Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان ته د ورکړ شويو مرستو لپاره دڅار بورډ

آيا افغانستان ته د راتلونکو نغدي مرستو د څار بورډ به وکړای شي، دبسپنې دلگښت په هکله منظم څار وکړي او دبې ځايه لگښتونو مخه ونيسي ؟
By
.



د همغږي کولو او څار بورډ (Joint Coordination and Monitoring Board - JCMB) د نړيوالو او افغاني کارکوونکو يوه اته ويشت کسيزه ډله ده، چې دنده يي د افغانستان د تړون (Afghanistan Compact) د پلي کولو څارنه ده. د افغانستان تړون د عمل د پلان يو چوکاټ دی، چې د تېر کال د سلواغې (دلوې) د مياشتې په يوولسمه او دولسمه نېټه (د روان عيسوي کال د جنورۍ له 31 څخه د فبرورۍ تر لومړۍ پورې) په لندن کې د بسپنه ورکوونکو هېوادونو په کنفرانس کې پرې موافقه شوې وه.



په نوموړې غونډې کې بېلا بېلو حکومتونو د راتونکو پنځو کلونو لپاره د لس نيم ملياردو ډإلرو د ورکړې ژمنه وکړه، ترڅو د امنيت، ادارې او د قانون حاکميت او د بشري حقونو او اقتصاد او ټولنيزې پرمختيا په درېو سترو برخو کې ولګول شي.



د JCMB جوړېدل د يو سيستم د نشتوالي له امله پخوانيو اندېښنو ته يو غبرګون دی، چې هېواد ته د بسپنه شويو نغدو بهرنيو مرستو د لګېدو له امله راولاړې شوې وې. د بېلا بېلو موسسو تر منځ د ورته کارونو د سرته رسولو همغږي کول هغه مهال سم تنظيم شوي نه و او د لګول شويو پيسو څرنګوالی څرګند نه و.



له دې امله زياترو افغانانو ته دا مفکوره راپيداشوې وه، چې نړيوال او يو څو نېکمرغه ځايي ناحکومتي موسسې دا پيسې په خپلو ځانونو لګوي، ګران بيه موټرې اخلي او بهرنيو سلاکارانو ته لوړ معاشونه ورکوي، په داسې حال کې چې د عادي افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره ډېر لږ کارونه سر ته رسول کيږي.



د افغانستان د تړون - Afghanistan Compact - موخه ددغه مفکورې سمول دي او په پام کې ده، ترڅو د ټولو بسپنه شويو پيسو نيمايي برخه د افغان حکومت له لارې ولګول شي او له دې لارې د خلکو تر منځ خپل اعتبار لوړ کړي. پخوا د بسپنه شويو پيسو له څلورمې څخه لږه برخه د حکومتي

څانګو له لارې لګول کېده او نوره پاتې ټوله د نا حکومتي موسسو په واک کې ورکول کېده.



د JCMB د بورډ مشري د دوو تنو پر غاړه ده. لومړی هغه يي د ولسمشر، حامد کرزي اقتصادي سلاکار، اسحق نادري دی او بل يي افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازی، تام کوينگز دی. افغاني غړي د هغو سترو پراختيايي برخو کارکوونکي دي، چې د افغانستان په تړون کې ورته ګوته نيول شوې ده. هغوی د بهرنيو چارو، ماليې، اقتصاد، پوهنې او عدليې له وزيرانو او د ولسشمر امنيتي سلاکار څخه عبارت دي.



د نوموړي بورډ نړيوال غړي پر کوينګز برسېره نور شل تنه دي، چې د بسپنه ورکوونکو سترو حکومتونو استازيتوب کوي، لکه د امريکا متحده ايالتونه، برتانيا او جرمني. په سيمه ييزو غړيو کې پاکستان، هند اوايران، نړيوال بانک او اسيايي پراختيايي بانک شامل دي. نور شپږ تنه په افغانستان کې د پرتو بهرنيو پوځي ځواکونو څخه استازيتوب کوي، لکه د امريکا د متحده ايالتونو ترمشرۍ لاندې ايتلافي پوځونه، ناتو او څلور ګډون کوونکي ملتونه.



نوموړی بورډ د ګډون کوونکو هېوادونو يوه په زړه پورې ټولګه ده، خو له آی ډبليو پي آر سره يو شمېر افغاني مرکه شويو شنونکو دا اندېښنه راپورته کړې، چې نوموړې بورډ د پيسو د راتګ د څار لپاره نه سرچينې لري او نه واک. د نوموړې بورډ غړي په کال کې څلور ځلې راټوليږي. په پام کې ده دا بورډ يو سکرتر او يو تخنيکي ماهر ولري، چې د غونډو د جوړيدو تر منځ مهال کې د کارونو په سمون کې مرسته کوي او د کار دوام ډاډمنوي. آی ډبليو پي آر ته دا څرګنده شوه، چې دا جوړښت لا تر اوسه رامنځته شوی نه دی.

د افغانستان لپاره د مرستو د همغږي کولو د ادارې (اکبر) د مرستيال، محمد هاشم مايار په وينا: ((دا بورډ به ستونزې له مينځه لېرې نه کړي. ځکه د هغوې غړي د بېلابېلو حکومتونو لوړپوړي چارواکي دي او هغوی ټول په خپلو مهمو کارونو کې بوخت دي. له بله طرفه دا بورد پداسې حال کې چې سکرتريت او پر سونل ونه لري دا به مشکله وي تر څو خپل کارونه به منظم ډول پر مخ يوسي )



په نوموړې بورډ کې ښکېلو غړيو ته دا خبره زيات ارزښت نه لري.



نادري د آی ډبليو پي آر دې پوښتنې ته په مستقيم ډول ځواب ور نه کړ، چې آيا نوموړې بورډ د پيسو د سمې کارونې په هکله څومره مسووليت لري، خو ويي ويل، چې د نورو کارونو د سرته رسولو لپاره نورې موسسې شته. هغه وويل: ((د لګښت او اغېز څارنه د اقتصاد د وزارت او نورو (حکومتي) ارګانونو کار دی. خو که يوه لويه ستونزه پېښه شوه، نو د اقتصاد وزارت يي JCMB ته وړاندې کوي او له ارزونې وروسته يي رسنيو او بسپنه ورکوونکو هېوادونو ته رپوټ ورکول کيږي.))



ټام کوينگز د اپرېل په 30 نېټه د JCMB لومړنۍ غونډ ه کې وويل، د بورډ دنده له يوې خوا د مرستو د همغږي کولو څارنه او له بلې خوا ددې ډاډ تر لاسه کول دي، چې نوموړی بورډ د افغانستان تړون له سياسي لوړې کچې ملاتړ څخه برخمن کوي .



هغه وويل: ((د JCMB د غونډې موخه به د ټولې ستراتيژۍ د همغږۍ ډاډمنول، د مهمو موضوعګانو په اړه د لارښوونو چمتو کول او افغلان ولسشمر، ملي شورا، د ملګرو ملتونو سرمنشي، بسپنه ورکوونکو (هېوادونو) او خلکو ته د رپوټ ورکول وي.))



د ولسمشر وياند، کريم رحيمي وويل، بورډ به ددې ډاډ تر لاسه کوي، چې پيسې ناسمې نه دي لګول شوي. هغه وويل: ((د بورډ جوړول د اداري فساد د مخنيوي او د روڼتوب (شفافيت) په رامنځته کولو کې يو مثبت کار دی.))



نوموړي زياته کړه، په بورډ کې د افغان حکومت او نړيوآلې ټولنې د غړيتوب حقيقت ددې مانا

ورکوي، چې د هغې پرېکړې به رښتينی ځواک ولري.



په داسې حال کې چې د JCMB د اغېزمنتوب په اړه ضد او نقيض نظرونه موجود دي، زيات شمېر افغانی شنونکي له آی ډبليو پي آر سره د مرکو پرمهال شفافيت او حساب ورکولو ته د زياتې اړتيا د شتون په هکله سره يوه خوله و.



مايار د بورډ د محدودو سرچينو په اړوند له ملاحظو او کتنو سره سره وويل، افغانان غواړي وپوهيږي، چې حکومت او نړيوالو غير حکومتي موسسو دا پيسې څه ډول لګولي دي. دا خبره په JCMB پورې تړلې ده، ترڅو ددې ډاډ تر لاسه کړي، چې هغوی له دې زيات په تياره کې پرېښودل شوي نه دي.



د سواګرۍ د نړيوالې خونې رئيس، حميدالله فاروقي له دې ټکي سره موافق دی، وايي: ((که د مرسته شويو پيسو د لګښت د څارنې لپاره څوک نه وي او هغه څوک چې لګوي يي د حساب ورکولو د مسووليت احساس ونه کړي، نو خبره به نوره هم پسې ناوړه شي.))



د پارلمان اوسنی غړی او د پلان پخوانی وزير، رمضان بشردوست، چې د ناحکومتي موسسو د مرستو د لګولو په لارو چارو باندې توندې نيوکې کوي او وايي، چې د JCMB مفکوره نېمګړې ده.



هغه وويل، کله چې په راتلونکي کې د مرستې د پيسو د پر ځای لګولو خبره راپيدا کيږي، نو د JCMB د غړيو د هېوادونو بېلا بېلوالی کمزورتيا په ګوته کوي. نه به کوم ځانګړی فرد حساب ورکولو ته چمتو وي او نه کوم حکومت.



هغه وايي: ((زما په اند د مرسته شويو ټولو پيسو او د هغې د لګښپت په وړاندې بايد يوازې کرزي مسوول وبلل شي او په دې توګه دې هغه په راتلونکې کې د بسپنه ورکوونکو هېوادونو او خلکو په وړاندې ځواب ووايي.))



سياسي شنونکی او په کابل کې د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر، عبدالغفور لېوال هغومره بدبينه نه دی او د کرزي د ادارې او نړيوالو ملاتړ کوونکو تر منځ د JCMB تاسيس ته د تړون د سياسي بڼې ورکولو په سترګه ګوري.



هغه وايي: ((دا بورډ د افغان حکومت او نړيوآلې ټولنې تر منځ د يو تضمين حيثيت لري. دا به له شک پرته اغېزمن واوسي، ځکه په بورډ کې د نړيوآلې ټولنې استازي ګډون لري.))



د کابل په لارو او کوڅو کې خلک د نويو کميسونونو په هکله شکمن دي، چې وخت ناوخته جوړيږي.





د کابل يو استوګن، 30 کلن احمد فيروز وويل: ((کرزي داسې ډېر بې ګټې کميسونونه جوړ کړي دي. هېڅوک ددې بېوزلي هېواد په کيسه کې نه دي. دا ټول شيان يوازې د نندارې لپاره دي.))



د JCMB بله غونډه به د جولای د مياشتې په 30 نېټه وي.