دوه معيوبين د لويې جرګې غړي وټاکل شول

په کابل کې د آي ډبليو پي آر د ژورنالستانو عزت الله ځواب او حفيظ الله ګردش ليکنه

دوه معيوبين د لويې جرګې غړي وټاکل شول

په کابل کې د آي ډبليو پي آر د ژورنالستانو عزت الله ځواب او حفيظ الله ګردش ليکنه

Monday, 22 December, 2003

احسان الله فياض چې ړوند دى او سميع الحق چې په پښو ګوډ دى وروسته له هغه د معيوبينو استازي وټاکل شول چې دلويې جرګې څخه يوه ورځ وړاندې د شلو تنو په شاوخوا کې معيوبينو دارلانشا د دفتر مخې ته يو لاريون وکړ


خو امان الله دقيق چې ځان د افغانستان د معيوبينو د اتحاديې استازى بولي وويل چې دغه دوه کسان د شهيدانو او معيوبينو د وزير خپلوان دي


کرزي ددې انتصابي استازو د لست پواسطه وکړاى شول چې د ښځو ، مذهبي لږکېو او نورو داسې کسانو استازيتوب زيات کړي چې په خلکو کې نفوذ ولري خو انتخاب شوي نه وي


امان الله دقيق او دهغه ملګرى حاجي رحيم شاه وروسته د ميلمنو په حيث په لويه جرګه کې ومنل شول ( دوى د رايو ورکولو حق نه لري )


داساسي قانون د دارالانشا مشر ډاکټر فاروق وردګ وويل چې کميسيون لا ددې لاريون تر مخه په پام کې درلودل چې د معيوبينو استازي دې لويې جرګې ته راوستل شي .


په افغانستان کې تر يو ميليون پورې معيوبين شته چې ډير يې د تيرو څو لسيزه جګړو نتيجه ده . د افغانستان د هر ښار په لارو کوڅوکې داسې خلک چې د بدن يوه يا څو برخې يې نه وي ليدل کيداى شي.


د ننګرهار د ولايت د معيوبينو د اتحاديې مشر محمد جعفر توکلي وويل : (( معيوبين بايد دهيواد په ټولو لويو مسلو کې داخل وي او بايد ددوى څخه نظر وغوښتل شي )) .


توکلي زياته کړه : (( مونږ د افغانستان د خلکو د ساتنې په خاطرد خپل بدن برخې له لاسه ورکړي خواوس زمونږ ډير معيوبين په لارو کوڅوکې خيرونه ټولوي او دقومندانانو د ښکلو موټرو خاورې پرې وريږي )) .


Frontline Updates
Support local journalists