دسيالو جګره ماروډ لو د پاى ورځې

آيا د شمال د دوه سيالو څانګريو وسلوالو بى وسلى کول بريښى؟

دسيالو جګره ماروډ لو د پاى ورځې

آيا د شمال د دوه سيالو څانګريو وسلوالو بى وسلى کول بريښى؟

Wednesday, 16 November, 2005

خلکو د افغانستان په شمال کې د دوو سترو قومندانانو په وړاندې د حکومت د پرېکړې هرکلى کړى، خو له ستيژ څخه د دغوځواکمنو څېرو د راښکته کېدو لپاره يوه څه لاره لا په مخکې پرته ده.


تېره اوونۍ منځمهالي حکومت دوو مليشو ته ، چې د عبدالرشيد دوستم او عطامحمد تر قوماندې لاندې دي، امر وکړ، چې د ملي اردو له ليکو سره يوځاى شي. داسې بريښي چې دا دواړه، که په بشپړه توګه د سياسي لوبغاړو په توګه ګوښه نه کړاى شي، نو د خپل ځواک له سترې منبع، شخصي اردو، سره به يي اړيکې پرې شي.


په دې وروستيو وختونو کې د افغانستان په شمال کې د ځينو سيمو د واک د ترلاسه کولو لپاره د دجنبش ملي مشر عبدالرشيد دوستم ته وفادارو ځواکونه د جمعيت اسلامي د قوماندان د عطامحمد له هغو سره په جګړو کې ښکېل وو.


د هردواړو قومندانانوستره هڅه، د سيمې د مرکز مزارشريف، تر ولکې لاندې راوستل دي، چې مخکې د دوستم مرکز و، خو د دوو کلونو راهيسې د هغه د مخالف سيال تر واک لاندې راغلى دى.


دغه جګړو د منځمهالې حکومت هڅې غړندې کړي، چې په راتلونکي کال کې تر ملي ټاکنو دمخه په شمال کې وضع کراره کړي.


تېره مياشت له وروستيو جنګ جګړو وروسته اوربند رامنځته شو، خو د رښتينې سولې ټينګښت يو څه ستونزمن کار دى.


اوس داسې ښکاري، چې د لوېديځ ملاتړي حکومت د صبر کاسه ډکه شوې وي او له دې امله يي خپله اراده په دواړو قومندانانو باندې وتپله.


د شمال ځينې اوسېدونکي دا کار د زور د خاوندانو له لاسونو خخه د واک د اخيستلو په لور يو رښتينى ګام بولي. محمد نبي اسير د ٤٥ سياسي ډلو څخه د جوړ شوي ايتلاف "د دموکراسۍ لپاره ملي جبهې" يو تن غړى وايي، چې"د حکومت وروستى ګام په رښتينې توګه هيله من کوونکى دى او داسې ښکاري، چې په شمال کې د جنګ سالارۍ پاې ته د ټکي د ايښودلو پيل وي."


د مزارشريف د ښار اوسيدونکى محمد بصير وايي، "جنرال دوستم او جنرال عطا محمد په دې پوهيږي، چې له دې وروسته د جګړې له لارې هېڅ شى لاس ته راوړاى نه شي،نو ځکه هڅه کوي دحکومت د امرونو د منلو له لارې يو څه شى لاس ته راوړي."


اسدالله عفيف باختري د مزارشريف يو وتلى شاعر په دې باور دى، چې مرکزي حکومت په پاى کې برلاسى شو. هغه وايي"د شمال د قومندانانو له خوا دتړون د لاسليک کولو نرم چلند څرګندوي، چې اوس د حکومت دزور په وړاندې ورته يو څه فکر پيدا شوى دى."


جګړن ټام بارکر، په مزارشريف کې د ولايتي بيارغاونې د برتانوي ډلې ويندوى، چې د تړون په پلي کېدو کې يي مرسته کړې، له دې خبرې سره همغږى دى. هغه وايي: "په شمال کې د وروستيو بدلونونو نظر د مرکزي حکومت يو مثبت اقدام دى، چې خلکو ته يي خپل واک او ځواک وروښود."


د مزارشريف د ښار په کوڅو کې به خلک په دې خوښ شي، چې له ځواک څخه د عطا محمد او د هغه د سيال دوستم ليرې کېدل ګوري، چې له يوې لسيزې نه د زياتې مودې لپاره د بلخ او دهغه په ګاونډيو ولايتونو کې يو ځواکمنه څېره وه.


دمزارشريف يو هټيوال شاه محمد وايي: "هغوى (قومندانانو) هېڅکله هم د خلکو غوښتنو ته غاړه نه ده ايښي، بلکې هغه څه چې دوى يي غواړي، واک او ځواک دى."هغه وايي، ګومان کوي چې دې دواړو قومندانانو هغه مهال تړون ته غاړه کېښوده، چې د حکومت او د هغه د لوېديځ ملاتړو له خوا ورته د پوځي ځواک له لارې ګواښ متوجه شو. هغه وايي: "دا د بي ٥٢ بم غورځوونکي الوتکې ډار و، چې د حکومت د امر منلو ته غاړه کېښودل شوه."


د طالبانو د حکومت له رانسکورېدو راوروسته، د شمال ټلوالې د سيالو ډلو تر منځ د جګړو د ودرولو لپاره کله ناکله امريکايي ځواکونو له هوايي بمباريو څخه کار اخيستى او دواړو لوريو د جګړې لومړۍ ليکۍ يي بمباري کړي دي، چې د خپل کار پايلې وګوري.


د يو لوېديځ مبصر په اند سره له دې چې د شمال قومندانانو خپل منځي جګړو ته دوام ورکړى، خو "هغه هېڅکله هم له خپلې سيمې وتلې او زياته پراخه شوې نه دي ... قومندانانو ښايي له هغې پند اخيستى وي."


دبلخ ولايت د کلتوري اتحاديي مشر فياض مهرآيين وايي، ددغوجګړه مارو قومندانانو ورځې د ګوتوپه شمار دي. هغه وايي: "که چېرته د شمال قومندانان يو ځل بيا په جګړه ونښلي ، نو هغه څه به هم له لاسه ورکړي،چې اوس يي لري"


د اورېدو له مخې حکومت په پام کې لري، چې دوستم او عطامحمد کابل ته وغواړي او حکومتي څوکۍ، په زيات ګومان وزارتونه ورته ورکړي، چې د ولسمشر کرزي تر سترګو لاندې وي. خو دا لا له باور څخه ليرې خبره ده، چې دا دواړه به په آسانه ځانونه د جګړې له سيمې وباسي. دروان کال د مي په مياشت کې ولسمشر حامد کرزي دوستم، چې مخکې د دفاع د وزارت مرستيال و، د خپل امنيتي او پوځي سلاکار په توګه په دندې وګومارلو او ترې يي وغوښتل چې کابل ته راشي، خو جنرال په دې کار کې پاتې راغى.


يو لوېديځ سياستوال چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي، شک څرګند کړ، چې که آن دا دواړه په کابل کې نوې څوکۍ هم ونيسي، نو په شمال کې به د ځواک د محرکه قوې د بدلونونو لپاره بس وي. هغه وايي،داسې ښکاري، چې دوستم او عطامحمد غواړي، د خپلو ځواکونو کنترول په خپل لاس کې وساتي، که څه هم د هغوى بڼه بدله کړاى شي. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "د دغو مشرانو په راتګ به څه توپير رامنځته شي؟ آن که هغوى راشي هم، نو بيا به هم خپل سړي هلته ولري."


د افغانستان د سياست څارونکي د حکومت د ستر خوځښت په وړاندې له ستاينې وروسته دا پوښتنه رامنځته کوي، چې حکومت به کومو پايلو ته ورسيږي؟ آيا ددې دواوړ جنرالانوله لاسونو څخه به اوسنى واک واخيستلاى شي او آيا د هغوى وسله وال ځواکونه به د هغوى له ګورت څخه وايستلاى شي؟"


د مزارشريف د ښار يو ټکسي چلوونکى ، چي نه يې غوښتل نوم يي واخيستل شي، وويل: "دا معامله لکه په چاڼي کې د وريجو پرېمنځل دي، ترهغه چې د اوبو لاندې وي، څوک نه پوهيږي، چې څه شى به په لاس راشي، خو کله چې له اوبو راوايستل شي نو وبه وګوري، چې يوازې ناپاکي پاتې ده او بس."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists