Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغاني ميرمنو ته د سپورت چانسونه

د بدني روزنې ليوالې ميرمنې د نجونو د سپورت په وړاندې د مالي ستونزو او محافظه كاره ټولنه يو خنډ بولي، چې په سپورت كې ددوى ګدون ناشونى كوي.
By Hafizullah Gardesh

د ليلما عزيزي عكس هغه مهال د نړى په ګوټ ګوټ كې وشگوول شو، چې كله يې په پاريس كې د نړيوالي اتلتيك د اتلولى د وروستيو لوبو په پيليدو كيگ د سلو مترو لنډې ځغاستې د مسابقې لپاره راڅرګنده شوه.


دا افغاني ميرمن چې د افغانستان د سپورت د ډګر د ورځې مشهوره لوبغاړې شوه، سره له دې چې په ځغاسته كې وروستى شوې وه، خو په هيواد كې هم له سوړ هركلي سره مخامخ او له دې امله خواشينې وه.


نوموړې آى ډبليو پي آر ته وويل: "د فرانسې په هيواد كې زما ډير درناوى او ستاينه وشوه، چې هيڅكله به يې هيره نه كړم، خو كله چي خپل هيواد ته راستنه شوم، زموږ د المپيك كميټې استازي آن زموږ هركلي ته رانه غلل. نه د پيسو او نه د لفظي هڅونې له لارې وهڅول شوم. دا ډيره د خپګان خبره ده."


په هر ډول په افغانستان كې د سپورتي آسانتياوو نشتوالي له يوې خوا او ټولنيز محافظه كاره چلند له بلې خوا د ميرمنو لپاره د سپورت فرصتونه محدود كړي دي. ښايې عظيمه د طالبانو د ظالم رژيم له نسكوريدو راوروسته ددغه لاملونو له امله ډيره حيرانه شوې هم نه وي.


د افغانستان د ملي المپيك د كميټې د شځينه سپورت د چارو مسوول شمس الحيات علم وايي، كله چې په دې وروستيو وختونو كې په غازي لوبغالي كې د نجونو د ځغاستې مسابقيگ پيل شوې، د نندارچيانو په وړاندې چې ټولې يې شځينه وي، د مسابقې يو زيات شمير ګډون كوونكو د سپورت د بوټونو د نشتوالي له امله پښې يبله ځغستل.


ددغه كميټې د بهرنيو اړيكو مسوول ګل محمد وايي، چې د عظيمې په برياوو افتخار كوي، خومالي وجوه او پيسې موجودي نه وي، ځكه د اتلتيك د نغدي هڅونې لپاره پيسې د المپيك په واك كې نه وې.


د اتلتيك ليوالې ميرمنې په مخ كې ډيرې ستونزې لري. هغوى په ټولنې كې يو شمير وګړو ته د منښت وړ نه دي، ځكه په عمومي توګه په سپورت كې د ښځينه وو له ونډې اخيستلو سره موافق نه دي، كه څه هم چې دا كار د ښځينه وو ترينرانو تر نظر لاندې د څلورو ديوالونو تر منځ سرته رسيږي.


ځينې خلك په سپورت كې د ښځو له سياليو سره مخالفت ښيې. د كابل ښار د لويديځ د سراى غزني يو اوسيدونكى پنځوس كلن محرم علي وايي: "ښځينه لوبغاړي بايد د هغوى د كورنيو او ولس سرخوږى راونه پاروي. ښځې د كور لپاره پيدا شوي او بايد د كور كارونه سرته ورسوي."


ښځې له داسې ستونزو سره، لكه چې اوس دي، پخوا لاس او ګريوان نه وې. د 1979 كال راوروسته د كمونيست رژيم پر مهال ميرمنې په واليبال، باسكيټبال، اتلتيك او جمناستيك كې ډيرې د ستاينې وړ وې او زياتره به يې د نارينه او شځينه وو په وړاندې مسابقې كولې.


د كمونيست ځاى ناستې رژيم دې كار ته د پاى ټكى كيښود او يوازې په څو محدودو برخو كې ميرمنو كولاى شول سپورتي لوبې وكړي، خو هغه هم په عام محضر كې نه وې.


نارينه هم له دې اغيزو بې برخې نه وو. د طالبانو سخت دريځه رژيم په دې ټينګار كاوه، چې نارينه بايد ږيرې پريږدي. د سپورتي لنډو جامو په اغوستلو يې محدوديت لګولى و او په دې توګه يې په نړيواله كچه د استعدادونو د ودې مخه نيولې وه.


افغانستان دوه كاله دمخه هغه مهال د المپيك نړيوالې كميټې او د اماتور اتلتيك نړيوال فدراسيون غړيتوب تر لاسه كړ، چې طالبان راوپرځيدل.


عظيمي وايي، چې هغه ځكه په وروستيو شيبو كې پاريس ته د تګ لپاره و ټاكل شوه، چې د لوبو تنظيموونكو په لوبو كې د ښځينه وو لوبغاړو په ګډون ټينګار وكړ.


عظيمي د انګليسي ژبې او ادبياتو محصله د ښوونې او روزنې پوهنتون د واليبال په ډله كې هغه مهال وټاكل شوه، چې ددغه موسسې په جمنازيوم كې د ميرمنو سپورتې لوبو ته يو ساعت وخت وركړ شو.


پاريس ته له تګ دمخه هغې د ځغاستې په مسابقو كې د ځغاستې د پيل خنډونه نه وو ليدلي او ورته ويل شوي هم نه وو، چې د كوم واټن ځغاستې لپاره به مسابقه كوي.


د لوړې كچې په دې مسابقو كې په ناڅاپي ورګډيدو او د ځانګړو سپورتي جامو سره د نابلدتيا له امله هغه له خپلو سيالو ملګرو څخه د نړيوال ټينګ شوي 37.18 ثانيو ريكارډ څخه وروسته پاتې شوه. خو د دود د ماتولو له امله په دې لوبو كې د ګډون لپاره هغه دنړى ګرچاپيره د ستاينې وړ وګرځيده.


عظيمي په فرانسې كې د خپل وخت په هكله وويل: "كله چې به ښار ته تلم، خلك به راڅخه ګرچاپيره راتاويدل، زما لاسليك به يې غوښته او د ګډ عكس د اخيستلو هيله به يي راڅخه كوله."


هغې د نړې له ګرچاپېر څخه زيات تجربه لرونكې سپورتي ستورو سره خبرې اترې وكړې او د بيلابيلو سپورتي وسايلو او سپورتي زمينو په هكله يې معلومات تر لاسه كړل.


كور ته په بيرته راستنيدو او له آسمان څخه ځمكې ته په راكوزيدو هغه دهغو ستونزو په هكله زياته انديښمنه ښكاريده، چې افغاني ميرمنې په سپورت كې د ونډې اخيستلو پر مهال ورسره مخامخ كيږي.


هغه وايې: "زياتره كورنى متعصبې دي اوخپلو لوڼو ته په سپورت كي د ګډون اجازه نه وركوي. دا ټول ټولنيز زيږه نورمونه او اقتصادي ستونزي دي. بله ستونزه د ښځينه ټرينرانو نشتوالى دى، چې د نجونو په روزلو كې برخه واخلي."


په عين وخت كې د سپورت زياتره ليواله ميرمنې له خلكو پټ او له مناسبو سپورتي وسايلو پرته پخپله سپورتي تمرين كوي.


راضيه يوې افغاني ميرمنې هغه مهال سپورت ته لاره ومونده، چې كورنى يې ايران ته كډه وكړه او هلته دولس كاله ميشت شول. هغه اوس د نجونو د سپورت ټرينره ده. هغه وايې چې د سپورت د مسوولينو د ژمنې نشتوالى او همدا شان محافظه كاره چال چلند دزياترو نورو نجونو مخه نيولې ده، چې په سپورتي لوبو كې برخه واخلي. نوموړې وايې: "ځينې پلرونه او ورونه فكر كوي، چې د هغوى لوڼې او ميرمنې په سپورت كې د ګډون له امله كور ته شرم راوړي."


چارواكې وايې چې هغوى تر وسې وسې هڅه كوي، چې له دې چال چلند او له مالي تنګسې سره مقابله وكړي. دالمپيك په كميټې كې مدير ګل محمد آى ډبليو پي آر ته وويل، چې يو شمير نجونې د مسابقو لپاره بهر ته استول شوي دي، چې له هغې ډلې څخه نجلا يادولاى شو، چې يوه معيوبه ميرمن ده او د ايرلند هيوادته په مسابقو كې د ګډون لپاره استول شوي ده.


محمد رحمتي د پوهنې وزارت د بدني روزنې د رياست مرستيال آى ډبليو پي آر ته وويل، چې په سپورت كې د نجونو د برخې اخيستلو لپاره په فعاله توګه كار روان دى او ټاكلي پلانونه تر لاس لاندې دي، چې نجونې په سپورت كې د ګډون لپاره وهڅول شي. په دې هكله مو پخوا لس تنه نجونې ايران ته ليږلي، چې د ټرينرانو په توګه به وروزل شي.