افغانان د امريکا د ولسمشرۍد ټاکنو په اړوند خبرې کوي

يو شمېر افغانان وايي، هغوی د ولسمشر بوش پلوي کوي، ځکه هغه طالْبان رانسکورکړل، خو يو شمېر نور بيا په دې هيله دي، چې ښايي جان کيري د امريکا په تګلاره باندې نوې کتنه وکړي.

افغانان د امريکا د ولسمشرۍد ټاکنو په اړوند خبرې کوي

يو شمېر افغانان وايي، هغوی د ولسمشر بوش پلوي کوي، ځکه هغه طالْبان رانسکورکړل، خو يو شمېر نور بيا په دې هيله دي، چې ښايي جان کيري د امريکا په تګلاره باندې نوې کتنه وکړي.

په داسې حال کې چې افغانان د نومبر په دويمه دامريکا د متحده ايالتونو د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې رايې نه شي ورکولای، خو وايې چې افغان ولس د هغې په پايلو باندې اغېز لري. کله چې له يو شمېر افغانانو څخه پوښتنه وشوه، د ولسشمرۍ په ټاکنو کې د ولسشمر بوش پلوي کوي او که د هغه د دموکراتيک ګوند سيال، جان کيرې، نو يو زيات شمېر ويل، چې هغوی د بوش ملاتړي دي او هغه ښايي له دې امله وي، چې بوش د طالبانو د رانسکورولو لامل بولي.


يو شمېر افغانان د افغانستان په هکله د امريکا په روانې پاليسۍ نيوکې کوي او وايې، دا پروا نه کوي، چې څوک ټاکنې ګټې. (هر څو ک چې وي)، بايد په راتلونکي کې خپلې مالي او پوځي مرستې زياتې کړي.


په کابل ښار کې د آريا د قرطاسيې پلورنځي خاوند، 44 کلن محمد نذير آريا وايي: ((هرڅو کې چې د امريکا راتلونکی ولسمشر وټاکل شو، بايد خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي او امريکايي پوځونه له افغانستان څخه ونه باسي.))


د کابل ښار يو بل هټيوال، 23 کلن اسدالله د کيرې د ګټلو په هکله اندېښمن و، چې ښايي خپل پوځونه به له افغانستان څخه وباسي او يا هم مالي مرسته به بنده کړي. هغه په دې اند دی، چې بوش د افغانستان په څېر موضوعګانو کې ښه تجربه لري. هغه وايي: ((که جورج بوش ټاکني وګټي، نو دا به د افغانستان په ګټه وي.)) خو هغه زياته کړه، ((که جورج بوش يې ګټي او که جان کيرې، امريکايان بايد خپل شتون لا پسې ټينګ کړي، که نه نو ښايې په افغانستان کې بيا کورنۍ جګړې پيل شي.))


د کابل ښار يو بل اوسېدونکی، 40 کلن داود وايي، بوش لا له وړاندي په افغانستان کې خپل د پښې منډ ايښی دی، که په خپله څوکۍ پاتې شي، نو د افغانستان په ګټه به وي. هغه وايي: ((نوي ولسمشر به د خپلې تګلارې د جوړولو لپاره يو څه وخت ته اړتيا ولري او له هغې وروسته به يې پلي کوي. که چېرته زموږ هېواد د نويو تګلارو د ازمايلو لپاره د يو لابراتوار په توګه وکارول شي، نو بيه يي موږ (افغانان) پرې کوو.))


آريا وايي: ((د امريکا متحده ايالتونه بايد خپلې مرستې افغانستان ته جاري وساتي او آن که د افغانستان حکومت ته نغدې پيسې هم نه ورکوي، پخپله دې د هغې په بيا ودانولو کې سيده رول ولوبوي.)) هغه زياته کړه: ((کله چې سوله ټينګه شوه او مرکزي حکومت د افغانستان ټولو برخو ته خپل کنترول وغځولو، نو بيا دې امريکايي پوځونه وايستل شي.))


زيات شمېر افغانان په دې اند دي، چې د ادارې بدلون د افغانستان په وړاندې د امريکا په تګلارو کې د بدلون مانا نه ورکوي. د بغلان د ولايت اوسېدونکی، 28 کلن عبدالوکيل نايبي وايي: ((زما په اند د امريکا په تګلارو کې راتلونکې ټولټاکنې کوم بدلون رانه ولي. د نورو هېوادونو په هکله سياست او تګلارې به بدلون ونه مومي.)) نايبي د جان کيرې ژمنې بابېزه وبللې، چې ګوندې د افغانستان په هکله به د هغه د هېواد په تګلارو نوې کتنه وکړي. هغه وويل: ((زه فکر کوم، هغه يوازې تشې خبرې دي.))


د آی ډبليو پي آر له خوا مرکه شويو څو تنو د جان کيرې په پلوۍ خبرې کولې.


د کابل ښار اوسېدونکي، 30 کلن عبدالحسيب نوري ويل، د کيرې ګټنه به په افغانستان کې مثبت بدلونونه راولي. هغه وويل: ((بوش له زورځواکۍ (ديکتاتورۍ) کار اخلي. هغه بايد په افغانستان کې له نرم چلن څخه کار اخيستی وای. زه د افغانستان په وړاندې د بوش له تګلارې سره مخالف يم. جان کيرې ښايي د امريکا په تګلارو کې يو څه بدلون راولي.))


د کابل پوهنتون يوه محصله، 34 کلنه ګوهر وايي، هغه د کيرې پلوي ده، ځکه هغه ويلي و، چې عراق ته د امريکا تر پام اړولو دمخه بايد د افغانستان د ستونزې حلولو او دالقاعدې له منذځه وړلو ته لومړيتوب ورکړ شوی وای. نوموړې وايي: (( ددې پر ځای چې بوش په افغانستان کې د القاعدې ټغر ټول کړی وای، خپل پام يې عراق ته واړولو.)) ګوهر زياته کړه، هغه په افغانستان کې د امريکا د پوځونو د شتون پلوي نه ده، خو زياته يې کړه، چې اوس مهال د ثبات لپاره بل بديل نه شته. کله چې د افغانستان حکومت په خپلو پښو ودريږي، نو هله به امريکايي پوځونه هرومرو له افغانستان څخه وځي.))


د کابل پوهنتون يوې بلې محصلې، 26 کلنې راضيې وويل، هغه له دې امله د کيرې پلوي کوي، چې هغه جګړه خوښوونکی سړی نه ښکاري. نوموړې وايي: ((زه ځکه د جان کيرې پلوي کوم، چې بوش غواړي نور هېوادونه تر خپل واک لاندې راولي.))


شپږدېرش کلنه طاهره د کابل پوهنتون محصله په افغانستان کې د بوش په تګلارو په څرګنده توګه نيوکې کولې. هغې ويل: ((بوش د القاعدې او ترهګرۍ په پلمه په افغانستان باندې بمباري وکړه او د افغانستان په ځينو سيمو کې يې زيات شمېر خلک ووژل. ښايي د بې مانا بمباريو پر ځای جان کيرې د افغانستان بيا ودانولو ته پام واړوي، چې د افغانستان په ګټه دي.))


د کابل پوهنتون استاد، ستانکزی د طالبانو په راپرځولو کې د شمالي ټلوالې له قوماندانانو څخه د امريکا د ملاتړ له امله نيوکې وکړې. هغه وويل: ((د امريکا متحده ايالتونو لومړی له جنګ سالارانو سره مرسته وکړه، چې د طالبانو د واک پر مهال څه شی نه و. هغوی ته يې شهرت ورکړ او ان هغوی يې په حکومت کې په لوړو څوکيو ونازول.))


ستانکزی وايي اوس ددې وخت رارسېدلی دی، چې امريکا په افغانستان کې په خپلې تګلارې له سره غور وکړي. هغه وايي: ((پروا نه کوي، چې څوک ولسمشر کيږي، په افغانستان کې په تېر درېو کلونو کې د امريکا په تاکتيکونو، پروګرامونو او تګلارو بايد نوې کتنه وشي. هغه اشتباه ګانې چې د امريکا د متحده ايالتونو له خوا شوي دي، بايد په ګوته شي او په راتلونکي کې د هغوی د تکرار مخه ونيول شي. که بوش ټاکنې وګټي، بايد په افغانستان کې په خپلو تګلارو له سره کتنه وکړي.))


د کابل ښار اوسېدونکی، خالد اعظم وايي، امريکا له خپله ډاره په افغانستان سترګې پټوي. هغه وايي: ((اوسمهال په افغانستان کې روان حالت د امريکا د تګلارو له امله په بشپړ ډول پېچلی دی. آن که کيرې ټاکنې وګټي، هغه به د بوش تګلارو ته دوام ورکوي. که يې ونه کړي، نو افغانستان به يو ځل بيا د امريکا متحده ايالتونو ته په يو ستر ګواښ بدل شي.))


Frontline Updates
Support local journalists