ـ حکومت به د ماين د پاکولو بهير په خپل لاس کې واخلي

په هېواد کې د وژونکو توکو د ليرې کولو مسووليت د ملګرو ملتونو له لوري حکومتي چارواکو ته سپارل کيږي.

ـ حکومت به د ماين د پاکولو بهير په خپل لاس کې واخلي

په هېواد کې د وژونکو توکو د ليرې کولو مسووليت د ملګرو ملتونو له لوري حکومتي چارواکو ته سپارل کيږي.

Friday, 18 November, 2005

د روان کال له پای ته رسېدو څخه څه موده دمخه به حکومت په هېواد کې د جګړو له کلونو څخه د پاتې شويو زرګونو ځمکنيوماينونو د پاکولو مسووليت په غاړه واخلي.


اوسمهال دا له خطر څخه ډک او د زيات وخت غوښتونکی کار د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماين د فعاليتونو د مرکز (UNMACA) تر مشرۍ لاندې د بېلابېلو 15 موسسو له خوا پر مخ وړل کيږي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماين د فعاليتونو د مرکز د بهرنيو اړيکو ماهر، مسعود حميدزاده په وينا حکومت هغه مهال په خپلې غاړې د ماين د پاکولو مسووليت منلی و، چې په 2002 کال کې د ځمکنيوماينونو د ټوليز بنديز لپاره د اوتاوا له تړون سره يوځای شو.


زياتره ناچاودلي توکي په 1979 کال کې د پخوانی شوروي اتحاد د يرغل راهيسې د شورويانو او مجاهدينو له خوا کرل شوي دي.


د حميدزاده په وينا په 1998 کال له افغانستان څخه د شورويانو له وتلو او د 2004 تر منځ کلونو کې د ځمکنيوماينونو له امله 2650 تنه وژل شوي او 12225 تنه ټپيان شوي دي.


خو د ماين د قرباينانو رښتيني شمېره ښايي تر دې هم لوړه وي، ځکه د (افغاني) سرې مياشتې او د سره صليب د نړيوالې کمېټې له خوا په چمتو شويو شمېرنو کې د هیواد په ليرې پرتو سيمو کې د ماين له امله منځ ته راغلي تلفات شامل نه دي.


حميدزاده وويل، تر اوسه په هېواد کې 850 کيلومتر مربع سيمه له ځمکنيوماينونو څخه پاکه شوې او نوره 716 کيلومتر مربع سيمه لا بايد پاکه شي.


له 1989 څخه د تير کال تر پايه پورې ماهرينو د پرسونل ضد 151242 او د ټانک ضد 11246 ماينونه او 3674419 بېلابېل ناچاودلي توکي بې اغېزې کړي دي.


دا کار په ډېره لوړه بيه پای ته رسيږي. په ماين پاکولو کې د ښکېلو 15 موسسو د رپوټ له مخې د 1990 او 2003 کلونو ترمنځ د هغوی 70 ماين پاکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 578 تنه نور يې ژوبل شوي دي.


د 2004 کال په بهير کې دوو تنو د ماين پاکولو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور 21 تنه ژوبل شوي دي.


حميدزاده د ماين پاکوونکو د زيان د شمېرې د راټيټيدلو لاملونه د ساتونکو (حمايوي) جامو، د ماينونو د ځای د ميندلو لپاره له زيات شمېر روزل شوي سپيو کارول او د ماين د پاکولو په بهير کې د ماين پاکوونکو د تجربې زياتوالی وبلل.


د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال، دکتور محمد حيدر رضا، چې د ماينونو د پاکولو پروګرام د لېږدولو مسووليت په غاړې لري، وويل، د لېږدونې نېټه لا تراوسه په سمه توګه څرګنده نه ده. هغه وويل: ((د ماين پاکولو د پروګرام د لېږدونې لومړی ګام د ماينونو د پاکولو د فعاليت په اړوند د يو قانون رامنځته کول دي. تر هغه چې قانون جوړ شوی او تصويب شوی نه وي، نو حکومت ته به د پروګرام لېږدونه له وخت څخه د مخه يو کار وي.))


د قانون مسوده د ماين پاکولو په ډګر کې د ښکېلو نړيوالو بسپنه کوونکو موسسو په ملګرتيا د بهرينو چارو، دفاع، کورنيو او عدليې وزارتونو په ګډون د يو مشورتي ډلې له خوا چمتو شوې ده. د پارلمان په نشتوالي کې (هغه قانون)اوس د ولسشمر د لاسليک انتظار باسي.


حيدر رضا دې ټکي ته ګوته ونيوله، چې نړيوال به په افغانستان کې د ځمکنيو ماينونو په پاکولو کې د پخوا په څېر زيات ښکېل وي. هغه وويل: ((دا موسسې په راتلونکې کې ارزښتمن رول لوبولای شي. موږ نه غواړو دا تجربه لرونکي خلک له لاسه ورکړو.))


د ماين پاکولو د نړيوالې موسسې، هلوټرسټ ځايي مشر، دکتور فريد همايون له ملګرو ملتونو څخه حکومت ته د ماين د پاکولو د پروګرام د لېږدولو هرکلی کوي، وايي: ((د ماين پاکولو پروګرام درې برخې لري: لومړۍ هغه يې ستراتيژي، بله يې همغږي (کواردنيشن) او وروستنۍ يې پلي کول دي. تر هغه ځايه چې زه پوهېږم، ستراتيژي او همغږي په حکومت پورې اړه نيسي او پلي کول بيا زموږ کار دی))


دا چې څوک د ماين پاکولو مسووليت لري، خو پاکول يې د پخوا په څېر زښت زيات لګښت غواړي.


حميد زاده وايي، له 1989 کال څخه را په دې خوا د ماينونو په پاکولو 320 مليونه امريکايي ډالره لګېدلې دي. نوموړی زياتوي: ((د اټکل له مخې نورو 500 مليونو ډالرو ته اړتيا شته.))


د ماينونو پاکول د افغانستان د بيارغاولو د صندوق (Afghanistan Reconstruction Trust Fund-ARTF ) په مالي مرسته سر ته رسيږي، چې دنړيوال بانک له خوا چمتو کيږي.


ښايي تر 2012 کال پورې د ماين پاکولو بهير پای ته وروسيږي. حميدزاده وايي: ((موږ بايد د پای نېټه معلومه کړو. ترهغه وخته بايد د هېواد زياتره برخه (له ماينونو څخه) پاکه شوي وي. موږ نه شو ويلای ټول (ناچاودلي) توکې به له منځه يوړل شي، ځکه له دويمې نړيوالې جګړې څخه 60 کاله وروسته نن هم په اروپا کې د بمونو پاتې شونې موندل کيږي.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists