دټول ټاکنو لپاره په شمال کې د نوم ليکنې بهير بېرته پاتې دى

په شمالي ولايتونو کې د ټولو وړ رايه ورکوونکو له شمېر څخه يوازې شپږمې برخې خپل نومونه ليکلي دې، له دې امله ښايي ټول ټاکنې په سپتمبر کې له ټاکلې نېټې څخه بيا شاته ورغورځول شي.

دټول ټاکنو لپاره په شمال کې د نوم ليکنې بهير بېرته پاتې دى

په شمالي ولايتونو کې د ټولو وړ رايه ورکوونکو له شمېر څخه يوازې شپږمې برخې خپل نومونه ليکلي دې، له دې امله ښايي ټول ټاکنې په سپتمبر کې له ټاکلې نېټې څخه بيا شاته ورغورځول شي.

Monday, 21 February, 2005

د سپتمبر د ټول ټاکنو لپاره د نوم لکينې بهير د افغانستان په شمالي ولايتونو کې ډېر وروسته پاتې دى او که چېرته له پلان سره سم په ټاکل شوې نېټې تر سره شي، نو کېداى شي، د رايي ورکولو موده له ګواښ سره مخامخ او د ټاکنو اعتبار را ټيټ کړي.

د شمالي ولايتونو برسيره د هېواد په جنوب او ختيځ کې هم ستونزي رامنځته شوي، چېرته چې د طالبانو فعاليتونو زور اخيستى او د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د وينا له مخې د رايه ورکوونکو د نوم د ليکنې بهير له ستونزو سره لاس او ګرېوان دى.

دنوم ليکنې له بهير څخه شپږ مياشتې تېرېږي او ښايي ددې مياشتې په پاى کې دا بهير پاى ته ورسېږي، خو د ټولو رايه ورکوونکو له ډلې څخه يوازې شپږمې برخې خپل نومونه ليکلي دي.

د ولسمشرۍ د څوکۍ او د پارلماني ټول ټاکنو لپاره د ملګروملتونو د نوم ليکنې بهير د تېر دسمبر په لومړيو کې پيل شو، چې د هېواد په تېر ٤٠ کلن تاريخ کې لومړنۍ دموکراتيکې ټاکنې ګڼل کيږي.

د څو لسيزو زور ځواکه رژيمونو او اوږدو جګړو څخه وروسته دا ټول ټاکنې د افغانانو لپاره قومي سياليو او اسلامي بنسټپالۍ ته د پاى ټکى ږدي او په هېواد کې سولې او ديموکراسۍ ته لار پرانيزي.

په همدې توګه دا ټول ټاکنې د لوېديځ لپاره هم ارزښت لري. بريالۍ ټاکنې ښايي د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ له بريد وروسته د القاعدې د له منځه وړلو او د طالبانو د راپرځولو پرېکړه په ځاى وګڼي او له تورونو څخه د ځان له سپينولو سره يي مرسته وکړي. د امريکې ولسمشر جورج بوش په عراق کې د تاوتريخوالي او اړودوړ په پرله پسې شتون سره ددې هيله لري، چې د لوېديځ پلوي حامد کرزي ټاکنه به په راتلونکي نومبر کې د هغه له خپلې بيا ټاکنې سره مرسته وکړي.

تر اوسه يوازې دوه نيم مليونو تنو خپل نومونه ليکلي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د وړ رايه ورکوونکو شمېر لس ميلونه اټکل کړى دى.

د هېواد جنوب او ختيځ پراخه سيمې، هغه د چا خبره "پښتنه کړۍ" د طالبانو او القاعې د برېدونو له امله د ملګرو ملتونو دکارکوونکو د ورتګ لپاره خوندي سيمه نه ده.

په همدې ډول شمالي ولايتونه د سيالو جګړه مارانو په منګولو کې ښکېل پاتې دي، چې اخ وډب کوونکي ډلې يي امنيت ګواښوي او اعتبا رته يي زيان رسولي.

په شمال کې د نوم ليکنې د سيمه ييز دفتر ناظم، الحسين جالوح په سميه کې دغه بهير "ډېرګټور" بولي او وايي چې هغه په بري سره په مخ روان دى. نوموړى وايي: "زموږ د ثبت دفترونو ته زيات شمېر خلک د نوم ليکنې لپاره راځي. موږ د ١٧٥ زره نارينه وو او١٠٥ زرو ښځينه وو په ګډون د وړ رايه ورکوونکو ټول ٢٨٠ زره نومونه ليکلي دي. هغه زياته کړه، چې: "په پام کې دي يو نيم مليون نومونه وليکو."

د مزار شريف په ښار کې تر اوسه د نوم ليکلو شمېره ٢٠٠ زرو ته رسېدلې ده. هغه مهال چې يوه مياشت دمخه دا پروګرام شمالي ولايتونو ته وغځېد، ٨٠ زرو نورو خلکو نومونه ليکلي دي.

د جون په ٣٠ د نوم ليکنې په پاى ته رسېدو د بهير د غځولو مخ په زياتېدونکې ګونګوسې اورېدل کيږي او داسې هم انګېرل کيږي، چې ګوندې ښايي پارلماني ټول ټاکنې سږکال تر سره نه شي او يوکال بل هم وځنډيږي.

د ټولو ټاکنو بهير چې په پام کې دي ٧٨ مليونه ډالره به پرې ولګيږي، لا له هماغه پيل څخه له ستزو سره مخامخ و. امنيتي اندېښنې او د پيسو کمبود، هغه چې بسپنه کوونکو هېوادونويي د ورکولو ژمنه کړې وه، ددې ښکارندويي کوي، چې د نوم ليکنې يو لږ شمېر مرکزونه او نړيوال څارونکي په هغې کې برخه واخلي. د ملګرو ملتونو يو لوړپوړي چارواکي ويل، چې عمليات د توقع شوو هغو يوازې په دريمې برخۍ پيل شوي و.

لکه څنګه چې د پروګرام مهالوېش په پام کې نيول شوى و، هغه شان پر مخ نه ولاړ. امنيت نور هم پسې ګډوډ شو او ټول ټاکنې د جون له مياشتې څخه سپتمبر ته شاته وغورځېدې. که چېرته بيا هم ټول ټاکنې تر سره نه شي او په مليونونه افغانان له رايه ورکولو بې برخې شي، نو څارونکي ګوت څنډنه کوي، چې د پايلو اعتبار او د ولسمشر او پارلمان قانونيت ته به کلک زيان وروسيږي.

د افغانستان د څېړنې او ارزيابۍ د د فتر مشر، اندريو وايلډر ګوته څنډي، چې : "تر وخت دمخه ټاکنې ددې په ځاى چې تلپاتې سوله ټينګه کړي، امنيت ترينګلى کوي او ګډوډي راولي."

يو شمېر نور بيا وايي، په داسې حال کې چې هېواد دناامنۍ په حالت کې دى، د ټاکنو ترسره کول ناسمه خبره ده. د ملګرو ملتونو يو لوړپوړى چارواکى وايي: "موږ بايد ټاکنو د سره کولو لپاره پنځه کاله وخت درلوداى، نه يوازې يو څو مياشتې."

وخت خوار لنډ دى او زيات خنډونه لا په مخ کې پراته دي. افغانستان لږ شمېر لوستي وګړي لري او د هغې تر څنګ د اوږدو کلونو جګړو وهلى او ځپلى دى، دلته خلک لا له ديموکراسۍ سره آشنا نه دي. د خيريه موسسو کارکوونکي وايي، خلک په دې خبره باور نه کوي، چې ګوندې ټول ټاکنې به يي ورځنى ژوند سم او ښه کړي.

لېرې پرتې سيمې، کلي او بانډې، چې زيات اوسېدونکي لري، د ملګرو ملتونو د نوم د ليکنو ډلو ته خطر پېښوي. اوړى په مخ کې دى او تودوخه ورځ په ورځ زياتېږي.

د شمال په ځينو سيمو کې کليوالو ته سيمه ييزو قوماندانانو ګواښونه کړي، چې نومونه و نه ليکي، نورو يو شمېر خلکو ته د کليو مشرانو ويلي، چې له ټاکنو سره قطع او بريد وکړي. هغوى وايي، چې ديموکراسۍ ته اړتيا نه لري.

د نوم ليکني په بهيرکې د ګډوډيو رپوټونه هم غوږونو ته رسيږي. يو شمېر خلکو ته چې د رايو ورکولووړتيا نه لري، کارتونه ويشل کيږي او يو شمېر نور يي دوه، درې کارتونه اخلي. جالوح ټينګار کوي، چې: "يو تن يوازې يوه رايه ورکولاى شي. د دوو او دريو کارتونو درلودل جرم دى."

د ښځو د نوم ليکنې بهير هم له ستونزو ډک دى. په دې ژورې ځان ساتې ټولنې کې زيات شمېر نارينه ښځو ته د رايو د ورکولو اجازه نه ورکوي او ښځې هم زړه نازړه دي، چې له کوره ووځي او د نوم ليکنې څانګو ته ورشي.

خو ملګري ملتونه، چې د مخه يي په دې بهيرکې د ښځو د شمېر د لږوالي له امله اندېښنه درلوده، اوس د هغوى په شمېر کې د زياتوالي خبرې کوي. تر اوسه ٧٧٩ زورو ښځو نومونه ليکلي، چې د هېواد په کچه د ليکل شويو نومونويو په درېمه جوړوي.

د ملګروملتونو د ځانګړى استازى د دفتر وياند، مانويل دې الميدا سيلوا وايي: "د شمېر زياتوالى د مدني زده کړو او د افغاني مشرانو د ملاتړ د هڅو له امله ممکن شو." نوموړى وايي: "په دې برخه کې د عالمانو د شورى د وروستۍ غونډې پرېکړه يادولاى شو، چې د رايي ورکولو ټول وړ افغانانو څخه د رايي ورکولو لپاره د نومونود ليکلو غوښتنه کوي."

له خنډونو سره سره ښايي افغانانان دې ته لېواله وي، چې نوم وليکي او په رايه ورکولو کې برخه واخلي. په مزارشريف کې د بکتاش د ښوونځي د نوم ليکنې په څانګې کې ٢٦ کلنه نذيره وايي: "دا د ښځو لپاره ښه فرصت دى، ترڅو د رايي د ورکولو کارت لاسته راوړي. زه د افغاني مېرمنو په استازيتوب غواړم په دې بهيرکې برخه واخلم."

Frontline Updates
Support local journalists