Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانانان په ايران باندې د بنديزونو دلګولو له امله له ډار سره مخامخ دي

که چېرته ملګري ملتونه د ايران په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي نو ښايي د هغې د ګاونډي هېواد افغانستان په اقتصاد باندې ناوړه اغېزه و کړي او کېدای شي د نوې شخړې لوري ته يي راکاږي.
By Hafizullah Gardesh
.



يو شمېر شنونکي ګوته څنډي، ښايي ايرانيان پرېکړه وکړي له افغاني ياغي ډلو سره په داسې يوې لاره مرسته او ملاتړ وکړي، ترڅو د امريکا د متحده ايالتونو په وړاندې جګړې ته دوام ورکړي، چې د ايران د هستوي پروګرام په وړاندې د ګامونو په پورته کولو کې مخکښ رول لري.



د ملګرو ملتونو د شپږو سترو هېوادونو، د امريکا متحده ايالتونو، روسيې، چين، برتانيې، فرانسې او جرمني دپلوماتانو تېره اوونۍ غونډه وکړه او په تهران باندې يي د هغو بنديزونو لګولو په هکله خبرې اترې وکړې، چې کېدای شي، د يورانيمو د بډای کولو د نه ځنډولو او د خبرو اترو ميز ته د نه راتګ له امله پرې ولګيږي.



ايران ته د ملګرو ملتونو د يو پرېکړه ليک له مخې د اګست د مياشتې تر 31 نېټې پورې وخت ورکړ شوی و او په کې د بنديزونو د لګولو ګواښ شوی و.



د ولسمشر حامد کرزي حکومت له امريکايانو سره نژدې اړيکې لري او له دې امله به ورته ګرانه وي، ترڅو د ايران په وړاندې له کوم رسمي بنديز څخه غاړه وغړوي.



افغاني چارواکي او شنونکي په دې ښه پوهيږي، چې بنديزونه به د هغوی په خپل اقتصاد ناوړه اغېزه وکړي، د اړتيا وړ وارداتي مالونو اندازه به راټيټه کړي او ايراني پانګه اچوونکي به دې ته اړ باسي، چې خپله پانګه له دې ځايه وباسي.



دا لا څرګنده نه ده، چې په بنديزونو کې به څه شی شامل وي. ښايي د هغې صادراتي وړتيا راټيټه کړي. د افغانستان د سوداګرۍ د نړيوالې خونی د مشر، حميدالله فاروقي د وينا له مخې دا د افغانانو لپاره يو بد خبردی، چې په کال کې د 500 مليونو ډالرو په انډول تېل، د ودانيو توکي، خواړه او نور شيان له ايران څخه واردوي.



فاروقي آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د 2000 په شاوخوا کې ايراني شرکتونه به خپل دفترونه په افغانستان کې وتړي، د توليد کچه به راټيته شي او د افغانستان په ويجاړ اقتصادي حالت کې به د دندو فرصتونه له منځه يوسي.



نور پانګوال به هم له دې کارڅخه اغېزمن شي. د سوداګرۍ د وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ رئيس، محمد عظيم وردګ وويل، د پانګې اچوونکي به د پراخو شخړو د رامنځته کېدو له ډار سره مخامخ شي.



هغه وويل: ((اوسمهال په افغانستان کې د کورني امنيت د نشتوالي له امله لږ شمېر پانګوال د پانګې اچولو ته زړه ښه کوي. کله چې د هغې يو ګاونډی (هېواد) د ناامنۍ لوري ته مخه کړي او يا د بنديزونو له امله په کې جګړه ونښلي، نوهيڅ کورنۍ او بهرنی پانګوال به په افغانستان کې پانګه وانه اچوي. همدا اوس يي له دې امله يو زيات شمېر اندېښمن دي.))



د احتمالي بنديزونو اقتصادي، ټولنيز او سياسي اغيز يو له بله سره نژدې تړاو لري. د بېلګې په توګه، هغه نژدې يو مليون افغانان به څه کوي، چې د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې لا تر اوسه په ايران کې د کډوالو په توګه ژوند کوي.



فاروقي وويل: ((کله چې په ايران باندې بنديزونه ولګېږي، نو په ايران کې ميشت افغانان به له اقتصادي ناتار سره د مخامخ کېدو له امله له خاورې څخه ايستلو ته اړ ايستل شي. کله چې هغوی (کډوال) افغانستان ته راستانه شي، نو دلته به بې روزګاره پاتې شي. دا به د حکومت لپاره يوه ستره ستونزه وي.))



سياسي شنونکي عبدالرزاق مامون وويل هېواد ته د کډوالو ستنول به له اقتصادي پلوه نه، بلکې د سياسي انګيزې له امله تر سره شي.



هغه ويل: ((هغه (ايران) به په افغان حکومت او نړيوالې ټولنې باندې د فشار راوړلو له امله ... کډوال وباسي.)) نوموړي زياته کړه، دا کار به زيات سياسي، امنيتي او اقتصادي اغېز ولري.



ايران له پخوا راهيسې وايي، اوس هغه وخت رارسېدلای دی، چې بايد افغانان خپل هېواد ته ستانه شي. د سپتمبر د مياشتې په نيمايي کې د ايران د کار او ټولنيزو چارو وزارت په کار باندې ګومارونکو ته په کلکه ګوته وڅنډله چې که افغاني کارګر په کار وګوماري نو سخته سزا به وويني.



د افغاني کډوالو د لويو جوپو راستنېدل او له افغانستان څخه د ايراني شرکتونو وتل به د دندو په بازارونو کې بيړوبار لا نور هم پسې زيات کړي او زيات شمېرخلک به بې روزګاره پاتې شي. د سوداګرۍ د وزارت چارواکی، وردګ ګوته څنډي، چې دا کار به په امنيتي حالت باندې (ډېره ناوړه اغېزه) وکړي.



سياسي شنونکی، فضل الرحمن اوريا وړاند وينه کوي، پخپله تهران به د امريکايانو او په افغانستان کې د هغې د موتلفينو په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي.



نوموړي وويل: ((که چېرته په ايران باندې فشار راشي، نو ښايي حکومت ملېشي وهڅوي او له طالبانو سره اړيکي ونيسي. هغه فرهنګي، ديني، او سياسي سازمانونه چې ايران په افغانستان کې رامنځته کړي د امريکايي فعاليتونو په وړاندې به مبارزه پيل کړي. په حکومتي دستګاه او پارلمان کې به ايران پلوه چارواکي د حکومت او امريکا په وړاندې راپاڅيږي... او په پای کې به سياسي او امنيتي حالت نور هم پسې ناوړه شي.))



اوريا ادعا وکړه، په افغانستان کې ايراني دپلوماتيک پلاوي له کلونو کلونو راهيسې د استخباراتي شبکې په توګه کار کړی دی. هغه وويل: ((هغوی به امريکايي ضد فعاليتونه پيل کړي، ترڅو افغانستان د ايران او امريکا د جګړې ډګر شي، چې بايلونکې به افغانان وي.))



مامون هم د شخړې د رامنځته کېدو په صورت کې د ناوړو پايلو وړاندوينه کوي.



هغه ويل: ((که چېرته په ايران کې جګړه ونښلي، نو افغانستان به ډېر کمزوری شي، ځکه ايرانيان به دلته په لويو ښارونو برېدونه تر سره کړي، چېرته چې امريکايان او نور لوېديځوال استوګن دي.))



پوښتنه داده، چې آيا افغان حکومت به د خطر د کمولو لپاره کوم ګام پورته کړای شي او که پورته يي کړي، نو څه شی به وي؟



يو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې د کرزي د ادارې لاسونه تړلي دي.



مامون وويل: ((افغانستان نه شي کولای پخپله کومه پرېکړه وکړي. دا هېواد په امريکايي سياسي، پوځي او اقتصادي مرستو ولاړ دی. څه چې امريکا وايي، هغه به کوي.))



د کابل پوهنتون استاد او سياسي شنونکی، اسمعيل يون د زيات احتياط غوښتنه کوي، وايي: ((تاريخي تجربي ښيي، چې د افغانستان لپاره د ناپلويتوب دريځ غوره دی.))



پخپله حکومت د موضوع په هکله چوپه خوله دی او د ولسشر وياند ، محمد کريم رحيمي مازې په دپلوماتيکو تبصرو ځان تېروي او وايي: ((هيله من يو د تهران اتومي ربړه به د خبرو اتروله لارې حل شي، چې د بنديزونو لګولو ته خبره پاتې نه شي.))