افغاني ډوله باليوډ

هندي او اافغاني فلم جوړونکي بيرته په کابل کى دي او هيله لري له هغو ليدونکو څخه پيسى تر لاسه کړي چى د فلمونو له ليدو بى برخى ياتى شوي دي.

افغاني ډوله باليوډ

هندي او اافغاني فلم جوړونکي بيرته په کابل کى دي او هيله لري له هغو ليدونکو څخه پيسى تر لاسه کړي چى د فلمونو له ليدو بى برخى ياتى شوي دي.

د طالبانو د ختميدو يوه پايله چى اټکل يي نه کيده ، په افغانستان کى د سينما شهرت دى.


اوس هندي فلم جوړونکي کابل ته راځي چى څرنګه د دغو وفاداره ليدونکو لپاره فلمونه جوړ کړي ، او افغاني ډايرکټران هم راځي چى ورسره سيالي وکړي.


سره له دى چى سينماګانى تړل شوى وى او تلويزيون منع شوى و، خو د اسلام پالو طالبانو د حکمرانى پر مهال د باليوډ يا د هندي سينما د فلمونو شهرت کم شوى نه دى. يوازى د ويديويي کسټونو موندل ګران او ليدل يي خطرناکه شوي و.


د طالبانو له خوا د تفريح ضد حکمونو د باليوډ فلونه له هره پلوه رد کړل، يعنى دا فلمونه بهرني، غير مذهبي، له سندرو او نڅاو څخه ډک و او د فلم ښځينه ستوري بى حجابه و.


افغانستان يو وخت خپله سينما درلوده، خو اوس هغه له نش سره برابره او له منځه تللى ده. د تيرو دوو ورځو لوړى ژورى د افغان فلم کمپنۍ توپاني بدلونونه منعکسوي چى په مجموع کى يي د ټولنى له خوا زغملي دي.


وروستى فلم دوى په ١٩٩٥ کال کى جوړ کړ. يو کال وروسته طالبانو واک تر لاسه کړ او د فلمونو توليد يي يو له مخى بند کړ. په کال ٢٠٠١ کى دوى د هيواد د فلمونو د آرشيف د له منځه وړلو حکم ورکړ، چى په دريو کى دوى برخى يي له منځه يوړل شول. له نيکه مرغه د افغان فلم لوى تکنيشن وکولى شو ٢٥٠٠ تصاوير د يوه نقلي ديوال تر شاه وساتي.


اوس سينماګانى پرانيستى دي او ويديويي کسټونه په ډاګه پلورل کيږي ، که څه هم د خلکو د غربت معنى دا ده چى شونى نه ښکاري چى افغانستان به د هندي فلمونو د لوى مارکيټ په توګه خپل موقف دومره ژر تر لاسه کړي. خو دا هر څه د راژوندي کيدو په حال کى دي چى هندي او افغاني ډايرکټران راجلب کړي.


د باليوډ ځينى ډايرکټران غواړي د دغه هيواد طبيعي منظرى له افغاني خوند سره د هندي فلمونو لپاره وکاروي. خو حشمت خان چى د باليوډ د فلم ستورى او پخپله افغان دى، غواړي د سيمه اييزه ستورو په کارولو داسى فلمونه جوړ کړي چى له سيمه اييزه حساسيتونو سره سمون ولري.


حشمت خان چى د باليوډ په هکله ډير پوهيږي، د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته يي وويل چى په دوبي کى غواړي دوه فلمونه جوړ کړي. د هيلى پسرلى يي د مينى مثلث دى چى د پښتون، تاجک او هزاره تر منځ دى، پداسى حال کى چى د چغو نه اوريدل يي بل فلم دى چى د عادي افغانانو د ورځني ژوند په هکله دى.


هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: زما فلمونه به زموږ له کلتور، دودونو او عنعنو سره سمون ولري چى په هغو کى به د باليوډ په معيارونو هغه ډول د فلم د نجونو نڅاه او سندرى نه وي.


حشمت خان په ١٩٨٤ کال کى له کندهار څخه د شوروي د اشغال پر مهال


ووت، او په هندي فلمونو کى يي کار وموندچى هلته يي ( ساپورتينګ) رولونه) تر سره کول ، او د حماسه جوړونکي احمدظاهر سندرى يي زمزمه کولى.


اوس هغه خپله د فلمونو د توليد کمپنۍ جوړه کړى، چى د خپلى کمپنۍ په کارولو به هغه د ١٢٠٠٠٠ ډالرو په بوديجى خپل دوه فلمونه جوړ کړي.


هغه وويل: افغان فلم د ٢٣ کلنى جګړى له امله وران شوى او د فلم جوړونى تخنيکي وسايل نه لري، نو زه به د ٣٠ هندي تخنيکرانو يوه ډله کابل ته راولم. خو ټول ستوري به افغانان وي.


د افغان فلم مشر جميل سرور د حشمت خان د نوښت هرکلى کوي او وايي: زموږ ملت بايد ووياړي چى زموږ يو ورور بيرته راستنيږي چى په افغانستان کى د شخصي کمپنۍ په مرسته فلمونه جوړکړي.


چارواکي هم ليوالتيا لري چى داسى څه وويني چى اقتصاد پياوړى کړي. د ښوونى او روزنى وزير يونس قانوني وويل: له بده مرغه له جګړى وروسته ، زموږ په هيواد کى د فلم جوړونى هنر له منځه تللى. خو اوس بايد موږ ووياړو چى افغانستان داسى هنرمندان لري چى غواړي خپل هيواد ته راستانه شي.


حشمت رحيمي د هغو افغان فلم جوړونکو پر پل پل ږدي چى پلان لري د هيواد هنري دودونه بيرته ژوندي کړي. د روان کال په لومړيو کى ، سليم شاهين په پاکستان کى د پنځه کلنى جلاوطنۍ له تيرولو وروسته هيواد ته راستون شو چى خپل هغه دوه فلمونه بشپړ کړي چى لا يي پرى کار کوه چى طالبانو واک تر لاسه کړ.


په عين حال کى ، جلاوطنى فلم جوړونکى صديق عبيدي ، خپل نوى فلم چاپ اندازان ، ډيرو ليواله افغان ليدونکو ته د ازبکستان د تاشکند په ښار کى وښود.


او د صديق برمک وروستي فلم اوسامه چى دلومړي ځل لپاره د افغاني فلم څرګنديدل و د ( کينز) په فسټيوال کى انعام تر لاسه کړ.


Frontline Updates
Support local journalists