Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغاني الكولي مشروبات يو مخ پر ودې صنعت

دالكولو په وارداتوسخت بنديز د الكولي مشروباتو د څښونكو د زياتې تقاضا له امله د ناقانونه ځايي توليدوونكو كاروبار غوړولى دى.
By Sayed Yaqub Ibrahimi
(ستالينچنايا) وي، خو ددې ودكا (روسي الكولي مشروب) محتوا هيڅكله روسيه نه ده ليدلې. پرځاى يې هغه ځايي مشروب دى، چې له مميزو څخه جوړ شوى او د افغانستان په شمال كې ورباندې ډېر محفلونه تاوده د ي.



پهلوان عمر (مستعار نوم) دشبرغان په ښار كې يوه كوچنۍ دستګاه لري، چې د خپلو دوو زامنو په مرسته په كې الكول توليدوي.



دا يوه ډېره كوچنۍ دستګاه ده. هغه له دوو بېرلو، يو څو بوجۍ مميزو، يو دوه د بخار ديګونه او يو منقل څخه جوړه شوې ده.



د پهلوان د وينا له مخې د هغه كاروبار مخ په غوړېدا دى.



هغه وويل: ((د تېرو څو مياشتو راهيسې زموږ توليد دوه برابره شوى او مشتريان مو بيا بيا

راځي.



اسلام په شرابو سخت بنديز لګولاى او دا بنديز د سخت دريځه طالبانو د واكنمۍ پرمهال ډېر سخت پلى كېده.



نه ديني اعتقاداتو او نه بنسټپالو واكمنانو ددې ناقانونه صنعت مخه ونيولاى شوه.خو څه شي چې له هغې سره مرسته وكړه، هغه په ۲۰۰۱ كال كې د طالبانو د رانسكورېدو وروسته د الكولو په وارداتو باندې بنديز و.



پهلوان وايي: ((كه طالبان په موږ پوهېدلاى وى، نو ښايي چې ځړولي يې واى. خو د هغوى د موجوديت پر مهال مو له هغې سره سره د الكولو توليد ته په لږه كچه دوام وركولو. كله چې افغانستان خپلې دروازې بهرنيو توليداتوته پرانيستلې او بيې راولوېدې نوموږ زياتره خپلې دستګاوې وتړلې.))



دوه كاله دمخه افغان حكومت د الكولو په وارداتو باندې بنديز سخت كړ او د بهرنيو الكولو د راتګ مخه ونيول شوه. افغان مشروب څښونكو يو ځل بيا ځايي توليداتو ته مخه كړه.



پهلوان خاندي او وايي: ((د حكومت موخه دا نه وه، چې زموږ له كاروبار سره مرسته وكړي، خو په هر ترتيب دې كار (په وارداتو بنديز) موږ ته ډېره ګټه ورسوله.))



هغه په خپلې وړې دستګاه كې په اوونۍ كې شل ليتره ودكا توليدوي. هغه په بازار يا بل كوم ځاى كې د مميزو د پاتې شونو ۵۰ كيلويي بوجۍ د ۵۰۰ افغانيو په وړاندې رانيسي. يوه اوونۍ يې په اوبو كې پستوي او پاتې شوى مخلوط د بخار په يو ديګ كې ايشوي. د هغې بخار راوځي او په يو بل لوښې كې توييږي او په خامو الكولو بدليږي.



د مينه والو د وينا له مخې افغان مشروب د الكولو لوړه درجه لري، سره له دې چې معلومول يې ګران دي. هغه د توليد د پوړيو له مخې يو تر بله توپير لري. توليدوونكي له خپل كار وبا رڅخه خوشحال دي.



پهلوان وايي: ((موږ له هرې بوشكې څخه د لسو ليترو په شاوخوا كې الكول توليدوو. بيا يې په پلاستيكي كڅوړو كې اچوو او هټيوالو ته يې وركوو.



دا مشروب ليتر په ۵۰۰ افغانيو پلورل كيږي، چې د خپل لومړنۍ پانګې لس برابره كوي.





پهلوان د خپل كاروبار د ودې له امله خپل توليد په عمده ډول هټيوالو ته وركوي، خو سره له دې په هرليتر كې ورته ۴۰۰ افغانۍ خالصه ګټه پاتې كيږي.



په ماركيټ كې عايدات زياتيږي. د افغانستان په شمال كې د ميمنې په ښاركې يو متشبث د روسي ودكا خالي بوتلونه له پاكستان څخه راوړي او په هغې كې خپل توليد په ډېر ښه ډول مشتريانو ته وړاندې كوي.



هغه وويل: ((د افغانستان ودكا ترټولو ښه ودكا ده. اوس خلك له دې بهرنيو بوتولونو سره اشنا شوي دي. موږ هغه د زياتې ګتې د ترلاسه كولو لپاره په (چلوټه) توګه كاروو.))



نوموړى په خپل لاس جوړه شوې ودكا يو بوتل په زرو افغانيو (شل ډالرو) پلوري.



هغه وويل: ((زموږ د ودكا كيفيت د بهرنۍ هغې په پرتله ډېره زياته ده. كله چې به په افغانستان كې بهرني الكول نه و، نو هغه به مو جوړول او څښل.))



هټيوال د هغه ددې خبرې پخلى كوي، چې د (روسي) مارك ودكا په ډېره اسانۍ خرڅيږي.



د مزار شريف يو هټيوال وويل: ((خلك د پلاستيكې كڅوړو الكول نه خوښوي. موږ ته پروا نه كوي. موږ دوه هغومره ګټه كوو.))



د الكولو توليد او لګښت د افغانستان د قوانينو له مخې بند دي. چارواكي سرغړوونكو ته د سزا په وركولو باندې ټينګار كوي.



خوداسې بريښي، چې توليدوونكي په هېواد كې د بېساري فساد له امله د هغې پروا نه كوي. پوليسو ته د بلې لارې موندل ګرانه، نه ده.



د شبرغان د امنيې قوماندان، جنرال خليل الله امين زاده وويل، د ۲۰۰۸ كال راهيسې يې د لسوپه شاوخوا كې توليدوونكې دستګاوې تړلي او خاوندان يې بنديان كړي دي. خو هغه دا ومنله نورې ډېرې دستګاوې شته، چې تر اوسه يې پته چارواكو ته څرګنده نه ده.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((دا يوه لويه ټولنيزه ستونزه ده. دا نوې خبره نه ده. د الكولو مصرف په افغانستان كې ډېره اوږده مخينه لري. دا ستونزې به تر هغه روانې وي، چې ټولنې وجود ولري. د هغې په وړاندې به زموږ مبارزه هم روانه وي.))



د ګاونډي فارياب ولايت د امنيې قوماندان، جنرال خليل اندرابي دا ومنله، چې د هغه په ولايت كې د كورني الكولو د جوړولو بې شمېره دستګاوې شته، خو تر اوسه پورې نه دى توانيدلى يوه هغه يې هم وتړي.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ ته په دې وروستيو وختونو كې اطلاع راورسېده، چې په ولايت كې دا دستګاوې شته دى. دا د قانون مخالف كار دى او موږ د هغوى د بندولو لپاره ځانګړي پلانونه تر لاس لاندې نيولي دي، خو هغوى ډېر ځيرك دى.))



هغه وويل، د هغه پرځاى د فارياب پوليسو خپل پام د الكولو واردولو ته اړولاى او تر اوسه يې له هټيو څخه د ۱۲۰۰ په شاوخوا كې بوتلونه راټول كړي دي.



هغه وويل: ((اوس به ددې داخلي توليد په وړاندې هم مبارزه پيل كړو او به يې دروو.))

سره له دې چې يو زيات شمېر الكول هټيو ته نه دي راوتلي.



د آى ډبليو پي آر له خوا په دې وروستيو وختونو كې يوه ترسره شوې سروې څرګندوي، زيات هټيوال په هغه چا الكول نه پلوري، چې نه يې پېژني. سره له دې چې خپله يې څكلي وي، خو هم بل چاته د هغې په اړه انكار كوي.



د الكولو مصرف د افغانستان په شمال كې، په تېره بيا د ځوانانو ترمنځ مخ په ډېرېدو دى، چې غواړي محفلونه ګرم وساتي يا د وزګاريتا غم پرې غلط كړي.



د شبرغان اوسيدونكى، محمد قيس په يوې نړيوالې موسسې كې كار كوي او د كورني ساخت ودكا سترمصرفوونكى دى.



هغه آى ډبليوپي آر ته وويل: ((كله چې د جمعې په ورځو ميلې ته ځو، نو يو يا دوه بوتله له ځانه سره اخلو. له الكولو پرته ميله خوند نه راكوي. ))



يو شمېر نور د الكولو څښل له اسلام سره يو مخالف عمل ګڼي.



په كابل كې يو ټكسي چلوونكي، صدرالدين وويل: ((هره ورځ يو، دوه تنه مسافر وړم، چې نشه يې كړې وي. پخوا هيڅكله داسې نه و. اوس د الكلو څښل ډېر عام شوي دي. له ودكا پرته هيڅ محفل نه جوړيږي.))



((دا ښه شى نه دى. ځوانان بايد پوه شي، چې هغه د اسلام مخالف عمل دى.))



ديني عالمان دا عمل غندي او الكول څښونكو ته د سزا د وركولو خبر وركوي.



په مزارشريف كې يو ديني عالم، قاري حيات الله وويل: ((كه د الكولو څښونكي توبه وباسي، نو ښايي خداى يې وبښي. كه نه نو، له نړۍ به ګناهكار لاړ شي او په اخرت كې به خپله سزا وګوري.))



ديني عالمان په اوسني ژوند كې د الكولو په وړاندې د سزا په اړه موافق نه دي.



قاري حيات الله وويل: ((د الكولو د جوړوونكو او مصرفوونكو په وړاندې د سزا د وركولو په اړه د ديني عالمانو ترمنځ د نظر اختلاف شته. هغه د قتل او زنا په څېر نه دي. سزا ورته ځانګړې شوې نه ده.))



د طالبانو د واكمنۍ پرمهال كه به څوك د الكولو په څښلو وليدل شو، نومخ به يې تورېده او د نورو خلكو د عبرت لپاره به د ښار په لارو كوڅو كې ګرځول كېده.



د دوامداره بنديز له مخې يو شمېر كروندګر الكول يوازې د خپل ځان لپاره جوړوي.



په سرپل كې د انګورو د باغ يو څښتن وويل: ((زه ځان ته خپله ودكا جوړوم، چې په ټوله نړۍ كې مثال نه لري. د واردو شوو ګران بيه الكولو او يا د الكولو د توليد او كارونې پروا نه كوم. زه هغه د مزې او خوند لپاره جوړوم.



زه ښه انګور يوې خواته ږدم او ديو كال د مصرف اندازه الكول ترې جوړوم. د كورنۍ ودكا مزه له اروپايي الكولو څخه ډېره ښه ده.))



نوموړي سړي وويل، د كورنۍ ودكا پرته د واين يا شرابو جوړول د پېړيو اوږد يو دود دى، چې په افغانستان كې تر اسلام دمخه يي رواج درلود.



زيات شمېر خلك د ويسكي په څېر خپله ودكا د يوې مودې لپاره ساتي، تر څو ښه خوند او بوى پيدا كړي. لكه د افغانانو يو متل دى، چې وايي: ((زاړه شراب ښه نشه راولي.))