ځان وژونکي پنځه کسه په کابل کې ووژل

په کابل کې د بشير ګواښ ليکنه

ځان وژونکي پنځه کسه په کابل کې ووژل

په کابل کې د بشير ګواښ ليکنه

Monday, 29 December, 2003
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

د امنيتې ملې له خولې دا کس يو ٣٥ کلن چيچينى وو چې نو يې عبدالله وه. دوى وويلې چې دغو کارمندانو د چيچنيانو يو موټر سره د دوى افغان ملګرې په لټه کې ول. دغو کارمندانو د د موټر ودراو او په تلاشي پيل کړ او يو بم يې پيدا کړ


د دغه چارواکي له خولې دغو کارمندانو د کس يې موټر ته راوړ او کله چې دوى موټر ته د ننه شول يوه چاودنه وشوه او په نتيجه کې يې دا پنځه کسه د د سره يو ځاى له منځه لاړل. او د دې ځان وژونکې افغانى ملګرى اوس په نظارتخانې کې ده.


يو له هغو کسانو څخه چې په دې پيښه کې يې خپل ځان له لاسه ورکړ عبدالجلال د مارشال فهيم ياور وه.


يوه پوليس چارواکي وويل چې د ټپيانو په منځ کې د يوه حال ډير خراب دى.


يوه جګپوړي پوليس چارواکي وويل: (( دغه چاودنه د القاعده او طالبانو کار و ترڅو خلک وويروي.... هغوى غواړي چې لويه جرګه سبوتاژ کي.))


خو بيا د طالبانو يو وياند حميد آقا په يوې تيليفوني مرکې کې بي بي سي ته وويل چې دوى دې چاودنې سره هيڅ تړاو نه لري.


په تيرو دو هفتو کې په کابل کې څو چاودنې او د توغندويو حملې شويدي. د پنجشنبه په شپه په شش درک کې د ملګرو ملتو يو ميلمستون کې يوه چاودنه وشوه. تعمير ته يو څه زيان ور ورسيد، خو څوک په کې خوږ شوي نه وه.


يوه بله چاودنه تيره اونى په يوه هوټل کې مخامخ د ګمرکو دفتر ته د کابل ښار نه بهر وه چې په کې پنځه کسه ټپي شول.


تيره دوشنبې په هلمند کې د طالبو جنګيالويو يو غټ قوماندان و نيول شو. او د هغه د نيونې نه وروسته څلور توغندي د کابل ښار نه بهر نيول شوي او په عين ورځ په کندهار کې د يونما د دفتر تر څنګ يوه چاودنه وشوه، خو څوک په کې ټپي شوي نه وو.


د شنبې په ورځ د کابل کندهار په لويه لاره کې شبنامې خپر ې شوې وې چې په کې ملاعمر په ټولو غږ کړې و چې هر چيرې چې امريکايان او تيري کوونکي وينى ويوژنى او هغوى وژل ګناه نه ده.


په دې ليک کې دا هم ويل شوي وه (( د روانې لويې جرګې او امريکا په ضد خپل غږ اوچت کړى، هغه قانون چې د امريکا د سوري لاندي جوړ شوى وي ممنى.))


آزاده خبريال بشير ګواښ له جلال اباد نه چې د لوې جرګې د راپور ورکولو په پروژې کې يې ګډون کړى.


Frontline Updates
Support local journalists