فساد او جنايتونه د پانګې اچولو مخه ډب کوي

زيات شمېر پانګوالو د برمته کېدو او بډو خورو چارواکو له ډاره پښې سپکې کړي دي.

فساد او جنايتونه د پانګې اچولو مخه ډب کوي

زيات شمېر پانګوالو د برمته کېدو او بډو خورو چارواکو له ډاره پښې سپکې کړي دي.

.



يو ځايي سوداګر، چې په افغانستان کې د مليونو ډالرو د پانګې اچولو خبرې کوي، وايي: ((موږ له خپل هېواد او خلکو سره د ميني لپاره د خپل تره دزوى د ژوند د ژغورلو (برمتې) په بدل کې يو مليون ډالر ورکړل.))



د احمد زيو د قوم د نوموړي سوداګر، چې ونه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي، يودتره زوى په کابل کې وتښتول شو او يوه مياشت وساتل شو. د هغه برمته کوونکو دوه مليونه ډالر غوښتل او د برمته شوی شخص يو فلم يي د ځورونې په حالت کې د هغه کورنۍ ته وليږه.



نوموړي وويل: ((موږ سمد لاسه پيسې ورنه کړې، موږ د هغه د خلاصېدو لپاره نورې لارې لټولې. موږ له حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړه. سره له دې چې د کورنيو چارو وزير خپله هڅه وکړه، خو څه مرسته يي له وسې پوره نه شوه. په پای کې موږ يو مليون ډالر ورکړل.))



يرغمل د پيسو له شمېرلو وروسته راخوشې شو.



دا يوازينۍ پېښه نه ده. شتمن سوداګر د جنايتکارانو غوړه مړۍ ده. د افغانستان په ناقانونه چاپېريال کې يو شمېر پانګه اچوونکي وايي، چې خطر د خلکو له ګټې اوړي. په افغانستان کې د فساد د دود د ستونزې سره يوځای د سوداګرۍ برخه هم په حقيقت کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.



د سوداګرۍ د نړيوالې خونې مشر، حميدالله فاروقي وويل: ((سوداګر قانوني اندېښنې لري. د امينت نشتوالی د سوداګرو او پانګه والو په وړاندې ستره ننګونه ده. اوسنۍ وضعه د لنډې مودې پانګه اچوونکو لپاره د زغم وړ ده. د اوږدې مودې پانګه اچوونکي بيا د لوړې کچې فساد او امنيت ښکار دي.))



د فاروقي د وينا له مخې پنځه کاله وړاندې د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته فساد او امنيتي وضعه تر بل هر وخت ناوړه ده. هغه په ټينګار وويل، دا کار د سوداګرو په حالت باندې منفي اغېز کوي.



د افغانستان د نړيوالې خونې له خوا په يو خپور شوی رپوټ کې د 3500 سوداګرو او پانګه اچوونکو د پوښتنو پايلې خپرې شوي دي. دا رپوټ، چې د ملي سوداګرۍ اجندا نوميږي، وايي، ((په دې وروستيو کې د دولت ضد مخالفو ډلو تاوتريخوالي زور اخيستی ... له 2001 کال څخه راوروسته 2005 کال مرګونی کال و. ښکاري، چې 2006کال ترهغې ډېر ناوړه وي.))



رپوټ زياتوي: ((د تاوتريخوالي او بغاوت وروستنی زياتوالی په خصوصي سکتور باندې څرګند اغېز لري.))



د افغانستان د پانګوالۍ د ملاتړ د ادارې مشر، عمر زاخېلوال وايي، هغه ستونزه چې پانګوال ورسره مخامخ دي، د رسنيو له خوا په پرتله ييزه توګه پړسول کيږي.



هغه وويل: ((هوکې، امنيت يوه ستونزه ده. خو تلمدام به داسې نه وي. په تېرو څو کلونو کې ډېر پرمختګ شوی دی.))



د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمری بشري آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د هغه وزارت به د سوداګرو د امينت په ساتلو کې هيڅ راز هڅې ونه سپموي.



نوموړي وويل: ((امنيتي وضعه ورځ په ورځ ښه کيږي. ستونزې شته، خو نوي امنيتي پلانونه تر لاس لاندې دي. زه ټولو پانګه والو ته ډاډ ورکوم، چې د هغوی د شتمنيو او ژوند لپاره به ښه امنيتي تدبيرونه ونيول شي.))



د کابل لارې کوڅې له وړو او کوچنيو سوداګرو ډکې دي. هغوی د موټرو پرزې او د ودانيو توکي پلوري. د موبايل تليفون شرکتونه غوړيږي، ځکه د افغانستان ټول ځمکني لينونه د کلونو کلونو اوږدو جګړو له امله زيانمن شوي او له منځه تللي دي.



کوکا کولا د سپتمبر په مياشت کې د 25 مليونو ډالرو په پانګې نوی په توليد لاس پورې کړ.



زياتره اقتصاد لا تر اوسه سمه بڼه نه لري، بېروزګاري په سلو کې له 30 څخه لوړه ده. داسې نښې نښانې نه تر سترګو کيږي، چې ګوندې دروند صنعت دې د هېواد په دننه کې وده وکړي.



د زاخېلوال د وينا له مخې د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته په افغانستان کې څلور نيم مليارډه ډالره پانګه اچول شوې. ددې پيسو يو په درېمه برخه يوازې په روان کال کې پانګه اچول شوې ده. دا شمېرې د نړيوالو مرستو په پرتله د خصوصي سکتور استازيتوب کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې يي له 26 ملياردو ډالرو څخه زياته ژمنه شوې مرسته راغلې ده. د تجارتي پانګې په سلو کې له لسو څخه زياته برخه يي د مواصلاتو په صنعت کې لګول شوې ده.



هغه وويل: ((د افغانستان په تاريخ کې دې ته ورته څه شی نه شته. دا ددې مانا لري، چې اوس زمينه چمتو شوې ده. له ټولو ستونزو سره سره افغانستان د پانګه اچوونکو لپاره د لوړ ارزښت سيمه ده.))



زاخېلوال د سوداګرو او د هغوی د خپلوانو د برمته کېدو خبره ناسمه وبلله.



هغه وايي: ((دا آن په ډېرو پرمخ تللو ولسونوکې رامنځته کيږي، لکه نيويارک، لندن او پاريس. دا کار د پانګه اچولو په وړاندې کومه ستونزه نه راپورته کوي.))



هغه زياته کړه، په سلو کې تر اتياوو پورې د پانګې زياته برخه د افغاني پانګه والو له خوا اچول شوې. افغانستان لا تر اوسه له بهر څخه د زياتې پانګې د راوړلو لپاره وخت لري.



د يو سوداګر د وينا له مخې آن کوچني سوداګر اوس له ګواښ سره مخامخ دي.



د موټرو د پرزو د واردوونکي شرکت، شاهين تخنيکي شرکت مشر، جمشېد کهن وويل: ((ما په خپل شرکت کې پنځه مليونه ډالره پانګه اچولې. له دې لارې 400 تنو ته د کار زمينه برابره شوې ده.))



جمشېد وويل، ما په دې شرکت کې څلور تنه ايرانيان له ځان سره شريک کړي و، خو کله يي چې وضعه ولېده نو وتښتېدل.



جمشيد وايي امنيتي وضعه له خيا ل او فکر څخه ليرې ده. هغه ته اداري فساد لويه اندېښنه ده. هغه وويل: ((درېو بېلابېلو موسسو زما مرسدس بينزموټر راڅخه په بډو کې وغوښت. ما ونه منله. له امله يي اوس زما موضوع په حکومت کې بنده پاتې ده. ما زر ډالره او همدارنګه موبايل تليفونونه ورکړل. له دې زيات نور څه نه شم کولای، ځکه موضوع لا اوس هم جريان لري.))



هغه زياته کړه، نژدې ده چې وضعه له زغم ووځي. نوموړي وويل: ((که همداسې وي، نه يوازې بهرني پانګه وال نه، بلکې افغانان به بهرنيو هېوادونو ته مخه کړي.))



د سوداګرۍ د نړيوالې خونې د مشر، فاروقي د وينا له مخې همداسې هم کيږي. په داسې حال کې چې هغه د پانګې د ملاتړ د ادارې د شمېرنو په هکله څه نه وايي، خو زياتوي، پانګه مخ په ځوړ روانه ده.



هغه وويل: ((د کوکا کولا د فابريکې په څېر هغه سوداګري، چې اوس پرانيستل کيږي، هغه د 2002-2003 کال پروژې دي. هغه اوس يوازې خپل کار پيلوي. اوسمهال نوې پروژې نه شته. اوس هيڅوک په افغانستان کې د پانګې اچولو ته زړه نه ښه کوي.))



د پانګې د ملاتړ د ادارې مشر، زاخېلوال دا مني، چې اداري فساد يوه ستره اندېښنه ده، خو زياتوي، چې د هغې په وړاندې مبارزه په ټينګه روانه ده.



د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د ولس له سوداګرو سره د خپلو بشپړو مرستو ژمنه کړې ده. د سپتمبر په لسمه نېټه د کوکا کولا د فابريکې د پرانيستولو پر مهال خبرو کې هغه د سوداګرۍ او پانګې اچولو په اړوند خپله ژمنه بيا تکرار کړه، چې هغه ورته د ((خورا مهم سکتور)) په سترګه ګوري.



د ولسمشر وياند کريم رحيمي وويل، د امنيت او فساد په څېر سترو اندېښنو سره سره حکومت له سوداګرو سره خپلو کړو ژمنو ته درناوی کوي.



هغه وويل: ((د پانګې لپاره شرايط ورځ په ورځ ښه کيږي. حکومت د فساد په وړاندې د جګړې لپاره هره هڅه سرته رسوي.))



خو يو شمېر د حکومت دننه په دې هکله لږ ډاډمن ښکاري.



د سوداګرۍ د وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ رئيس، محمد عظيم وردګ وويل: ((موږ لګيا يو له فساد سره مبارزه کوو، خو تر اوسه يي ډېره لږه پايله درلودلې ده.))



د تيرو څلورو کلونو په بهيرکې د هغه رياست د سوداګرۍ له 20 زرو څخه زيات جوازونه ورکړې دي، خو د هغې له ډلې څخه يو څو هغه يي فعاليت کوي.



هغه يادونه وکړه، له دې سره سره هم کارونه مخ په ښه کېدو دي. نوموړي وويل: ((د تېرو څو کلونو په بهيرکې زياتې لويي لارې ترميم شوې. موبايل تليفونه او هوايي ليکې فعالې شوې. له زيات شمېر هېوادونو سره اقتصادې اړيکې ټينګې شوې. افغانستان اوس په زيات شمېر هېوادونوکې سياسي څانګې لري. دې کارونو د سوداګرو فعاليتونه ډېر اسانه کړې دي.))



د پانګې د ملاتړ اداري مشر، زاخېلوال هم د راتلونکي په اړه خوشبين دی. هغه وايي: ((زه ډاډمن يم، چې د افغانستان راتلونکی به ډېر روښانه وي. هلته به امينت او ثبات وي او تل به د نن په څېر نه وي. موږ اوس هر کال د پنځو ملياردو ډالرو په انډول شيان واردوو. دا به د حيرانتيا خبره وي، چې که ددې شيانو نيمايي په افغانستان کې جوړ کړای شو.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists