دکډوالو راتګ او د وچكالۍ ستونځې

دڅکلو او د ځمکو د خړوبولو د اوبو كموالې په دې معنې دې ، ډير هغه کډوال چې هيواد ته ستانه شوي د دې ستونځې له امله يو ځل بيا د خپل کور کلي پريښودو ته اړ شوي دي .

دکډوالو راتګ او د وچكالۍ ستونځې

دڅکلو او د ځمکو د خړوبولو د اوبو كموالې په دې معنې دې ، ډير هغه کډوال چې هيواد ته ستانه شوي د دې ستونځې له امله يو ځل بيا د خپل کور کلي پريښودو ته اړ شوي دي .

دطالبانو نسکوريدل د دې سبب شول چې له ٩٠ څخه زياتي كورنۍ د پاكستان له كمپونو څخه بيرته د چنار كلي ته راستانه شي. ليكن د هيواد سهيل او سهيل ختيځ سيمې چې وچكالۍ ځپلي دې او هغه چيني چي مخكي به يي د كلي او شاوخوا کروندو ته اوبه وركولې وچي شوي.


اوس دكلي ښځې په ګړيو يوه پايپ ته انتظار باسي تر څو خپل لوښي له اوبو ډک کړي. دا اوبه ناپاکه دي او پرازيتي چنجيان لري . خو خلک له دې پرته د څکلو د اوبو کومه بله سرچينه نه لري او همدا اوبه دي. يوې ميرمنې چې خپل نوم يي ملالۍ ښوده وويل : كله ناكله ښځې د اوبو په سر جنګ كوي.


دچنار كلې د خاك جبار په ولسوالي پوري تړلې دې چې له كابل څخه ٢٤ كيلومتره ليرې دې او دوه طبعي چيني لري. له وچكالي څخه دمخه دغو چينو له ١٦٠٠ کيلومترو څخه زياته ځمكه خړوبوله . دا چې په مياشتو مياشتو باران نه دې وريدلې نو ځکه د اوبو د سرچينو جريان لږ شوې دې .


ښځې او ماشومان دهغه پايپ ګردچاپير سره راټول شوي چي له ويالې څخه اوبه يوه حوض ته انتقاليږي . شاه ببو وويل ما ددي پايپ تر خولي يوه كڅوړه تاوه كړې وه چي چينجي په اوبو كي ونه غورځيږي ځکه ډير خلک د دغو اوبو په څکلو ناروغه شوي دي .


په ١٩٩٩كال كي حكومت د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د ادارې يا UNICEF په مرسته د څښلو اوبو لپاره ذخيره جوړه کړې وه خو اوس د عوارضو له امله خرابه شوې .


هغه کډوال چي اوس اوس هيواد ته ستانه شوي غوښتل يي چي نوې فصل وكري، خو د وچكالي له امله دوې ونه شو کولې دا کار تر سره کړي ځکه چې ځمکه ډيره وچه وه. ډير کډوال پرته له دې چې سيمه پريږدي بله لار نه لري.


خان محمد وويل پنځه كورنۍ ګاونډيو ولسواليو يعني لته بند او گزك ته تللي ځكه ويل کيږي چي هلته اوبه نسبتا ډيري دي. هغه زياته كړه چي ١٧ نوري كورني هم له دې ځايه خوځيدل غواړي چي ښايي ډيرې به يي ښار ته ولاړې شي .


دكورونو او كار د شديدكموالي له امله كابل د تګ له پاره مطلوب ځاې نه بريښي خو خلک دلته بله لار نه لري او مجبوره دي . خان وويل شيما د نجونو د ښوونځي يواځينۍ ښوونکې ده او هغه هم غواړي چي ښارته ولاړه شي. د هغې تګ به د دې سبب شي چې ښوونځې وتړل شي. هغه زياتوي نور نو مونږ دلته نه شو اوسيداې او ټول خلک له دې ځايه ځي.


د چنغر د کلي مشر حاجي عبدا لجبار وايي : كه سږکال هم له نورو كلونو څخه بدتر وو نو بايد له دې ځايه ولاړ شو. څاگانې او كاريزونه ټول وچ شوي . دوچكالي له امله زمونږ باغونه وچ او په ناروغيو اخته دي .


محمد طاهر غوثي دكليو دپرا ختيا دوزارت د اوبو رسولو او چاپيريال ساتنې ريئس وويل : د افغانستان په جنوب او جنوب لويديځ برخو كي دمځكي لاندي اوبو سطح تر ٧٠ مترو پوري ټيټه شوې ده .


دعامي روغتيا وزارت وايي دوې به د ښار په څاه ګانو کې د کلورين د اچولو پروګرام د مې په مياشت کې پيل کړي خو د هيواد په کليوالو سيمو کې د دې کار د تر سره کولو له پاره سرچينې نه لري.


روغتيايي چارواکو ويره څرګنده کړې چې د اوبو له امله رامنځ ته کيدونکي ناروغۍ به په دوبي کې نورې هم زياتې شي . ناپاکې اوبه لادمخه د محرقې او اسهال سبب شوي دي.


ZOA يا کډوالو ته د پاملرتې موسسه پلان لري تر څو يو ګرځنده كلينيك د خاک جبار سيمې ته راوليږي. دوي په هغو ماشومانو کې چې عمر يي له پنځو کلونو لږ دې د سو تغذي يا خوارځواکۍ ٨٠قضيي ليدلي دي. دغه راز د B او C ويټامين د کموالي له امله په ميندو کې کم خوني يا د وينې کموالې هم زيات شوې دې.


د خاك جبار لپاره د ZOA مدير حاجي وزير گل وويل موږ ګورو چې ژورې څاگانې به ښه پايله ولري او که څنګه. هغه زياته کړه چي كليوال بايد د دې پر ځاې چې د هيواد نورو برخو ته کډه وکړي خپلې ستونځې په خپل كلي كي حل كړي .


داوبه رسولو د وزير مرستيال حاجي محمد اكبر باركزي وويل : متحده عرب اماراتو ژمنه کړې چي د ژورو څاگانو دكيندلو لپاره به سامان راكړي.


هغه IWPR ته ويلي چي دولت او نړيواله ټولنه بايد دي وچكالۍ ته پام راواړوي ځکه افغانان د ژوند د بقا له پاره خپل کور کلي پريږدي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists