درغلي د ټولټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي

تر اوسه د ټولټاکنو کميسون له ٤٠٠ څخه زيات شکايتونه ترلاسه کړي، چې ٤٠ هغه يې پر پايلو باندې اغېز پرېښودلاى شي.

درغلي د ټولټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي

تر اوسه د ټولټاکنو کميسون له ٤٠٠ څخه زيات شکايتونه ترلاسه کړي، چې ٤٠ هغه يې پر پايلو باندې اغېز پرېښودلاى شي.

.



د متحده ايالتونو ولسشمر، بارک اوباما د افغانستان ولسمشريزې او ولايتي ټولټاکنې "يو برياليتوب" وګاڼه. افغانستان ته د امريکا د متحده ايالتونو ځانګړي استازي، ريچارد هالبروک له ټولټاکنو ځان "خوښ" وباله او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، کاى ايدي هغه "افغانستان ته يوه ښه ورځ" ياده کړه.



خو بهير ته يوڅه نژدې خلکو ټولټاکنې له پراخې درغلۍ، ډار اچونې او تاوتريخوالي څخه تر دې اندازې پورې ډکې بللي، چې زياتره يې د هغې د پايلو قانونيت او اعتبار تر جدي پوښتنو لاندې راولي.



د رايو ورکولو پايلې به تر يوه وخته څرګندې نشي. په داسې حال کې چې د ټولټاکنو خپلواک کميسون توقع لري د اګست په ٢٥ لومړنۍ پايلې اعلان کړي. کره پايلې به تر هغه اعلان نشي ترڅو د ټاکنو د شکايتونو کميسون پر سلګونو راغلو شکايتونو غور نه وي کړى.



د سپتمبر ١٧ د پايلو د اعلان وروستۍ ورځ ټاکل شوې ده، خو افغان حکومت او نړيوال کارکوونکي لا دمخه وايي چې کېداى شي تر دې نېټې يې کار بشپړ نشي.



د افغانستان د روانې جګړې، قومي بې اتفاقيو او فساد له امله هيڅوک د سمو او رغندو پايلو انتظار نه لري. او د نړيوالې ټولنې له خوا د چمتو شوي نرم چلن پر بنسټ داسې بريښي چې ولسمشريزي ټولټاکنې زياتې نېمګړې وي.



د ټاکنو د شکايتونو د کميسون مشر، ګرانت کيپين رسنيو ته وويل تر ننه د هغه کميسون ته له ٤٠٠ څخه زيات شکايتونه رارسېدلي دي. په هغو کې ٤٠ داسې دي چې کېداى شي د رايو ورکولو پر پايلو اغېز وکړي.



د ټاکنو د شکايتونو د کميسون غړي، فهيم حکيم ټينګار وکړ چې په سرغړونو به په جدي ډول غور وشي. هغه وويل: "موږ غواړو کانديدانو ته ډاډ ورکړو چې پر هر شکايت به غور وشي."



د رايو رسمي شمېره نه ده خپره شوې، خو د رسنيو د رپوټونو له مخې داسې ښکاري چې برحال ولسمشر، حامد کرزى په سلو کې احتمالا په سلو کې تر ٧٢ پورې رايې وګټي.



د هغه د بهرنيو چارو پخوانى وزير، ډاکټر عبدالله عبدالله په سلو کې د ٢٣ رايو سره په دويم او رمضان بشردوست په درېمه ليکه کې راشي. د ماليې پخواني زيرک وزير، اشرف غني احمد زى ډېر وروسته پاتې او څلورم ځاى لري.



که چېرته هيڅ کانديد په سلو کې له پنځوس څخه لوړې رايې ونه ګټي، نو د دوو هغو کانديدانو تر منځ به د دويم ځل لپاره سيالي تر سره شي چې تر نورو يې ډېرې رايې وړي وي. کېداى شي دويم پړاو د اکتوبر په لومړيو کې سرته ورسيږي.



ادعا شوې سرغړونه له تخنيکي ستونزو نيولي بيا د پايلو تر اړولو پورې په بېلا بېلو درجو سرته رسيدلې دي.



د رپوټونو له مخې د رايو ورکولو يو شمېر مرکزونه ناوخته پرانيستل شول يا تړلي پاتې شول. په نورو مرکزونو کې د رايو ورکولو کاغذونه لږ و، د سوري کولو ماشين کار نه کولو، چې د بيارايې ورکولو د مخنيوي په خاطر کارېدل، د ټولټاکنو کارکوونکو اړ وو د رايو ورکولو د کارت د سوري کولو لپاره له قيچي کار واخلي، د نه پاکيدونکي رنګ څرنګوالى، چې له يو ځل څخه د رايو د زيات مخنيوي لپاره پرې ګوته رنګېده. دا رنګ په يو شمېر مرکزونو کې ډېر ژر او په اسانۍ پاکيده.



ډېرې جدي سرغړونې د رايه ورکوونکو ډارول، د رايو ورکولو د صندوق ډکول او د ښځو پر ځاى د نارينه ګانو له خوا د رايو ورکول و.



د ټاکنو د څار يوې لويې موسسې، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټولټاکنو د ټولنې مشر، نادر نادري، چې په هېواد کې له اووه زرو څخه زيات څارونکي لري، د اګست په ٢٢ په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې هغه د بېلا بېلو سرغړونو بېلګې لاس ته راوړي دي.



هغه وويل: "په غور، لغمان، نورستان، باميانو او غزني کې د رايو ورکولو کارتونه له ١٨ څخه د ټيټ عمر خلکو ته ويشل شوي وو. په لغمان، پکتيا، پکتيکا، غو راو بلخ کې د ښځو پر ځاى نارينه ګانو رايې اچولي دي."



د افغانستان په ډېرو برخو کې ښځې د خپلو مړونو له اجازې پرته د بهر وتلو اجازه نه لري. د رپوټونو له مخې نارينه ګانو ته اجازه ورکړ شوې وه، چې د خپلې کورنۍ د ښځو د رايو کارتونه له ځانه سره راوړ ي او د هغو پر ځاى په صندقونو کې رايې واچوي.



برسيره پردې دا حقيقت چې د ښځو عکسونه د فرهنګي حساسيت له مخې نه دې اخيستل شوي او د زېږېدو د کره نېټې او تذکرې له نشتوالي سره يوځاى، کېداى شي يو شمېر نوم ليکل شوې ښځې آن هيڅ وجود ونه لري.



د کرزي په ګډون ټول مخکښ کانديدان له درغلۍ شکايت کوي.



کله چې د بشردوست د ګوتې رنګ پاک شو، نو غوښتنه يې وکړه چې د ټاکنو په ورځ دې د رايو ورکول بند شي.



هغه وويل: "دا رنګ دايمي نه دى. ما له کرزي او د امريکا له سفيرڅخه غوښتنه کړې، چې ټاکنې بندې کړي."



بشردوست ددې موضوع په اړه د شکايتونو کميسون ته خپل شکايت لېږلى دى.



د رنګ په اړه پراخه غالمغال له ډيرو جدي سرغړونو څخه پام وګرځولو، چې کېداى شول پر تاکنو يې ډېر لوى اغېز کړى واى.



نور کانديدان له پراخو او منظمو درغليو څخه شکايت کوي، چې د رايو د صندقونو غلا، د رايو د صندقونو ډکول او د رايې ورکوونکو مستقيم ډار په کې شامل دي.



د عبدالله د کمپاين يو مشر چارواکي، شېر محمد ريګستاني په ډاګه اعلان وکړ، که د رايو درغلي نه واى، نو د هغوى نوماندى په ټاکنو کې بريالى کېده. هغه وويل : "موږ شاوخوا ٤٠٠ شکايتونه د ټاکنو د شکايتونو کميسون ته سپارلي دي."



د ريګستاني د وينا له مخې د عبدالله ډلې د شکايتونو کميسون ته درې وړانديزونه کړي. لومړى، په ادعا شوو ولسواليو کې دې د رايو صندقونه قرنطين کړاى شي، ملي او نړيوال څارونکي دې هغو سيمو ته د پلټنې په موخه واستول شي، درېم، که درغلي ثابته شوه نو سرته رسوونکي يې بايد د قانون له حکم سره سم مجازات شي.



ريګستاني وويل: "موږ به هيڅکله دا درغلي ونه ومنو، ترهغه چې مفصلې څېړنې سرته ونه رسيږي."



نوموړي د تاوتريخوالي ګواښونه ونه کړل، چې په وروستيو وختونو کې يې افغان او نړيوال چارواکي اندېښمن کړي وو.



هغه وويل: "زموږ غبرګون به د قانون په چوکاټ کې وي."



(اشرف) غني (احمدزي) هم د تاکنو د شکايتونو کميسون ته نژدې ٤٠ شکايتونه استولي دي. هغه رسنيو ته وويل: "ورکړ شوې شمېرې له اچول شوو رايو سره برابرې نه دي. که دا موضوع يو بې پرې پلاوى ونه پلټي، نو د ټاکنو قانونيت به تر پوښتنې لاندې راشي."



د ولسمشرۍ لپاره د لږو رايوګټونکي نوماندي،ميرويس ياسيني وويل چې که درغلي نه واي نو هغه بريالى کېده.



ياسينې ته د رايه ورکوونکو په پرتله د نړيوالې ټولنې زيات پام اوښتى و. هغه له يو شمېر سفيرانو او لوړ پوړو نړيوالو دپلوماتانو سره ليدنې کتنې کړې وې. خوداسې نه بريښي چې دې کار به د رايه ورکوونکو ترمنځ د هغه دريځ پياوړى کړى وي.



ياسينى ادعا کوي چې د هغه په زرګونه رايې په کندهار کې د رايو له صندوقونو ايستل شوي او له منځه تللي دي او بيا په کې د بل نوماندې رايې اچولو شوي دي.



هغه خبريالانو ته وويل: "زه د افغانستان د خلکو ملاتړ لرم. که درغلي شوى نه واى، نو زه ګټونکى وم."



هيڅوک چا ته ګوته نه نيسي، خو زياتره ادعاګاني د کرزي د کمپاين په ډلې څرخيږي. سره له دې چې کرزى پخپله هم له درغلى سرټکوي.



د کرزي د ډلې وياند، وحيد عمر وويل: "موږ هم شکايتونه لرو. هغه موږ د ټاکنو د شکايتونو کميسون ته ليږلي دي."



له دې ټولو سره سره کرزى په خپل برياليتوب داډمن بريښي.



عمر وويل: "موږ د ټولټاکنو د خپلواک کميسون له خوا د ټاکنو پايلو ته سترګې په لار يو. په دې شرط چې کوم مسؤول انستيتوت د پايلو شفافيت تاييد کړي، هرڅه چې وي، موږ به ګټونکي کانديد ته مبارکي ووايو."



له دې پرته چې ګټونکى به څوک وي، راتلونکى ولسمشر ته به ګرانه وي، چې خپل رايه ورکوونکي په خپلو خدمتونو راضي کړاى شي.



سياسي شنونکي، فضل الرحمن اوريا وويل: "که چېرته ټاکنې شفافې نه وي، نو راتلونکى حکومت به قانونيت ونه لري. د بېلګې په توګه موږ هغه وخت په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه خبرې کوو، چې په سلو کې شل رايې ستونزې رامنځته کړي."



"ما ټاکنې له ډېر نژدې څارلي. آن په هغې کې په سلو کې يو شفافيت هم نشته. د کومې درغلۍ په اړه به څوک خبرې وکړي، چې ټول بهير درغل وي؟"
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists