هلمند د ژوند ډگر ته ورننوزي

يو شمېر چارواکي د نوي هوايي ډگر د جوړېدو له امله د گرځندويانو راتگ ته هيله من دي، خو د رښتياپلويان له دې امله خوښ دي، چې کولاى شي خپل ځايي محصولات له هلمند بهر وليږدوي.

هلمند د ژوند ډگر ته ورننوزي

يو شمېر چارواکي د نوي هوايي ډگر د جوړېدو له امله د گرځندويانو راتگ ته هيله من دي، خو د رښتياپلويان له دې امله خوښ دي، چې کولاى شي خپل ځايي محصولات له هلمند بهر وليږدوي.

: "دا ډېر گران دى." دا ټکټ هغه ته په اوو زرو افغانيو (١٤٠ډالره) لويدلى دى. هغه وويل : "هيله من يم نور هوايي شرکتونه به ډېر ژر هلمند ته الوتنې پيل کړي. هله به د تکټ بيه راپرېوزي"



قدوس د شلو تنو بې صبره، خو خوشالو مسافرينو له ډلې څخه يو و، چې د جون په اتمه يې له هلمند څخه د اريانا افغان هوايي الوتنې په واسطه کابل ته الوتنه کوله. مخکې له دې چې کومې الوتکې ته هغوى سترگې په لاره وو، يو څه وروسته د لښکرگاه په هوايي ډگر کې پر ځمکه کيناسته.



دا په تېرو ٥٢ کلونو کې په جگړې کې ښکيل ولايت هلمند ته د افغان الوتنې لومړى الوتنه وه.



انتونوف ٢٤ ډوله الوتکه، چې ٤٢ مسافرين په کې سپاره وو، د بست په هوايي ډگر کې د ډېرو خوښيو په بدرگې راکښته شوه. هلمند د څو کلونو راهيسې له نور افغانستان څخه جلا شوى دى. د مخ په زياتيدونکي بغاوت او د نشه يي توکو د مافيا مرکز دي.



اوس هلمنديان څو لسيزې وروسته کولاى شي په منظم ډول افغان پلازمينې کابل ته سفر وکړي.



په نوموړي هوايي ډگر باندې د امريکايانو او برتانويانو په مرسته لس مياشتې دمخه کار پيل شو. له بشپړېدو وروسته به يو ترمينل، کرنيز پارک او د ميوو د پروسس يوه فابريکه ولري او له ٥٢ ملينو څخه زيات ډالر به پرې ولگيږي. يوازې د ځغاستې په ليکې (رنوې) ٥.١١ مليونه ډالر لگيږي.



دا هوايي ډگر ډېره اوږده مخينه لري. لومړۍ پلا د امريکا سفير، شيلډن ټي ميلز په ١٩٥٧ کال کې په لښکرگاه کې د هوايي ډگر بنسټ کيښود. هغه مهال لږ شمېر امريکايي انجينيرانو او د ودانۍ کارکوونکو هلته کا رکاو. هغوى نوموړي ولايت ته د شوروي اتحاد د اغېزله ډاره زياتې مرستې چمتو کولې چې خلکو به ورته "کوچنى امريکا" ويله.



خو د جگړو او بغاوت کلونو د هغه مهال خړوبه ځمکه په يوې وچې او خطرناکې سيمې واړوله، چې عمده کرکيله يې کوکنار دي، د ولسي خلکو ژوند د سړک د غاړو چاودېدونکو توکو او وسله والو د گزمو له امله له خطر سره مخامخ دى.



څه موده دمخه (د هوايي ډگر) د پرانيستلو په غونډه کې د امريکا نوي سفير، کارل ايکنبيري د يو ښه تجليل يادونه وکړه.



هغه وويل: "زه ډېر خوښ يم، چې د هلمند اونړۍ تر منځ دا پول پرانيزم." هغه زياته کړه، هيله من دى نوى هوايي ډگر به دې جگړې ځپلې ولايت ته سوله او امنيت راولي.



ايکنبيري ته له خبرو وروسته يوه پگړۍ ورکړ شوه. له په سرولو وروسته، په دې وروستيو کې دا متقاعد جنرال نه پېژندل کېده، چې هغه يو افغان دى او که بل څوک.



د ځغاستې د ٢٠٠٠ متره اوږدې ليکې تر پرانستيلو پورې هلمند ته سفر يو گران بيه او له سر د لوبو کولو يو سفر و.



د هوايي او مواصلاتو د تکنولوژۍ شريکبانډې، لکه پکتيک PACTEC يا د مرکزي اسيا د پراختيا ډله CADG کوچنۍ الوتکې لښکرگاه ته الوتنې کولې. مسافرينو هغه مهال په زړه کول، چې گوندې الوتکه ياغيان له ځمکې څخه په نښه کوي.



الوتکه به د دښتې په منځ کې په نيمه خامه رنوې راکښته کېدله او په ځان پسې به يې د خاورو او دوړو غونډۍ جوړولې.



د هلمند ولايت د ترانسپورټ مشر، غفور توخي وويل: "کله چې به مسافرين په دې الوتنو کې دلته راتلل، نو ډېر به ډارېدم. هغوى به خلې پوزې او خولې د خاورو او دوړو له امله تړلې وې"



د هلمند چارواکي وايي هغوى ډاډمن دي، چې د نوې رنوې پرانيستل به گرځندويان وهڅوي چې هلمند ته د بست د ١٠٠٠ کلنې زړې کلا په څېر د تاريخي ځايونود ليدلو لپاره راشي. د بست د کلا انځور په سل افغانيگي نوټونو باندې کښل شوى دى.



د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، عليشاه مظلوميار وويل: "دا په هلمند کې ډېر غټ بدلون دى. ډاډمن يم هغه به هغه گرځندويان ځانته راجلب کړي، چې غواړي د بست تاريخي کلا وويني. هيله من يم يونسکو (د ملگرو ملتونو فرهنگي موسسه) به اوس د گرځندويانو له امله د بست کلا ته پام واړوي، خو تر اوسه يې څه نه دي ويلي."



ښايي مظلوميار ټوپک يو څه لوړ نيولى وي. پروا نه کوي، چې رنوې څومره ښه ده، د زيات شمېر ليدونکو د جلب تصور گرانه خبره ده. ځکه دا په يو خطر ناک هېواد کې تر ټولو خطرناکه سيمه ده.



هلمند د طالبانو د بغاوت او د نړى د کوکنارو ستر توليدوونکى اصلي مرکز دى. دې کار نوموړى ولايت داسې يو ځاى گرځولى دى، چې تودې جگړې، ځانمرگي بريدونه، د ناتو بريدونه او برمتې د هرې ورځې خبره ده.



نه په هلمند کې د گرځندويانو د اوسېدو ځاى شته اونه پرته له يو څو رستورانتونو څخه آن لښکرگاه د هغوى د استوگنې لپاره کوم هوټل لري.



ډېره رياليستيکه تمه د هلمند د کرنيزو محصولاتو پراختيا ده، ځکه ميوې او سابه به په ډېرې اسانې او ښو شرايطو بازارونو ته ورسيږي. د هوايي ډگر د ميوو د پروسس مرکز به په دې اړه يو څه مرسته وکړاى شي.



د هلمند داقتصاد رئيس، عبدالرشيد ستانکزى وايي: "اوس به هلمندې ميوې او مغزباب له ځنډ پرته د نړۍ بازارونو ته ورسېداى شي. دا به نه يوازې له کروندگرو او باغ لرونکو سره مرسته وکړي، بلکې له هر چا سره به مرسته وکړي. دا به د هلمنمد ولايت له نشه يي ولايت څخه د ميوو په ولايت بدل کړي."



همدارنگه ستانکزي د ليدونکو د شمېر زياتوالي ته هم خوشبينه دى.



هغه وويل: "هوايي ډگر موږ له نړۍ سره نښلوي. دلته به گرځندويان او د نورومدنيوتونو خلک راشي."



د بولان د ولسوالۍ يو گوت نيوونکي، چې په هلمند کې يو لوړپوړې حکومتي کارکوونکې او ويي نه غوښتل ونومول شي، هغومره خوښ نه برېښېده.



هغه وويل: "د هوايي ډگر جوړول ښه خبره ده. اوس به کوکنار مستقيما په الوتکو کې وړل کيږي."



امنيتي ماهرين هم د هوايي ډگر په پلان بوخت دي. د هلمند د ناکرارۍ له امله د هوايي ترانسپورت خونديتوب او مصوونيت به کومه اسانه خبره نه وي.



د هلمند د سرحدي پوليسو قوماندان، جبار خان وويل: "هوايي ډگر يوه ستره بريا ده. خو موږ بايد امنيت چمتوکړو. د بريد چانس شته. له دې امله بايد ددې ډاډ تر لاسه کړو، چې (الوتکي) خوندي دي. که خداى مه که بريد وشو، هيڅ الوتکه به بيا د راتگ جرات ونه کړي. "



د هلمند والي، گلاب منگل رسنيو ته وويل، هغه لارښوونه کړې، چې د هوايي ډگر شاو خوا ته د څارنې پوستې جوړې شي. هغه وويل: "هرڅه چې اړين وي، هغه به کوو."



څارونکي وايي، هوايي ډگر به هلمند ته د ځايي قرارداديانو له خوا د کار د څارنې لپاره د بهرنيو کارکوونکو په سفر کې هم اسانتيا راولي.



د کليو د بيا رغاونې او پراختياد رياست يو کارکوونکي، چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې خبرې کولې، وويل، هلمند ولايت ته د نړيوالو کارکوونکو د نه راتگ له امله د هلمند د بيارغاونې کار ډېر پس او خراب دى.



يو چارواکي وويل: "زياتره پروژې يوازې د کاغذ پر مخ پاتې دي. اوس به د غلا چانس لږ شي."
Frontline Updates
Support local journalists