حبيب ته د درناوي مراتب

په کابل کى د رحيم اله سمندر ليکنه

حبيب ته د درناوي مراتب

په کابل کى د رحيم اله سمندر ليکنه

هغه د کابل د آيني په نړيوال مطبوعاتي مرکز کى چى د فرانسويانو له خوا اداره کيږي يو کوچنى دوکان درلوداو هلته يي د ساتونکي دنده تر سره کوله. د دسمبر په ١٩ نيټه د يوه لاسي بم په غورځولو هغه د افغانستان د تشدد يو بل قرباني شو.


پيښه داسى وه چى حبيب غوښتل د خپلى معدى د تکليف له پاره د امنيت د نړيوال ځواک (آيساف) اصلي مرکز ته د ډاکتر د ليدو له پاره ولاړ شي . له همدى امله يي له دوو فرانسوي ترجمانانو سره چى د آينى له مرکز څخه و د امنيتي ځواکونو د مرکز بهر ته د داخليدو له پاره انتظار ايست.يو سړى چى دوى مصنوعي پښى يي درلودى او ګوډ ګوډ په لار ته، پداسى حال کى چى څلور بمونه يي د خپلى کرتۍ لاندى پټ کړي و نژدى شو. هغه غوښتل مرکز ته ورننوځي. خو هغه ته يي د داخليدو اجازه ور نه کړه.


چى هغه ته يي د داخليدو اجازه ور نه کړه هغه نورو خلکو ته چى انتظار يي ايست مخه کړه او دوه لاسي بمونه يي په دوى وغورځول چى په نتيجه کى يي حبيب ووژل شو، د آيساف يو ژباړونکى شديد ټپي شو او د آينى دوه تنه خبريالان ټپيان شول. وروسته يي په بم ځان هم والوزوه.


دا په حقيقت کى پر بهرنيو ملکي کسانو لمړۍ حمله وه او هغه هم پداسى ځاى کى چى ٤٠٠٠ نړيوال عسکر تير کال د طالبانو تر نسکوريدو وروسته د امنيت د تامين له پاره هلته ځاى پر ځاى شوي. خو هغه ډول چى اکثره پيښيږي دا عادي خلک و چى قرباني شول او نه هغه کسان چى د وژلو قصد يي شوى و.


د آيساف وياند جګړن ګورډن ميکينزي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل نه شم کولى ووايم چى دا کس څوک و او څه موخه يي درلوده ، آيا غوښتل يي چى د آيساف پرسونل ووژني او يا ژورنالستان، خو هغه څه چى څرګند دي دا دي چى هغه ونه شو کولى دننه ورننوځي، نو له همدي امله يي بهر پر ژورنالستانو حمله وکړه.


له دى پيښى څخه وروسته په لنډو کى دوه امريکايي عسکر هغه مهال ټپيان شول چى د دوى پر جيپ د کابل ښار په مرکز کى لاسي بم وغورځول شو.


آيساف د سيمه اييزه پوليس سره پر ژورنالستانو چى افغان ځوانانو ته يي د ويډيويي کامرو د کارونى روزنه ورکوله د بريد په اړه پلټنه پيل کړه.په داسى قضيو کى اکثر پر طالبانو او د القاعدى پر جنګياليو او يا د مجاهدينو د پخواني مشر ګلبدين حکمتيار پر ملاتړو شک کيږي چى د افغان د اوسني ولس مشر حامد کرزي مخالفت کوي او ژمنه يي کړى چى ټول بهرنيان به له هيواد څخه باسي.


د حبيب جنازه د دسمبر په ٢٢ نيټه تر سره شوه چى د مرحوم کورنى او دوستانو، د سيمه اييزه او بهرنيو خبريالانو په ګډون چى د آينى له مرکز څخه و ګډون درلود. ډيرو داسى کسانو هم د هغه په جنازه کى ګډون درلود چى له هغه سره شطرنج لوبيدل او يا يي له کوچني دوکان څخه د څښاک شربتونه رانيول.


د آينى د مرکز يو بل ساتونکى جواد چى ډير خپه و وايي حبيب ډير مودبه انسان و. هغه د هيچ چا سره هم کوم دښمني نه درلوده. دا ښيي چى تروريستان د عسکرو او ملکي کسانو تر منځ توپير نه کوي. د هغوى له پاره عسکر، ژورنالست او په کوڅه کى روان عادي سړى ټول يو دي.


Frontline Updates
Support local journalists