغ ناهي کې تر سره کېدو."



"په دې غونډې کې ملا دادالله منصور، ملا عبدالرحيم اخون، ملا بلبل کجکي او د طالبانو نور لوړ پوړې چارواکي او هم همدارنګه بهرني ترهګر موجود و. هغوی له هوا څخه تر بريد لاندې ونيول شول. د لومړنيو رپوټونو له مخې په لسګونه ترهګر مړه او ټپيان شول."



افغان ځواکونه، د امريکا تر مشرۍ لاندې ايتلافي او ايساف ځواکونه ټول ادعا کوي، چې د مړو په منځ کې د طالبانو قوماندانان شامل دي. ستره موخه د ملا دادالله اخون ورور، ملا دادالله منصور و. دا دالله پخپله د می په مياشت کې د بهرنيو ځواکونو له خوا وژل شوی و. د مړو کسانو په کتار کې د طالبانو له خوا د هلمند والي، ملارحيم اخون، د هغه ورور ملا مجيد او ملا بلبل کجکي شامل و.



ملا دادالله منصور د خپلې مړينې د خبر له خپېرېدو وروسته له رسنيو سره مرکې وکړې او په ټينګار يي ويل، چې هغه نور (قوماندانان) هم ژوندي او روغ رمټ دي. د يو رپوټ له مخې هغه ادعا وکړه او ويل يي، چې همدا اوس وروسره ملا بلبل او ملا مجيد چای څښې.



د طالبانو وياند، قاري يوسف احمدي هم له ای ډبليو پي ار سر د خبرو پر مهال د ملا دادالله خبرې تاييد کړې.

هغه وويل: "په هغې سيمې کې يو طالب هم نه و. نه د دارځړولو خبره وه او نه کومه غونډه وه. طالبان دومره ساده هم نه دي، چې په داسې يو ځای کې راټول شي. هغه د پنجشنبې د ورځې ميله وه او ټول مړه شوي او ټپي شوي خلک ولسي خلک و."



له دې سره سره ځايي خلک په دار باندې د ځړولو خبرې کوي. د خان محمد په نوم يو چا وويل: "وسله والو طالبانو درې تنه بهرنيو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تو رپه دار وځړول. له هغی وروسته الوتکې راغلې او زه وتښتېدم."



يو بل تن، چې لښکرګاه ته له يو ټپي خپلوان سره راغلی و، هم په دار باندې د ځړولو خبرې کولې. نوموړي چې افغاني اوږدې جامې يي اغوستې او سترګې يي له غم او خپګان څخه سرې اوښتې وې، ډېر ليوال و، چې يو خبريال ته خپل زړه تش کړي.



هغه وويل: "موږ لاړو، چې د ميلې په ځای کې په دار باندې د ځړولو ننداره وکړو. طالبانو خلک ځوړندول. اووه تنه جاسوسان د ځړولو لپاره راوړل شوي و. خو د دوو تنو له ځړولو وروسته بمباري پيل شوه."



زياتره نه شي کېدای، چې د يوې جګړې د ښکيلو لوريو درواغ او رښتيا دې سړی معلوم کړای شي.



د برتانويانو تر مشرۍ لاندې په ايساف ځواکونو تل په بمباريو کې د ولسي خلکو د مرګ او ژوبلې پړه اچول کيږي. د نوموړي پوځ وياندان ټينګار کوي، چې ايساف ولسي خلکو ته د مرګ او ژوبلې د مخنيوي لپاره له ټولو شونو لارو چارو څخه ګټه اخلي. خو دا سوله ساتی ځواک په سيمې کې په امريکايي پوځونو باندې زيات کنترول نه لري.



ايتلافي ځواکونه او امريکايي ځانګړی ځواک، چې د ناتو تر قوماندې لاندې نه دي، په هلمند کې د "خوځيدونکو" عملياتو پر مهال د افغان ملي اردو څارنه کوي. کله ناکله ايساف ته نومول شوي هوايي ببماري د نوموړي ځواک له خوا ترسره کيږي.



په څاروان کلا، حيدراباد او اوس په باغران کې د تېرو څو مياشتو راهيسې د امريکا تر مشرۍ لاندې هوايي بمباريو کې په سلګونه خلک وژل شوي او ټپيان شوي دي. د کره شمېرنو لاسته راو ړل ګرانه ده، ځکه زياتره کورنۍ تر مړينې وروسته د مذهبي دود له مخې خپل مړي ژر تر ژره ښخوي.



که بهرني ځواکونه دي، که طالبان او يا هم ولسي خلک، ټول هڅه کوي، تر څو د هغوی خبره سمه وبلل شي او دا کار د مرګ او ژوبلې د کره شمېرې د څرګندولومخه نيسي.



په دې وروستۍ پيښې کې طالبان ادعا کوي، چي يو نفر طالب هم نه وژل شوی او نه ټپي شوی، چې په باغران باندې د هغوی له کنترول سره سمون نه لري. لکه څرنګه چې قاري يوسف وايي:"دلته افغاني ځواکونه نه شته. ټوله ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده."



که د لسګونو عيني شاهدانوپه خبرو باور وشي، نو د ايتلافي ځواکونو له خوا د بريد د سموالي او پرځای والي ادعا د منلو وړ نه ده.



د رښتياوو سپيناوی سخت دی او ټول لوري په خپلو خبرو ټينګ ولاړ دي.



د ايساف سرتېري وايي: "طالبان په غوسې (زموږ) د ځپلو خبرې کوي. له دې امله هغوی د ولسي خلکو د مرګ او ژوبلې ادعا کوي. خو موږ پوهيږو، څه چې مو کړي هغه سم دي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists