Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

دغاليو اوبدونکي دکار څخه لاس اخلى

د رنګ او وړيو لوړو بيو د افغاني غاليود کيفيت کچه راټيټه کړې ده، چې له دې امله ورته تقاضا لږه شوې ده.
By Sadeq Behnam
. د هغې دننه په يو سالون کې د غاليو اوبدلو شپږ تنستې په يو کونج کې ولاړې دي او له شل کلنو څخه تر 35 کلنو پورې ښځې په کې د غاليو په اوبدلو بوختي دي، چې افغانستان يي له امله نوم ګټلی دی.



يو شمېر ښځو خپل ماشومان هم له ځان سره راوړي دي، ځکه داسې کوم بل ځای نه لري، چې هلته يي پريږدي.



پنځه څلوېښت کلنه ګلثوم په خپلو وچو کلکو لاسونو د غالۍ په اوبدلو بوخته ده. هغه وايي، د ماشومتوب له مهاله غالۍ اوبي. د کلونو کلونو پرله پسې کار له امله يي اوس د سترګو ليد کمزوری شوی او عينکې په سترګو کوي.



ګلثوم وايي: ((په نړۍ کې ترټولو سخت کار د غاليو اوبدل دي. موږ دا منلې، خو اوس داسې بريښي، چې دا کار له لاسه ورکوو.)) هغې زياته کړه ((د غاليو د اوبدلو د مرکزونو خاوندان زيات شمېر غالۍ اوبدونکي د غاليو د رنګ او وړيو د لوړې بيې له امله له کاره ګوښه کړي دي.))



په ورکشاپ کې د غاليو د اوبدلو د کار راټيټيدل له ورايه ښکاري. ښځې د غاليو د شپږو تنستو پر ځای په درېو هغو باندې په کار لګيا دي.



د نوموړي مرکز خاوند، عبدالصمد وايي زموږ کاروبار له افلاس سره مخامخ دی او له امله به يې د هغه زيات شمېر کارکوونکي وزګار پاتې شي.



هغه وايي: ((په دې مرکز کې پخوا نژدې 60 ښځو کار کاو، خو اوس يي د غاليو د اوبدلو د موادو د لوړې بيې له امله شمېره يوازې 15 ته راټيټه شوې ده.هغه وويل (( ما ته د غاليو له اوبدلو څخه دومره پيسې په لاس نه راځي، چې ټولو ته تنخوا ورکړم. هغه يو شمېر چې (په کار) کې پاتې شوي دي، د پخوا په پرتله لږه تنخوا تر لاسه کوي. ما به پخوا هرې اوبدونکې ته د مياشتې 5000 افغانۍ ورکولې. خو اوس دا اندازه د موادو د بيې د ګران والي او د بازار د سوړوالي له امله د مياشتې 3000 ته راټيټه شوې ده. له دې امله زيات شمېر کارکوونکو خپلې دندې پرېښې دي.))



د غاليو د رنګ، وړيو او د نورو اړوندو موادو واردوونکی، نور احمد وايي، چې د دوو تېرو کلونو په پرتله بيې رالوېدلې دي.



په 2004 کال کې د نوي کيلوګرامه وړيو د يو انډي بيه نوي ډالره وه، خو اوس د 280 ډالرو په وړاندې پلورل کيږي. په هرات کې د توليد شويو وړيو د يو انډي بيه، چې د غاليو په ځينو برخو کې کارېږي، 40 ډالرو ته پورته شوې او د يو کيلو ګرام رنګ بيه له دوو څخه تر دريو ډإلرو پورې لوړه شوې ده.



د غاليو صنعت په هرات کې په يوې ناوړې کړۍ کې نښتی دی. د خامو موادو د بيې زياتوالي توليد کوونکي دې ته اړ ايستلي، ترڅو يي پر ځای ارزانه توکي وکاروي، خو د ټيټ کيفيت لرونکو غاليو ته بيا په بهرنيو بازارونو کې لږه تقاضا ليدل کيږي. افغاني غالۍ، بهر ته د صادراتو په لړ کې لومړی ځای لري، له دې امله يي اغېز په ملي اقتصاد کې احساسيږي.



د هرات د سواګرۍ د رياست د صادراتو د څانګې مشر، عبدالاحد نافعي آی ډبليو پي آر ته په خوشحالۍ وويل: ((د افغانستان د تجارت نړيوالې خونې د افغاني صنايعو، په تېره بيا بهر ته د غاليو د لېږلو، په اړه يو ستر پلان تر لاس لاندې نيولی دی.))

خو د افغانستان په لويديځ کې د غاليو د اوبدلو د اتحاديي د مشر، محمد رسول فايق په څېر د صنايعو خاوندان وايي چې دا کاروبار ناوړه حالت لري.



هغه وويل: ((د افغاني غاليو کورني او بهرني پيېردونکي دواړو په غاليو کې د ټيټې بيې د موادو د کارونې له امله له هغې سره خپله مينه له لاسه ورکړې ده. حکومت ددې ستونزې د له منځه وړلو لپاره بايد ګامونه اوچت کړي.))



فايق وويل بله ستونزه داده، چې د ښه کيفيت لرونکي افغاني غالی په نړيوالو بازا رونو کې د ((پاکستاني)) غاليو په نوم پلورل کيږي، ځکه د هغه هېواد له لارې بهر ته استول کيږي.



په هرات کي د غاليو يو سوداګر، عبدالسلام کريمي په دې هکله وويل: ((د افغاني غاليو کيفيت راټيټ شوی دی. له دې امله يي سوداګر نور نه اخلي. په پايله کې موږ د ښه کيفيت غالۍ د پاکستان له لارې بهر ته استوو او بيا وروسته پرې پاکستاني ليبل وهل کيږي او په نورو هېوادونو پلورل کيږي.))



فايق په دې اند دی، چې د کيفيت د موضوع ځواب د ځايي فابريکو په رامنځته کولو کې پروت دی، ترڅو په داسې يوې لارې وړۍ پروسس او رنګ توليد کړي، چې په ټيټه بيه پای ته ورسيږي. نوموړي يادونه وکړه، چې په سيمې کې د وړيو کمبوت نه شته، خو ستونزه دلته ده، داسې سامان الات نه شته، چې هغه په غاليو کې د کارونکي لپاره چمتو کړي.



هرات په لويديځ افغانستان کې د سوداګرۍ د يو مرکز په توګه د لږ و ډېرلسو ډولونو غاليو اوبدلو له امله نوم لري، چې د ترکمن، بلوڅ، زخاني، شينډنډي، تايمني، سرياق، مشکواني، لطيفي، کوداني او ماوري چاق په نومونو ياديږي. په دې کې تر ټولو ښي يي ماوري او سرياق دي، چې د بادغيس په ولايت د ترکمن توکمه ښځو په لاسونو اوبدل کيږي او په عمومي توګه پوخ سور رنګ او لوی لوی نښانونه لري. دا راز غالۍ يو مربع متر په سل ډالرو پلورل کيږي. ترټولو ارزانه يي شينډنډۍ غالۍ دي، چې يو مربع متر يي د لسو ډالرو په وړاندې پلورل کيږي.



دا د منلو وړ خبره نه ده، چې د غالۍ صنعت مخ په ځوړ روان دی. د تيرو دوو لسيږو راهيسې هغه د پرله پسې جګړو تراغېز لاندې راغلی دی، چې هم يي کله نا کله د هغې سوداګری په ټپه ودرولې او يا يي د نورو مليونونو افغانان په څېر د غاليو اوبدونکي اړ ايستلي، ترڅو په پاکستان يا ايران کې د کډوالو په توګه واوسيږي. اوسمهال د غاليو اوبدونکي او سوداګر د نور کله په پرتله ځای په ځای شوي دي،خو عرضه او تقاضا هغوی ته د يوې ډېرې جدي موضوع په توګه په مخکې پرته ده