Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: د ګازو د نل ليکې په اړه د يو بل خوب ليدل

د افغانستان له لارې د ګازو د نل ليکې د تيرولو په اړه خبرو د افغانستان د حکومت او د پانګه اچوونکو زيات پام ځانته اړولای دی، خو امنيت لا تر اوسه د يوې نا ځواب شوې پوښتنې په توګه په خپل ځای پاتی دی.
By Sayed Yaqub Ibrahimi
. ټولو لورويو په هغې باندې موافقه کړې ده. د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، په راتلونکو دوو کلونو کې به د ګازو د سترې نل ليکې د تېرولو په کار پيل وشي، چې له انرژۍ ډک ترکمنستان به د افغانستان له لارې له پاکستان او ښايي هم له هند سره ونښلوي.



تر دې دمخه چې د فبرورۍ د مياشتې په منځ کې په عشق اباد کې د تړون پرمخ د لاسليک رنګ وچ شي، څېړونکو ددې تړون په هکله شک څرګند کړ. د سترو لوبغاړو د زړورتيا له څرګندولو سره سره ښايي دا وروستی پلان څو څو ځلې له بدلون سره مخامخ شي او د همدې لامل له مخې امنيت په افغانستان کې د هرې بنسټيزې (زيربنايي) پروژې، په تېره بيا د داسې يوې لويې پروژې، په هکله شک رامنځته کوي.



د پلان له مخې به دا نل ليکه په افغانستان کې د فراه، هلمند، کندهار له لارې تيريږي، چې په دې درې واړو ولايتونو کې طالب ياغيان هره ورځ په حکومتي سرتېرو او نورو تاسيساتو باندې له تاوتريخوالي ډک بريدونه تر سره کوي.



نل ليکه د افغانستان په خاورې کې له تېرېدو وروسته په پاکستان کې د بلوچستان له داسې سيمې څخه تېريږي، چې په خپل وار په کې وژونکی تاوتريخوالی روان دی.



اسيايي پراختيايي بانک (ADB)، چې د نورو تر څنګ په دې پروژې کې مالي مرسته کوي، د امنيتي وضعې په يوې سروې لاس پورې کړی دی. د نوموړی بانک مشر، براين فوسيټ د وينا له مخې به د نل ليکې د امنيت د خوندي کولو لپاره په لګښت کې جلا مالي مرستې په پام کې ونيول شي.



فوسيټ وايي: ((امنيتي حالت ښه دی. موږ کومې ستونزې نه لرو.))



نوموړي زياته کړه، له ترهګرو بريدونو څخه د نل ليکې د خوندي ساتلو لپاره به ټينګ او خوندي نلونه په ځمکې کې دوه متره ژور ښخ شي. خو دا لا تر اوسه څرګنده نه ده، چې د اټکل شوي درې عشاريه اووه ملياردو امريکايي ډالرو لګښت کې به په دې پروژې کې د امنيت د ساتلو لپاره نور کوم زياتي ګامونه په پام کې ونيول شي او که نه.



فوسيټ وايي: ((موږ لا تر اوسه ددې لګښت په سروې بوخت يو.))



خو يو ځلې چې پلان ترلاس لاندې ونيول شي، د امينت د ټينګولو مسووليت به د هغو حکومتونو په غاړې واچول شي، چې نل ليکه يي په خاورې کې تېريږي.



د افغانستان د دفاع د وزرات وياند، جنرال عظيمي د امنيت په وړاندې د ننګونو شتون مني، خو وايي، چې د هغه وزارت به د ورانکارۍ د مخنيوي لپاره اغيزمن ګامونه پورته کړي.



عظيمي وايي: ((بغاوت په افغانستان کې بهرنۍ ريښې لري. موږ غواړو په افغانستان کې د حالت په کاواکه کېدو کې ښکېل هېوادونه ورګډ کړو، ترڅو وپوهيږي، چې د امنيت نه شتون د هغوی په ګټه هم نه دی.))



په پاکستان باندې د افغان ګاونډې هېواد د امنيت د ګډوډلو په نيت د طالبانو او القاعدې سره د مرستې تورونه تل اورېدل کيږي. پاکستان دا تورونه نه مني. دې لفظي شخړو په وروستيو مياشتو کې ددې دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ته زيان رسولای دی.



عظيمي ټينګار کوي، نل ليکه به افغانستان ته د نل د غځېدلو له امله زياته ګټه واړوي او نړيوالې ټولنې له افغان حکومت سره په امنيتي ستونزو باندې د کابو کېدو لپاره پخې ژمنې کړې دي.



نوموړی وايي: ((موږ ډاډمن يو، چې تر دوو راتلونکو کلونو پورې به امنيت ښه شي. ))



عظيمي د ژبې په سر د بغاوت ياديدونکې موضوع ته ګوته ونيوله او ټينګار يې وکړ، په وروستيو مياشتو کې په ځانمرګي بمي چاودنو کې زياتوالی، د خرپ او ترپ بريدونه او د تاوتريخوالي نورو تاکتيکونه په حقيقت کې ددې ښکارندويي کوي، چې طالبان نور د پاڼ پر ژۍ ولاړ دي.



هغه وايي: ((طالبان سره شيندلي دي. هغوی نه شي کولای، د افغانستان د حکومت په وړاندې يوه سمباله جبهه جوړه کړي. له دې امله غلچکي بريدونه سرته رسوي.))



عظيمي وايي، د تېرو څو مياشتو راهيسې د ګڼ شمېر شخړو د رامنځته کېدو له امله د بلوچستان پولې سره نږدې حالت د افغانستان د دفاع د وزارت د اندېښنې لامل شوی دی. خو هغه زياته کړه، هغه ډاډمن دی، چې په راتلونکو دوو کلونو کې دا بغاوت خپل پای ته ورسيږي.



د نوموړ پيښو څارونکي د يادو شوو خبرو په اړه شک لري.



سياسي څيړونکی، محمد قسيم اخګر وايي: ((دا تړون په دې هيله لاسليک شو، چې امنيتي حالت به راتلونکو دوو کلونو کې بدل شي. يقينا بدل به شي، خو دا لا څرګنده نه ده، چې ښه به شي که تر ټولو ناوړه.))



د نل ليکي وړاندېز د کلونو کلونو را په دې خوا د خلکو غوږونو ته رسيږي. لومړی ازميښتې تړون په 1984 کال کې رامنځته شو، خو په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له يرغل سره سم تالا ترغۍ شو. د نوي يمو کلونو په لومړيو کې يو بل پلان د شوروي له وتلو وروسته د تنظيمونو د خپل منځي جګړو له امله عملي نه شو.



پانګوال ددې شونتياوو د څېړلو په هکله خورا ليوال دي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال امريکايي او ارجنټايني دوو کمپنيو، يونو کال او بريډاس هرې يوې هڅه کوله دا پروژه د ځان کړي.



دواړو کمپنيو چمتووالی درلود، چې که طالبان د هغوی امنيت خوندي کړي نو په کار به پيل وکړي او په دې توګه يې د نوموړو بنسټپالو استازي تکساس او بونس ايريس ته وبلل. په همدې ډول د اقتصادي ګټو له مخې که طالبانو په دې هکله داړتيا وړ مرسته کړی وای، نو حکومت به يې نړيوال منښت تر لاسه کړی وای.



په همدې وخت کې لويديځو شرکتونو هغو جنګ سالارانو ته مخ واړلو، چې د افغانستان شمالي برخې يې تر کنترول لاندې وې. يو مهال بريډاس له عبدالرشيد دوستم سره يو تړون لاسليک کړ، چې د هغه ملېشې به د نل ليکې امنيت خوندي کوي.



د افغانستان د پرله پسې بدامنۍ له امله دا ټول پلانونه په اوبو لاهو شول. طالبانو د ټول هېواد په نيولو بريالي نه شول او نه جنګ سالارنو يو رښتينی متبادل وړاندی کړای شو.



افغانستان له خپلو ستونزو سره سره د انرژۍ د لېږدونې له امله يوڅه د پام وړ هم دی. د هغه ګاونډي هېواد ايران د امريکا د متحده ايالتونو له بنديزونو سره مخامخ دی او لکه د ساندويچ په څېر د منځنۍ اسيا د ګازو او تېلو بډايو هېوادونو او انرژۍ ته وږې تږې کوچنۍ نيمې وچې تر منځ پروت دی.



وړانديز شوې نل ليکه به 1780 کيلومتره اوږدوالی ولري، چې 759 کيلومتره به يې د افغانستان له خاورې څخه تېره شي. هيله ده دا نل ليکه به هرکال 20 مليارډه مکعب متره ګاز پاکستان او کېدای شي، وروسته هند ته وليږدوي.



افغانستان ته به ددې نل ليکې له لارې په کال کې 400 مليونه ډالره ګټه ورسيږي او په همدې توګه به د درې زره په شاوخوا کې افغانان کار ومومي.



د کانو او صنايعو وزير، مير محمد صديق ايشان وويل، تر اوسه پرېکړه نه ده شوې، چې کومه کمپنۍ به دا کار پر مخ يوسي. په دې هکله به مينه وال شرکت د داوطلبۍ له غونډې وروسته وټاکل شي.



هغه وايي: ((دا کار ښايي د يوې کمپنۍ لپاره ډېر زيات وي. ښايي څو کمپنۍ د هغې کار په غاړه واخلي.))



بريډاس لا تر اوسه ليوال دی. په کابل کې د بريډاس د شرکت استازي، لطيفي وويل: ((موږ د امنيتي ننګونو منلو ته چمتو يو. موږ دا حقيقت منو، چې بدامني به يو څه موده روانه وي، خو دا ناارامي اقتصادي ريښې لري.))



حکومتونه او نور ښکېل لوبغاړي ښايي په راتلونکو کلونو کې د امنيت ښه کېدو ته هيله من وي.



په مزارشريف کې د جهان نو د مياشتنۍ خپرونې مسوول چلوونکي، قيوم بابک وويل: ((په دې کار کې بې شمېره ګټې دي. افغانستان ته مليونونه ډالره ګټه رسيږي. پاکستان به د خپلې اړتيا وړ ګاز تر لاسه کړي او ترکمنستان به د روسيې پر ځای د خرڅلاو بل مارکيټ ومومي.))



خو هغه ګوته وڅنډله، ويي ويل: ((دې ګټو ښکېل هېوادونه او همدارنګه د تيلو شرکتونه مغشوش کړي دي. هغوی له حقيقت څخه ليرې شوي دي.))



تر دې دمخه چې هرڅوک د نل ليکې د غځولو په کار پيل کوي، راتلونکي پانګه اچوونکي غواړي ددې ډاډ تر لاسه کړي، چې د نل د ډکولو لپاره پوره اندازه ګاز وجود لري. ترکمنستان د ګازو د بډايو سرچينو لاپي وهي، خو تر تېر کال پورې هيچا ددې ګازو د شتون رښتيا او درواغ نه دي معلوم کړي. د ترکمنستان حکومت د فبرورۍ په مياشت کې اعلان وکړ، چې د امريکا د متحده ايالتونو د پلټونکو، ديګلوير او ميګ نوټند سلاکارانو دا په ګوته کړې، چې د دولت اباد سيمه، د پاک – افغان د ګازو د تيرولو ستره سرچينه ده او څلورو عشاريه پنځه تريلونه مکعب متره ګاز لري، چې د پخوا اټکل شوې اندازې په پرتله زياته ده.



اوس د دولت اباد په سرچينو پورې اړه لري، چې پورته ادعا ثبوت کړي، ځکه له 60 څخه تر 65 مليارده مکعب پورې د توليد اوسنۍ کچه ښايي د روسيې، اوکراين، ايران او له 2009کال څخه وروسته د چين هېواد ته د ژمنه شويو ګازو اندازه پوره کړي.



د بريډاس د چارواکي، لطيفي په وينا د افغانستان د راتلونکي اقتصادي ګټه بايد د هغو خلکو تصور واړوي، چې اوسمهال ددغه نل ليکي مخالف دي. هغه وايي: ((موږ له کومې ځانګړې ډلې سره تړاو نه لرو. خو موږ بايد ټولو هغو ته قناعت ورکړو، چې اوس د نل ليکي له غځولو سره مخالف دي او بايد دا پروژه د هرچا په ګټه وي.))



دا دليلونه د هغو څارونکو قناعت نه تر لاسه کوي، چې وايي طالبان او د بلوچستان ياغيان د حالت له ښه کيدو سره مينه نه ښيي او په حقيقت کې ددې کار بيخي سرچپه سوچ کوي.



بابک وايي: ((طالبان اوسمهال له افغان حکومت سره په جګړې بوخت دي اود بلوچستان ياغيان د پاکستان له حکومت سره جګړه کوي. دا ډلې به هيڅکه هم خپلو غليمانو ته اجازه ور نه کړي، چې ددې پروژې ميوه ټوله کړي.))



د افغانستان د سهيلي ولايتونو د امنيتي حالت د څرنګوالي له مخې، چې حکومتي کاروانونه هره ورځ تر بريد لاندې راځي، بابک د نل ليکې دغځولو لاره (له خوښۍ ډکه) بولي.



سياسي څېړونکي، محمد حسن ولسمل وويل: ((د ناامنه دښتو له لارې د ارزښتمنې نل ليکې تيرول يو ناشونې او پوچ کار دی. که هغه جوړ هم شي، خو ډېر ژر به ويجاړ شي.))