افغانان د [پارلماني] ټولټاکنو په ځنډولو کې بهرني لاسونه ګوري

د عمومي ټولټاکنو ځنډولو ته عادي خلک او شنونکي يوشان د شک په سترګه ګوري.

افغانان د [پارلماني] ټولټاکنو په ځنډولو کې بهرني لاسونه ګوري

د عمومي ټولټاکنو ځنډولو ته عادي خلک او شنونکي يوشان د شک په سترګه ګوري.

Wednesday, 10 March, 2010
. هغوى په دې اند دي چې دا کار د اساسي قانون مخالف عمل دى او د بهرنيو قدرتونو له خوا تحميل شوى دى.



د ټولټاکنو خپلواک کميسيون (IEC) د جنورۍ د مياشتې پر ٢٤ اعلان وکړ چې پارلماني ټولټاکنې به په اساسي قانون کې په پام کې د مى د مياشتې د ٢٢ نيول شوې نېټې پرځاى د سپتمبر د مياشتې پر ١٨ سرته ورسيږي.



همدارنګه IEC د اړتيا وړ پيسو نشتوالى، کمزورى امنيت او لوژستيکي خدمتونه د ټاکنو د ځنډولو لاملونه څرګند کړي دي، خو زياتره افغانان او سياستوال دا خبره نه مني.



د IEC له وياند، نورمحمد (نور) څخه ددې شک په اړه پوښتنه وشوه. هغه وويل: "موږ د خلکو د نظرياتودرناوى کوو، خو موږ هوډمن يو چې ټاکنې په ملي او نړيوالو معيارونو برابرې سرته ورسوو."



په هرات ولايت کې د IEC مشر، ضيااحمد ضيا وويل، هغه فکر نه کوي چې د (ټاکنو) ځنډول دې له اساسي قانون سره کوم مخالف کار وي. نوموړى باوري دى، چې د نېټې پرېکړه د کميسون په واک کې ده.



د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د دفتر (يوناما) وياند، نظيف الله سالارزي په کابل کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، تر هغه چې په IEC کې بنسټيز بدلون راوړل شوى نه وي، يوناما به له پارلماني ټولټاکنو سره مرسته ونه کړي.



د يوناما يو بل وياند، حليم صديق د IEC پر ريفورم ټينګار وکړ او خبري کنفرانس ته يې وويل، "موږ يو راڼه او شفاف کميسون ته اړتيالرو، ترڅو د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پر خلاف پارلماني ټولټاکنې په شفاف ډول سرته ورسيږي."



نوموړي په تېرميلادي کال کې د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته ګوته ونيوه، چې رايې يې په پراخه توګه درغلې وبلل شوې او د امنيت د نشتوالي او د رايه ورکوونکو د لږ شمېر له امله بې خوندې شوې.



(نور) محمد پر هغه ټاکنو نړيوالې نيوکې څرګندې کړې او دا يې روښانه کړه کميسيون له هغه چا څخه بايد پاک کړاى شي چې په فساد کې ډوب و.



هغه وويل: "ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته له ټاکنو وروسته په کميسيون کې يو لړ بدلونونه رامنځته شول، چې په پايله کې يې د ټاکنو ٦٠٠٠ تنه له کاره ګوښه شول. د هغې تر څنګ دکندهار، ننګرهار، غزني او پکتيکا په څلورو ولايتونو کې د ټاکنو د کميسيون مشران له کاره لېرې کړاى شول او دا لړۍ دوام لري. په عين حال کې د کميسيون د ولايتونو او مرکز يو شمېر کارکوونکو کارونه ځنډول شوي دي."



نوموړي زياته کړه کميسيون به په راتلونکې کې يوازې هغه افراد په کارګوماري چې د IEC اصولو ته وفادار وي. هغه وويل: "د افغانستان د ټولټاکنو کميسيون ټول هغه مخکيني شرطونه او وړانديزونه مني او هرکلى يې کوي، چې د بهير د ريفورم او ښه کېدا لپاره اړين دي."



کرزي هغه مهال ټاکنې وګټلې چې په IEC کې يې د بدلون د راوستلو او د کميسيون د مشر عزيزالله لودين د ګوښه کولو له انکار وروسته ولسمشرۍ ته نوماند، ډاکټر عبدالله عبدالله له سيالۍ ووت.



د ټولټاکنو تر شا د بهرنيو قدرتونو د ځنډولو په اړه دا شک د افغانستان له تېر استعماري پېر او د بهرنيو هېوادونو له لاسوهنې سره تړاو لري. دا هېوادونه، چې معمولا يې نومونه نه اخيستل کيږي، په افغانستان کې هر کار داسې غواړي چې د هغوى ګټې په کې خوندي شوي وي.



متحده ايالتونه او برتانيه د ملګرو ملتونو له خوا په رامنځته شوي امنيتي او پراختيايي ماموريت او د ناتو تر مشرۍ لاندې په نړيوال سوله ساتي پوځ (ايساف) کې زيات شمېر سرتېرې لري.



د نصير احمد لطفي په نامه د لويديځ ولايت هرات يو اوسيدونکى په دې باور دى، چې بهرني طاقتونه د افغانستان د قوانينودرناوى نه کوي. هغه وويل: "[ټاکنې] د [دوى] له خوا وځنډول شوې. ځکه هغوى غواړي هغه افراد پارلمان ته واستوي چې د دوې متابعت کوي. هغوى غواړي په دې لاره خپلې موخې تر لاسه کړي."



"د پارلماني ټولټاکنو له ځنډولو سره د يو شمېر لويديځو هېوادونو مرسته د افغانستان اساسي قانون ته د هغوى د درناوۍ کچه څرګندوي."



د هرات د ولايتي شورا پخواني وياند، همايون عزيزي آى ډبليو پي آر ته وويل: "په افغانستان کې يو شمېر موجود لويديځ هېوادونه غواړي هغسې يو کمزورى او نيمه قانوني پارلمان جوړ کړي، لکه يو کمزورى حکومت يې چې جوړ کړى دى."



يو شمېر نور د ټولټاکنو د ځنډ په اړه پر چارواکو باندې نيوکې کوي.



د افغانستان د ښځينه قانونپوهانو د ټولنې رئيسه، ګلثوم صديقي وايي چارواکي تر دې وروسته نشي کولاى له خلکو او موسساتوڅخه وغواړي چې اساسي قانون او نورو قانونونو ته درناوى وکړي، ځکه هغوى پخپله د رايوورکولوپه ځنډولو له قانون څخه سرغړونه وکړه.



هغې وويل: "له قانون څخه د چارواکو سرغړونې حکومت ته ستر زيان ورساوه؛ ځکه هغه ددې معنا لري، طالبانو، چې ستره مخالفه ډله ده او له اساسي قانون څخه سرغړونه کوي، خپلې موخې تر لاسه کړې. حکومت به ونه کړاى شي چې تر دې وروسته مخالفينو ته د اساسي قانون د منښت خبره وکړي؛ ځکه حکومت پخپله قانون مات کړ. اوس بايد حکومت دا تمه ونه لري چې طالبان دې له هغې سره موافقه ولري."



بصير بېګزاد، چې له هرات څخه پارلماني ټاکنو ته ولاړ دى، هم د پارلماني ټولټاکنو د ځنډولو په اړه د کميسيون بيان شوي لاملونه تر پوښتنې لاندې نيسي او وايي چې دا کار له اساسي قانون څخه جدي سرغړونه بلل کيږي.



هغه وويل: "د ټولټاکنو کميسيون بايد پړ وبلل شي؛ ځکه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو په ترسره کولو نه دې توانېدلاى او ددې لامل شو چې نړيواله ټولنه له کميسيون سره خپله همکاري ودروي."



د هرات ولايت د متخصصينو د شورا مشر، محمد رفيق شهير وايي د (ټاکنو) پړه بايد تر ټولو دمخه پرکرزى واچول شي.



هغه وويل: "لومړى، ولسمشر کرزي د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د ټولټاکنو په دويم پړاو کې له قانون څخه سرغړونه وکړه، چې په هېواد کې يې له قانون څخه د سرغړونې فرهنګ دود کړ... هغه غواړي په راتلونکي کې داسې افراد په پارلمان کې ځاى کړي چې د هغه له پرېکړو سره موافق واوسي."



د هرات يو ژورنالست، ولي محمد حديد باوري دى، ولسمشر له دې امله (ټولټاکنې) وځنډولې چې پارلماني ټولټاکنې په خپله ګټه تنظيم کړي. نوموړى داسې احساس کوي چې کرزى به د IEC د لوړپوړو چارواکوله ګوښه کولو سره هم مخالفت وکړي.



هغه وويل: "د کميسيون لوړپوړي چارواکي د ولسمشرۍ لپاره د ټولټاکنو پر مهال حامدکرزي ته ستر خدمت تر سره کړى دى. کرزى نه غواړي هغوى له خپلو څوکيو څخه ګوښه کړي. له دې امله هغه ټولټاکنې وځنډولې ترڅو وکړاى شي ټاکنې په خپله خوښه ترسره کړي."



د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له مرستيال، سيامک هروي څخه د ولسمشر په وړاندې د ادعاوو په اړه وپوښتل شول. هغه وويل: "د عادي خلکو او شنونکو له خوا راپورته شوې ادعاګانې د هغوى خپل نظريات دي. دموکراسۍ هغوى ته د خپلو نظرياتو د څرګندولو حق ورکړى دى، خو دا نظريات پر حقايقو ولاړ نه دي. حقيقت دادى چې د بودجې نشتوالى، خراب امنيت او نورې ستونزې د ټولټاکنو د ځنډېدا لامل شوې."



"ولسمشر هيڅکله د ټولټاکنو د کميسيون په کارکې لاسوهنه نه ده کړې او د کميسيون د پرېکړې درناوى يې کړى دى. ولسمشر په خپل کار کې تل خپلواک دى او په پرېکړو کې هيڅکه د بهرنيانو تر اغېز لاندې نه راځي."



"موږ د [ولسمشرۍ لپاره ] په مخکينو ټولټاکنو کې له زياتو ستونزو سره لاس اوګرېوان وو. په راتلونکي [پارلماني] ټولټاکنو کې به بهرنيانو ته يوازې د څارونکو حق ورکړ شي او ددې حق به ونه لري چې د رايو په شمېرلو کې لاسو ووهي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists